روزنامه هیواد

د شاتوت بند په جوړېدو سره به د کابل ښاریانو د اوبو ستونزې لرې شی

 یوې هندی کمپنۍ  دللندر د شاتوت د برېښنا بند د جوړولو لپاره خپله لېواتیا ښودلې ده. د اوبو او  برېښنا وزیر د وزیرانو شورا د اقتصادی کمېټې په هغې غونډې کې چې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یې مشری کوله، دغه معلومات وړاندې کړل.

 هندی کمپنۍ چمتوده ، چې د للندر بند جوړکړی او په نږدې راتلونکې کې به له یادې کمپنۍ سره په کابل کې هوکړه لیک لاسلیک شی.د اوبو او برېښنا وزارت د رپوت له مخې دغه بند به د کابل ښار ۲، ۲ میلیونو وګړو ته دڅښاک اوبه برابرې کړى او همداسې ۲۰۰ هکتاره کرنیزه مځکه به خړوبه کړاى شی او سربېره پردې به پنځه میګاواټه برېښنا هم تولید کړی.  ددغه وزارت د رپوټ له مخې دغه بند به د ۲۳۶ میلیونو ډالرو په لګښت د پنځو کلونو په اوږدوکې بشپړ اوګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.

د هېواد ورځپاڼې خبریال د للندر د شاتوت  بند داقتصادی ارزښت په اړه د افغانستان دعلومو اکاډمۍ اقتصاد انستیتوت له غړی ښاغلی دوکتور محمد حکیم حیدر سره مرکه کړې ، چې خپرېږی.

 پوښتنه: د للندر بند جوړول ، دکابل ښاریانو د برېښنا اړتیا ترکومه بریده پوره کولى شی؟

ځواب: د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو له کبله د هېواد ټولو عامه بنسټونو او تاسیساتو ته تاوان رسېدلى اویا له منځه تللی دی. داچې د افغانستان دولت د اقتصادی بنسټو،نو دجوړولو او رغولو لپاره تصمیم لری اوپه تېره بیا د اوبو د مهارولو او ترې په سمه توګه ګټې پورته کولو ته ډېره پاملرنه لری، نو دا د پرځان بسیاینې لپاره یو ارزښتناک ګام دى. د شاتوت بند جوړول کولى شی د کابل ښاریانو اړتیا د اوبو او برېښنا له پلوه ترډېره پورې حل کړی .

موږ هیله لرو داسې ورځ را ورسېږی چې بند بشپړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شی. موږ نور بندونه هم لرو، لکه د سلما بند ، د هلمند، دکجکی او په نورو ځایونو کې هم پرسیندونو د اوبو او برېښنا بندونه جوړ شوی، خو د جګړې اوناامنیو له امله موږ پردې ونه توانېدو چې سمه ګټه ترې پورته کړو. یو له دغو سیندونو له کابل څخه تر ننگرهار او ترپښتونخوا پورې بهېږی او بیا پاکستان ته ور داخلېږی. دغه اوبه خوشې ضایع کېږی ، که چېرې له ننګرهار څخه د پښتونخوا ترپولې د اوبو بندونه جوړ شوی واى اوس به مو انتقالی برېښنا ته اړتیا نه درلود. د دولت اوسنی اقدامات د اوبو د مهارولو او د بندونو د جوړولو په اړه هیله بخښونکی دی.

 ده زیاته کړه: د شاتوت په سیمه کې هم سېند شتون لری. پخوا هم دغې سیمې ته د دولت استازی تللی وو، چې د یاد سېند له اوبو څخه د کرنې او برېښنا په برخوکې ګټه پورته کړاى شی ، په دې برخه کې د دولت استازو خپله ارزونه کړې وه،شمېرنې او ارقام هم راټول شوی وو. د للندر بند جوړول نه یوازې پرکابل او دکابل پر اوسېدونکو مثبته اغېزه ښیندلى شی، بلکې په غیرمستقیمه توګه پرنورو ولایتونو هم خپله اقتصادی اغېزه کولاى شی. دبېلګې په توګه که د شاتوت بند اوبه ښې مدیریت شی، په زرګونو جریبه مځکه خړوبولى شی او د برېښنا تاسیسات ددغه بند پر غاړه جوړېدلى او زموږ اړتیا دګاونډیو هېوادونو انتقالی برېښنا ته کمولى شی. سربېره پردې ، چې موږ په خپل هېواد کې د برېښنا د بندونو دجوړولو لپاره بهاند سېندونه لرو، خو د اوبو د ناسم مدیریت له امله له ګاونډیو هېوادونو انتقالی برېښنا واردوو موږ کولاى شو چې له خپلو اوبو ګټه پورته کړو. په هر هېواد کې برېښنا ارزښتناک اوکلیدی رول لری. د برېښنا د بندونو په جوړولو او د په زیاتولو سره کولى شو د خپل هېواد درېدلې فابریکې فعالې کړو او هغه فعالې فابریکې چې په ۲۴ ساعتونو کې ۶یا ۸ ساعته برېښنا لری  ۲۴ ساعتونو ته یې لوړه کړو.

دفابریکو په فعالېدلو سره د استخدام کچه لوړېدلى شی او زموږ وزګارو هېوادوالو ته په بېلابېلو تولیدی برخو کې د کار زمینه برابرېږی. کله چې په یوه ټولنه کې خلکو ته په فابریکو کې د کارزمینه برابرېږی د تولیداتو کچه هم زیاتېږی او دکورنیو تولیداتو په لوړېدو سره له بهرنیو هېوادونو څخه د وارداتو مخه نیولى کېږی، نو ویلى شو چې له اوبو څخه د کرنې په غښتلی کولو او له برېښنا څخه د فابریکو په فعالولو او د تولید په لوړولو کې ګټه اخیستى شو. دغه راز د څښاک له اوبو څخه هم ګټه پورته کولاى شو.  برېښنا ده چې فابریکې په حرکت راولی ، د کار موندنې زمینه په لوړه کچه برابر وی او ورسره تولیدات لوړ وی، نو د للندر د شاتوت بند د جوړولو لپاره د هند لېوالتیا غوره بولم، هند د تېرو ۱۷ کلونو په اوږدوکې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او تر همدا اوسه پورې خپلو مرستو ته دوام ورکوی. د هند موخه داده چې د افغانستان دولت اوخلک پر خپلو پښو ودرېږی او له خپلو طبیعی زېرمو او بشری ځواک څخه خپله ګټه پورته کړی. دا بهیر کولى شی زموږ د هېواد په اقتصادی پرمختګ او پراختیا کې هم مهم رول  ولوبوی.

پوښتنه: کابل ښاریان د څښاک لپاره د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی، نو د شاتوت د اوبو بند څومره کولاى شی د اوبو دغه کمښت پوره کړی؟

 ځواب: په کابل کې د وګړو زیاتوالى او تراکم نه یوازې د اوبو د کمښت ستونزې را ولاړې کړی ،بلکې نورې ستونزې یې هم دچاپېریال د ککړتیا په برخه کې را برسېره کړی دی. ده زیاته کړه : له نورو  ولایتونو څخه د کابل ښار امنیت ښه دى، خلک هم په دغه ښارکې را غونډشوی ، ورسره د اوبو د مصرف کچه هم ډېره لوړه شوې او هېوادوال د اوبو د کمښت شاهدان دی. په همدې څو ورځو کې یوه شمېره خپره شوه چې په کابل کې له اوبو څخه د گټې اخیستنې بهیر له خپل عادى حالت څخه وتلى دى.  ډېرخلک د خپلو تشنابونو فضله مواد د څاګانو په څلورو خواوو کې ځاى ځاى کوی. که د کابل اوبه ښې مدیریت او اداره نه شی لویه ستونزه رامنځ ته کېداى شی.  زه ویلى شم ، چې د شاتوت د برېښنابند نه یوازې د برېښنا او کرنې لپاره اوبه برابرولى شی، بلکې د کابلیانو لپاره د څښاک اوبه هم برابرولاى شی.  موږ باید د اوبو د تصفیه کولو مرکزونه جوړ کړو اوهمداسې په کورونو کې هم دغه کار ته دوام ورکړو. موږ د برېښنا په زیاتوالی سره چې له یاد بند څخه به تولید شی، خپلې اوبه هم تصفیه کولى شو. د شاتوت بند اوبه صحی نه دی، خو دولت او خصوصی سکتور له برېښنا څخه په گټې اخیستو سره کولاى شی دغه اوبه تصفیه کړی. 

محبوب_ هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید