روزنامه هیواد

د شاه امان الله خان درناوی په حقیقت کې د هغه د انسانی هڅو درناوی دی

د نړۍ په هېوادونو کې داسې عنعنوی، فرهنګی، دینی او ملی ورځې شته ، چې خلک او حکومتونه یې په ویاړ نمانځی او له هغو څخه د مځکنۍ بشپړتیا، سیاسی خپلواکۍ، ملی حاکمیت، ملی یووالی، ملی ګټو، ملی نوامیسو او د هېوادپالنې د ولولو د ژوندی ساتلو، پیاوړتیا او خوځیدا لپاره ګټه اخلی.

په افغانستان کې هم داسې درنې ویاړلې ورځې شته چې خلک یې راتلو ته هوسېږی او نمانځل یې په ځان ضرور بولی. د نوی کال لومړۍ ورځ، دواړه اخترونه، میلاد النبی، د محرم لسمه او د خپلواکی کلیزه د دې ورځو بېلګې دی.

سږ کال د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده. دریغه چې موږ باید  دا کلیزه په داسې شرایطو کې نمانځلې وای چې هېواد مو د خپلواکۍ د اتل اعلیحضرت غازی امیر امان الله خان، ملکې ثریا، محمود طرزی، ولی محمد خان دروازی، عبدالرحمن لودین، عبدالهادی داوی او زرګونو نورو هېوادپالو له ارمانونو سره سم، په سیاسی، اقتصادی، تعلیمی، هنری او ټولنیزو ډګرونو کې دومره په مخ تللی وای چې نن د نړۍ د  هوسا، بسیا، خوندی او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ولاړ وای!

له بده مرغه چې موږ دا د برم او ویاړ کلیزه په داسې وخت کې نمانځو چې څلوېښت کاله کېږی زموږ هېواد د نړۍ او سیمې د استخباراتو او د هغوی د کورنیو ګوډاګیانو د سترو ګټو او جهالت په اور کې سوځی او هره ورځ لولپه کېږی.

په هر صورت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځنه مو په شاندارو مراسمو او ښه په درز کې و نمانځله؛ ځکه د خپلواکۍ او امان الله خان سل کاله تاریخ، زموږ په هېواد کې د پردیو د فزیکی او فکری یرغل او د خپلواک ژوند، د پرمختګ او شا ته تګ، د فکری بدلانه او فکری انجماد، د تیارې او رڼا او بالاخره د نوی او مدنی ژوند د موافقینو او مخالفینو د پټې او ښکاره جګړې تاریخ هم دی.

اعلیحضرت امیر امان الله خان یو مشروطه غوښتونکى، هېوادپال او د ژورو اصلاحاتو او پرمختګ پلوی پادشاه و. ده غوښتل هغه هېواد د پرمختیا او پراختیا او عصری کېدو په لور بوځی، چې دی یې واکمن و، ده غوښتل ، چې د رسمی مرییتوب د الغا په څنګ کې، ډېر خلک له فکری مرییتوبه وژغوری او له هغوی څخه د یوه متمدن، پرمختللی او مهذب هېواد ښاغلی اوسېدونکی جوړ کاندی، امان الله خان د هېواد بهرنی سیاست د برېتانوی هند د واکمنو له دفترونو څخه د کابل ارګ ته ولېږداوه، هغه له ډېرو هېوادونو سره د متقابل درناوی پر بنسټ خپلواکې اړیکې ټینګې کړې، شاه د سواد زده کړې په کورس کې تباشیر په لاس کې ونیو، ملکې ثریا د کابل په مستوراتو کې د ناروغو مېرمنو په معالجه کې برخه واخیسته، ښوونځی جوړ شول، د لومړی ځل د هېواد د نجونو سترګې په (الف) او (ب) روښانه شوې، اخبارونه چاپ شول، راډیو په کار پیل وکړ، د ارګ کتابتون د څېړونکو په مخ پرانیستل شو، بانکنوټونه چلند ته ولوېدل، په کابل او پغمان او ځینو نورو ځایونو کې د دارالامان او تاج بیګ په شان عصری ودانۍ جوړې شوې، اورګاډى فعال شو، د سترو پروژو په لسګونو تړونونه لاسلیک شول، د دولت اداری تشکیلات منظم شول، د اساسی قانون په ګډون نږدې اتیا نظامنامې نافذې شوې، د محمد زایانو او ملایانو، نسبی او روحانی امیتازات لغوه شول، د هند د خپلواکی غوښتونکو ننګه وشوه او داسې په سلګونو نور خپلواک پرمختیایی ګامونه، چې که ټول سرته رسېدلی وای، نن به افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې په هسکه غاړه ولاړه واى؛ خو ارمان چې انګرېزانو د آسیا په زړه کې داسې انقلابی اقدامات نه شوای زغملی؛ ځکه یې د تورې کورنۍ ارتجاع په مرسته په هغه هېوادپال پادشاه پسې ناوړه تبلېغات پیل کړل او هغه یې د هېواد پرېښودو ته اړ ایست!چې خبره لنډه کړو د هېواد د خپلواکی د سلمې کلیزې نمانځل، د افغان دولت او خلکو له اصلی دندو څخه شمېرل کېږی. موږ باید د هغو زرګونو شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو لپاره مبارزه وکړو  چې د هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ له پاره یې ګور ته وړی.د اعلیحضرت امان الله خان درناوى په حقیقت کې د هغه د انسانی هڅو درناوی دی ،چې د دې هېواد د هر نارینه او ښځینه د نېکمرغۍ لپاره شوی، هغه هڅې چې باید کلونه کلونه دوام ومومی، تر څو چې رڼا په تیاره بریالۍ شی او د نوی، مدنی، مهذب او پرمختللی ژوند کاروان، په خوندی توګه په مخ وخوځېږی او د ګران افغانستان خلک د کرارۍ، هوساینې او بسیاینې احساس وکړی.

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره او مبارکه وی!

احسان آرینزى

ممکن است شما دوست داشته باشید