روزنامه هیواد

د شاه امان الله خان په دوره کې   اقتصادی لاسته راوړنې

غازی امان الله خان په ۱۹۱۹م کال دبریالی پاڅون په پایله کې نه یوازې دګران افغانستان سیاسی خپلواکی ترلاسه کړه ، بلکې اقتصادی لاسته راوړنې یې هم  درلودې . دهېواد اقتصادی ، صنعتی ، مالی ، ترانسپورتی ، مواصلاتى … اوپراختیایی برخوته یې هم زمینه برابره کړه .دغازی امان الله خان  په مشرۍ ځواکمن او خپلواک دولت داقتصادی  ودې او پرمختیا په موخه له ټولو مخکې په ۱۳۰۱ لمریز کال دافغانستان د (( دولت)) لومړنۍ بودیجه جوړه کړه ، چې له جوړونې ، ترتیب او سمې محاسبې وروسته هغه د وزیرانو شوراپه عالی مجلس کې تصویب شوه. په همدغه کال یې په افغانستان کې دتولید شویومصنوعاتو داستعمال اوپه سرکاری اداروکې دپیرو دلولپاره ځانګړی فرمانونه صادرکړل، ورپسې یې دللمی مځکو دکرنې او محصول لپاره دبازارموندنې  په موخه طرزالعمل جوړ او تطبیق کړ.

دغه راز په سوداګرۍ کې  کارګر یا بزګرته وړاندې د  پیسو ورکو لو اوشخړو دحل لپاره جدا لایحه جوړه اوعملی شوه. دغه ډول ددولت دخزانو، دعمومی بودیجې او د دولتی تعمیراتو په اړه  نظامنامه جوړه او خپره شوه او په همدې اړه دپور(قرضې) مسئله هم په کې ذکر شوې ده . داځکه چې په یادو برخوکې چارې آسانه شی ، قانونی اړخ پیداکړی اوپه دې توګه دفسا دمخه ونیول شی. دیادونې وړده ، چې دکابل ښاردپراختیا او  جوړښت دچارودښه سمون ، دښاریانو دژوندانه دلوړتیا او عصری کېدلواو دښاری چوپړونو دسرته رسولو لپاره  د۱۳۰۳ لمریز کال په وری میاشت کې کابل ښاروالی جوړه شوه او دهغې په سر کې ښاغلى جرنیل امرالدین خان رسماپه کارپیل وکړ.له دې وروسته غازی امان الله خان کندهار ته رسمی سفروکړاو هلته یې دښاری چوپړتیا دسمون په خاطر دتنظیف ادارې اوپه ښارکې دبودیجې دمنځته  راوړلو لپاره  په ۱۳۰۵ لمریز کال کې دکندهار  ښاروالی  تاسیس کړه او غاښلى عبدالرحمن لودین یې دهغې په سرکې وټاکه .. څرنګه چې نوموړی ځینې اصلاحات ترسره کړل او دمرکزی بانک لپاره یې هم یوه اندازه افغانۍ را واستولې چې مرکزیت یې پیاوړى شی ، نو دى یې ډېر ژر دکابل ګمرک درییس په توګه مقرر  کړاودغه ګمرک هم تقویه شو. په همدغه کال دغازی بند د جوړولو کار پاى ته ورسېداوپه کابل کې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه له دغه بند څخه  خړوبه شوه . همدارنګه دکابل ښار دروښانولو لپاره یوبل شرکت جوړشو. په ۱۲۹۸ ل  کال د دولت مالی عواید څلویښت اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ ، دولتی مصارف یودېرش میلیونه افغانۍ او ذخیره شوې پیسې نهه اعشاریه یو میلیون افغانۍ وې. په  دغه ډول د ۱۲۹۹ کال  دولتی عواید پنځه څلوېښت اعشاریه یوولس میلیونه افغانۍ  دولتی  مصارف شپږدېرش اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ او ذخیره شوې پیسې له ۹ اعشاریه ۲ میلیونو څخه  زیاتې وې . د ۱۳۰۳ لمریز کال عایدات پنځه اویا اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ وې، دولتی  لګښتونه اته شپېته اعشاریه یو میلیونه او سپما شوې پیسې اووه اعشاریه نهه میلیونه افغانۍ  وې .د۱۳۰۴ لمریز کال ټول مالی عایدات ۸۴ میلیونه افغانۍ، دولتی مصارف شپېته اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ او سپما شوې پیسې ۲۵ میلیونه افغانۍ وې . د۱۳۰۵ لمریز  کال مالی عایدات دوه اویا اعشاریه څلور میلیونه افغانۍ دولتی مصارف ۵۱ میلیونه او ذخیره شوې پیسې ۲۳ میلیونه افغانۍ وې . همدارنګه د ۱۳۰۶ کال مالی عواید ۸۳ میلیونه، دولتی مصارف ۶۴ میلیونه او سپما شوې پیسې ۱۸   اعشاریه یومیلیون افغانۍ وې .

ددې ترڅنګ  دوخت له غوښتنو سره سم یوه اندازه سره زر (طلا) اولږڅه قیمتی ډبرې او بهرنی اسعارلکه ترکی پیسې روبل او روپۍ هم په مرکزی خزانې کې موجودې وې، نوله دې څخه دا پایله هم په لاس راځی ، چې د دولت مالی عواید  د لګښت په پرتله څو ځله زیات وو اوهېواد داقتصادی ودې پرخوا روان و . ددې په څنګ کې دغازی امان الله خان پرضد کورنۍ توطی اوبهرنۍ دسیسې هم چالانې وې ، خوبیا هم د غازی امان الله خان کارونه د ښه مدیریت او تدبیر له مخې کمرنګه نه شول . په ۱۲۹۹ ل  کال دکابل هوایی ډګر او په ۱۳۰۲ ل  کال کې د دارالامان تاریخی او ښایسته ماڼۍ اودکابل دنوی ښاردجوړولو کارونه پیل شول  چې جرمنی په کې پوره  برخه واخیسته چې انجنیر هارتل یې نقشه جوړه او عملی کړله . د۱۳۰۰ ل  کال په وږی میاشت کې د کابل د ده افغانانو اوپغمان ترمنځ داوبو دنل لیکې دغزولو کار بشپړشو. دولت په هېواد کې د ښې راکړې ورکړې په موخه په ۱۹۲۰ م کال کاغذی پیسې چاپ ،رواج او بازارته وړاندې کړې  . له دې وروسته یې دمقیاساتو ( دتوکو دپنځولو او خرڅلاو پرتلیزقانون په ۱۹۲۲ کال کې جوړ او عملی کړ).: له ۱۹۲۰ کال څخه تر. ۱۹۲۵ کال پورې  دافغانستان د دولت دصادراتو کچه له پنځوسو میلیونو فرانکوڅخه تر یوبیلیون فرانکو پورې لوړه کړاى شوه  دافغانۍ ارزښت په منطقه کې خورا لوړشو،  ځکه تاریخونه پرې بحث او ویاړکوی.

ارضی اصلاحات ! دمځکې داصلاحاتو قانون جوړ او عملی شو او بزګرانوته په  مرکز اوولایتونوکې په وړیاتوګه مځکې ووېشل شوې اوهر چاته دخپلې مځکې فورمه ورکړل شوه . د زراعت په برخه کې اضافه تولید منځته راغى او صادرات هم اوچت شول، دغنمو، وریجو اونورو حبوباتو او لبنیاتو د پروسس او صنعت لپاره کار خانې جوړې شوې اوبهرنی اسعار هم ذخیره شول . دمځکواو  املاکو قانون هم جوړ او عملی شو ، بل پروګرام دروسیې هېواد په مرسته دوسپنې پټلۍ وه چې دسپین بولدک له بندر سره د مرکز دوصل کېدلو په خاطر وه او قرار داد یې هم لاسلیک شو. دغه راز دکابل کندهار دریل سړک سروې شو، خوانګرېزانومخالفت وکړاو پرضد یې مزاحمتونه پیل کړل. دبرېښنا څوکوچنی انستیتوتونه جوړشول ، دغه ډول دڅرمنو، بادوتو،سمنټوو اور لګیتوڅوکوچنیو کارخانو هم عملاتولیدات پیل کړل .د خامونفتو دایستلو په خاطر قرار داد ونه لاسلیک شول او څوبهرنی متخصصین استخدام شول . په ټولنیزو چاروکې یې هم ګامونه اوچت کړل جنسی مالیات یې تر ډېره منع کړل . مګر په ځینو حالاتو کې یې حکومت د څارویو لپاره اذوقه لازمه وبلله . دغه راز د فیوډالی ملکیت دپاى ته رسولواو د کلیو دملکانو له کنترول اوظلم څخه دژغورنې لپاره یې دهغو څارویو چې شمېرل شوی نه دی  دهغو مخکینۍ مالیه یې بنده . کړه، ټول مالیات یې نغدی کړل، بزګران او عام وګړى یې دکلیودملکانوله  ستم او ځورونې څخه وژغورل .

تعلیمی کار: په کابل کې دمالیې دا داراتو دښه تنظیم لپاره داصول دفتر  ښوونځى جوړشو او له تحصیل څخه وروسته به  فارغانو په اداروکې رسمی تقرر ترلاسه کاوه . د تجارت په نامه یوملکی ښوونځى هم پرانیستل شواو ۱۵۰ تنه شاګردان یې درلودل . دهېواد زړې حسابی چارې په یوې نوې مډرنې لارې چارې واوښتل شوې او نوی حسابی کتابونه او فورمې چاپ شوې او په مالیاتی برخوکې دفورموجوړول او خپرول له ۱۹۲۳ کال څخه پیل شول .

په ۱۳۰۰ل کال کې دګمرکونو لپاره نوې نظامنامه جوړه اوعملی شوه، دکار او کارګر لپاره بله لایحه جوړه اوعملی  شوه او دبودیجې جوړولو طرزالعمل عملی شو .

په سیاسی او اقتصادی برخو کې دروسیې او افغانستان ترمنځ د تعرفې لغوه کېدل تصویب شول چې افغانستان له سیاسی او اقتصادی انزوا څخه وژغورل شی . دغه راز په  ۱۹۲۱ م کال کې یې له برېتانوی هند سره تجارتی لایحه هم لاسلیک کړه .دهمدې لایحې داوومې او اتمې مادې له مخې افغانستان په هندوستان کې خپل تولیدات خرڅولاى  شول ، په ۱۳۰۷ ل کال کې یوشمېرتجارتی شرکتونه په مرکز او ولایتونو کې جوړشول لکه :جرمنی شرکت  ،نتویرشرکت دموټر چلولوشرکت ، د دوا دتورید او خرڅولو شرکت ، دافغان ملګرو شرکت، دافغان تشویق شرکت ، افغان اتحاد صنعتی شرکت ، په مزارشریف کې قمر    د   تجارتی توکو شرکت  په کندهارکې د میوې شرکت او دکندهار دمیوې خرڅولو ضیا شرکت ،

په همدى ډول په کندهار او هلمندکې دکاغذ جوړولو شرکت ( کارخانه ) د ټوکرانو کارخانه ، دپشمی ټوکرانو کارخانه ، دکشمیری او بدلو کارخانه، دتازه میوې دساتنې کارخانه ، داوبو اوتېلو دکښلو کارخانې دلبنیاتودپروسس جوړولو کارخانې ( په کندهار او کابل کې ) عملا جوړې شوې . په کابل کې دبرېښنا څراغونه تر ۱۸۵۰۰ پورې زیات شول. په دغه ډول د۱۳۰۷ ل  کال تر وږی میاشتې پورې ۳۷۰ کیلومتره لاره پخه شوه ، له ۱۳۰۲ تر ۱۳۰۷ کال پورې ۴۹۲ کانونه کشف شول .

پیسې :  په ۱۲۹۹ ش کال کې دفلزی پیسو پرځاى کاغذی بانکنوټونه په کابل کې چاپ اوتوزیع شول چې په پښتوژبه وو.لکه پنځه افغانۍ، لس افغانۍ، پنځوس افغانۍ دیوې افغانۍ، نیمې افغانۍ او قیران له نقرې او له هغه څخه چې  کم وو یاربع یا ثلث وو، له مسو، برونزواو المونیم څخه منظور شول اوعملابازار ته  راووتل.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید