روزنامه هیواد

د سیګار د وروستی راپور په اړه د دفاع وزارت غبرګون

د افغانستان ددفاع وزارت پر افغان خاوره د افغان حکومت د واک د راکمېدو په اړه د سیګار راپور ردوی، خو دا منی چې په وروستیو درېو میاشتو کې د جګړې دواړو غاړو ته تلفات ډېر شوی دی.ددفاع وزارت وایی، د ټولو ولایتونو ښارونه او اکثره ولسوالۍ له افغان حکومت سره دی چې د هېواد له ۸۵ سلنې ډېره برخه جوړوی.د یاد وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د سیګار د وروستی راپور په غبرګون کې آزادۍ راډیو ته ویلی: سره له دې چې د ګواښونو کچه لوړه شوې، خو افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې پرمختګ کړى دى.نوموړی وویل:(( په بېلابېلو ولایتونو کې د دښمن د زندانونو او فابریکو له منځه وړل، د دوى د ماین جوړولو ځایونه او د مورچلو تخریب د دې ښکارندویی کوی چې موږ د دښمن پر وړاندې ډېرې لاسته راوړنې لرو او جغرافیه مو پراخه شوې ده، موږ سیګار ته وایو چې حساب په افاقی نه، بلکې په اساسی او واقعی شکل وړاندې کړئ.))خو نوموړى په دې وروستیو کې په بېلابېلو عملیاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د تلفاتو ‌ډېرېدل تاییدوی.دى وایی: د افغان ځواکونو تلفات په سلو کې (( یو )) زیات شوی، خو د افغان حکومت مخالفینیو ته درانه تلفات اوښتی دی.د ښاغلی رادمنش په خبره، د وارسا، بروکسل، کابل، اندونیزیا او سعودی عربستان له کامیابو غونډو وروسته چې پکې د افغان حکومت ملاتړ او پر سولې ټینګار وشو، د سیمې استخباراتو د جګړې د پراخولو لپاره خپل فعالیتونه زیات کړی دی.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو پر زیاتوالی اندېښنه ښودلې ده.سیګار ویلی: په افغانستان کې د مخالفینو پراخ خوځښتونه د دې لا مل شوی چې افغان حکومت یوه سلنه نوره خاوره هم له لاسه ورکړی او واک یې تر ۵۸ اعشاریه پنځه سلنې پورې محدود شی.په ورته وخت کې د پوځی چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایی چې دا ډول راپورونه د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کوی او په کار ده چې پر ځاى یې د ستونزو هواری ته پام واړول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید