روزنامه هیواد

د سېلابونو له وېرې ګڼو ایرانیانو کلی پرېښی

د ایران حکومت په خوزستان ولایت کې د سېلابونو د خطر له کبله د۷۰ کلیو د خالی کولو لارښوونه کړې ده. ویل شوی چې دغه کلی د دیز او کرخه سېندونو ته نږدې پراته دی. د ایران په بېلا بېلو ایالتونو کې په تېرو دوو اوونیو کې سېلابونو ۴۷ انسانان وژلی. حکومت په ډېرو هغو ایالتونو کې چې د سېلاب له گواښ سره مخامخ دی، بېړنۍ حالت اعلان کړى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید