روزنامه هیواد

د شانګهای سازمان باید خپلې ژمنې عملی کړی

د سیمه ییزې همکارۍ سازمان یا شانګهاى سرمشریزه وړمه ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوه. په‌دې غونډه کې د روسیې، چین، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبرانو ګډون لاره. په دې سرمشریزه کې دافغانستان، بلاروس، ایران او منګولیا استازیو او مشرانو هم ګډون کړى چې د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی دی. دې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب ولسمشر غنی ورغلی و. دې سرمشریزې بیا هم په سیمه کې د امنیت پر موضوع، د ټرورېزم او مخدرو موادو د ستونزې او د مخدرو موادو د قاچاق په وړاندې د ګډې مبارزې پر څرنګوالی خبرې وکړې. دا ګډ خطرونه  ځکه بیا هم په دې سرمشریزه کې تر بحث لاندې ونیول شول، چې د دغه سازمان د موخو په وړاندې خنډ ګرځېدلی او د سازمان ګډې ګټې ګواښی. د شانګهای سازمان د پلان موخه هم سیمه ییزه همکاری او اقتصادی پرمختګ، صنعت او د بشرپالنې لپاره ګډه همکاری ده، چې په دې اړه هم خبرې وشوې. د شانګهای په سرمشریزه کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ایران د ٢٠١۵میلادی کال د اټمی تړون پر موقف هم خبرې وشوې. له سرمشریزې وړاندې د دغه سازمان غړیو ،شل سندونه لاسلیک کړل چې یو یې د تماس ډلې د لارې نقشه ده. افغانستان که څه هم تر اوسه د شانګهای سازمان غړیتوب نه دی تر لاسه کړی، خو د څارونکی په توګه یې په غونډو او  تصامیمو کې برخه اخلی، خو د سیمې همکاری او ګډې ګټې له سوله ییز او باثباته افغانستان پرته نه شی تر لاسه کېدای، له همدې امله په افغانستان کې د پردۍ جګړې مخنیوی او د دښمنو د ګټو لپاره د همدې جګړې په دوام کې د مخدرو موادو کښت او قاچاق د شانګهای سازمان موخې ګواښی او په دغه راز حالت کې هغوی خپلو موخو ته ،چې ګډه همکاری او د اقتصادی ګټو پراختیا ده، رسېدای نشی! د سازمان د سرمشریزې له اجندا سره سم ولسمشر محمد اشرف غنی هغه ستونزې یادې کړې، چې سیمه ننګوی او په دې غونډه کې هم پرې بحث وشو، ولسمشر غنی دې سرمشریزې ته په وینا کې وویل، ترهګری، جګړه او مخدر توکی نه یوازې افغانستان، بلکې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره هم ګواښ دی، خو له نېکه مرغه افغان ځواکونو د مخدرو توکو ګڼې فابریکې له منځه وړې دی او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ښکېل دی، چې په دې برخه کې یوازې او یوازې افغانان قربانی ورکوی. خو لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د تحقق او د سیمې د اقتصادی پرمختګ لپاره ستر جغرافیایی اهمیت لری. په تېرو څو کلونو کې افغانستان له ترکمنستان او د مرکزی اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادی اړیکې تجربه کړې دی، دغو هېوادونو له همدې امله په اقتصادی ډګر کې ګڼې لاسته راوړنې  لرلې دی، نو دا هېوادونه اوس خپله بقا او اقتصادی بسیاینه د افغانستان په سوله او ثبات کې وینی. همدا رنګه جنوبی اسیا هم د افغانستان له سولې اوثبات پرته، ښه ورځ نشی لیدای، دا اوس د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو ته ښه په ثبوت هم رسېدلې ده، افغان حکومت بیا د سیمې د ثبات، پرمختګ او اقتصادی ودې لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړی، یوازې او یوازې د سیمې همکارۍ ته اړتیا لری او په دې برخه کې افغانان له سیمې نور څه نه غواړی، بلکې د ګډو ګټو د دښمن له منځه وړل غواړی او د دې لپاره د ګډې مبارزې غوښتنه کوی. البته په افغانستان کې د سولې لپاره د بین الافغانی خبرو د پیل د ملاتړ له امله د سیمې د هېوادونو د ملاتړ مننه کوی، خو په عمل کې په افغانستان کې د سولې لپاره د هغوى مخلصانه او صادقانه مرسته غواړی، د دې لپاره لومړی له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه ده، له بده مرغه، چې په سیمه کې یو شمېر هېوادونه د ځان د ګټو لپاه په افغانستان کې جګړه پالی او د سیمې د اقتصادی پرمختګ او ګډې همکارۍ لپاره دغه ستر جغرافیایی ځای ګواښی ،چې ورسره سم د سیمې ګډې ګټې هم ګواښل کېږی! د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په افغانستان کې جګړه روانه ده او دې جګړې لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، د مخدرو موادو کښت او قاچاق ته هم لارې پرانیستې دی. په دغه راز حالت کې د شانګهای سازمان غونډې کوی او د ګډې همکارۍ په مخ کې خنډونه را سپړی، نو د سیمه ییزې همکارۍ  په مخ کې همدا دوه خنډونه مالوم دی او هغه لوری هم اوس رسوا شوی، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره ترهګری پالی او د مخدرو موادو پر کښت او قاچاق  پانګونه کوی. دا نه یوازې د افغانستان ستونزه ده، بلکې د سیمې او نړۍ ستونزه هم ده، کله چې افغانستان د دې سیمې په مرکز کې د جنوب او شمال ترمنځ د تقاطع رول لرلی شی او افغان حکومت د دې لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړی، نو باید له دغو فرصتونو ګټه پورته شی او د دې لپاره د هغو ستونزو مخنیوی وشی، چې افغانستان یې بې ثباته کړی دی، شانهګای سازمان هم د افغانستان له امنیت او ثبات پرته خپلو موخو ته رسېدای نشی. البته د دې لپاره د شانګهای سازمان د همکارۍ د نولسمې سرمشریزې د غونډې اجندا ستایو، چې په هغې کې یې په افغانستان کې د سولې لپاره پلان را مخې ته کړ، خو له عمل پرته دا ګډې ستونزې حل کېدای نشی، له همدې امله د شانګهای سازمان له مشرتابه او ټولو هېوادونو غواړو، چې د سیمه ییزې همکارۍ د تحقق لپاه خپلې ژمنې عملی کړی او د سیمې د اتصال او اقتصادی پرمختګ لپاه د افغانستان له اهمیته پوره ګټه پورته کړی!

هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید