روزنامه هیواد

د شاه دوشمشېره ( ع ) د جومات د بیارغاونې کار پرانیستل شو

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د جمعې په مازدىګر د شاه دوشمشېره ع جامع جومات د بىارغاونې کار د پىل په مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ګډون او وىنا وکړه.

په دغو مراسمو کې د غازی امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندىې او شهزادګۍ ناجىې، ىو شمېر دىنی عالمانو او کابل ښارىانو ګډون درلود په پىل کې د ښارجوړولو او مځکو وزارت سرپرست جواد پیکار ووىل، د شاه دوشمشېره ع جامع جومات د بىارغاونې کار د جمهوررییس د حکم پر بنسټ د ښارجوړولو او مځکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترمىم او بىارغاونې آمرىت له لورې پىلېږی.هغه زىاته کړه، د تدارکاتی مرحلو له بشپړولو وروسته د دغې پروژه قرارداد د ۲۳ مىلىونه او ۶۳۱ زره افغانىو په ارزښت له افغانی ساختمانی دستګاه سره شوى او د راتلونکی کال د تلې تر ۱۵ مې پورې بشپړېږی.

وروسته د ښارجوړولو او مځکو وزارت د لرغونو اثارو او جوماتونو د ترمىم او بىارغاونې پروژې رییس علی فرهاد بىات د ىادې پروژې له هغې ډلې د شاه دوشمشېره ع جامع جومات د جوړولو او بىارغاونې د مختلفو مرحلو او دا چې په ۱۳۰۶ کال کې د غازی امىر امان الله خان مور بی بی له لورې دوه پوړىز شو، په اړه تفصىلی معلومات وړاندې کړل.نوموړی د ىاد جومات د تارىخچې، اسىب شناسۍ، نقشې جوړولو، د ګنبذې او چت د تزئىناتو، نماګانو، منارو، د اوداسه ځاىونو او مطالعاتو او د سىمې له خلکو سره د شاه دوشمشېره علىه رحمه جامع جومات د بىارغاونې په خاطر د ترسره شوىو مشورو په اړه خبرې وکړې.وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوی عبدالحکىم منىب د جوماتونو د جوړولو په ځانګړی ډول د عىدګاه او پل خشتی جامع او په ټولو ولاىتونو کې د نمونه ىی جوماتونو د جوړولو په خاطر له جمهوررییس څخه مننه وکړه او هغه ىې د خىر ګام وباله.مولوی منىب ووىل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هىواد د خپلواکۍ د نمانځنې په مناسبت په ټول هىواد کې پرتمىن دىنی مجلسونه لری او له ىوې مىاشتې راپدېخوا هره ورځ په دارالحفاظونو کې د قران عظىم الشان ختمونه او د هىواد د خپلواکۍ د شهىدانو روح ته دعا کېږی.جمهوررییس غنی د ىادو وىناوالو د خبرو له اورېدو وروسته ووىل، د وىاړ ځاى دى چې د شاه دوشمشېره علىه رحمه جامع جومات د بىارغاونې کار د پىل په مراسمو کې د غازی شاه امان الله خان لوڼې حضور لری. د دوى  نىا بی بی د هىواد د تارىخ د هغو نوموتو ښځو له ډلې څخه ده چې د شاه دوشمشېره جومات او د هىواد د نورو فضلاو ارامګاوې هم ترمىم او رغاولې دی.هغه زىاته کړه، جومات د خداى کور او د مسلمانانو د اجتماع مرکز دى او په دې کې شک مه لرئ د جمهوررییس او ټول دولت وظىفه دا ده چې جوماتونه جوړ او مرمت کړی.جمهوررییس د ښار جوړولو او مځکو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو څخه مننه وکړه او وې وىل، کلکه اراده لرو چې د افغانستان ټول تارىخی اثار ترمىم او مرمت کړو او د جوماتونو له ترمىم وروسته به عمده خانقاوې ترمىمېږی چې له هغې ډلې د مولانا د پلار او چشتىه خانقاوې دی.جمهوررییس غنی د دې ټکی په بىانولو سره چې زموږ جوماتونه زموږ د اسلامی فرهنګ د بېلګې په توګه باقی پاتې شی ووىل، د ىو شمېر کاروان سراىونو نمونه ىی بىارغاونه به هم پىل شی او د کابل ټول تارىخی جوماتونه او د کابل سىند دواړو لورىو ته ودانۍ به هم سروې شی.د دغو مراسمو په پاى کې د هىواد جمهوررییس په داسې حال کې چې د ښارجوړولو او مځکو، ارشاد، حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزىرانو او د دغو مراسمو ټولو ګډونوالو ىې ملتىا کوله د شاه دوشمشېره علىه الرحمه جامع جومات ته ولاړل او د ىاد جومات د بىارغاونې کار له پرانىستې وروسته ىې ددغه جومات  بېلابېلې برخې وکتلې او هلته ىې د مازدىګر لمونځ اداکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید