روزنامه هیواد

د شاه وعروس بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د اوبو چارو د تنظیم ملی اداره خبر ورکوی د شاه و عروس بند ساختمانی چارې بشپړې شوې، چې په نږدې راتلوونکی کې به یې د اوبو ذخیره کول پیل شی او د سمې له خلکو غواړی چې په یاده سیمه پاکه او پرېږدی.د دې ادارې تخنیکی مرستیال انجنیراحمد ویس بصیری وایی: د دغې پروژې د استملاک تصفیه حساب پیسې د افغانستان اسلامی جمهوریت د کابینې له خوا تصویب شوی ،چې په نږدې راتلوونکی کې به زیانمنو باندې ووېشل شی.د یادونې وړ ده ،چې شاه و عروس بند د اوبو چارو د تنظیم ملی ادارې له سترو پروژو څخه دی، چې د ۲،۱  یو عشاریه دوه مېګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لری؛ ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه مځکه خړوبوی او ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید