روزنامه هیواد

د سینې د سرطان د پوهاوی میاشت

د اکتوبر میاشت هر کال د سینې د سرطان د پوهاوی میاشت ده، هغه ناروغی چې په مېرمنو کې تر ټولو پراخ ډول سرطان دی او هر کال په نړۍ کې څه دپاسه دوه میلیونه ښځې پرې اخته کېږی.

سره له دې چې د سینې د سرطان په درملنې کې د پام وړ پرمختگونه رامنځ ته شوی، خو بیا هم دغه ناروغی په سرطان د اخته مېرمنو د مړینو عمده عامل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی، چې یواځې په ٢٠١٨ م کال کې لږ تر لږه ۶۲۷ زره ښځې د سینې په سرطان د اخته کېدو له امله مړې شوې دی.

د سینې په سرطان په اخته کېدو کې یو لړ عوامل شامل دی، چې دلته تر ټولو مهمو لاملونو ته یې اشاره کوو.

عمر: د عمر په زیاتېدو سره د سینې په سرطان د اخته کېدو خطر زیاتېږی. د امریکا د متحدو ایالتونو د سرطان د انجمن د شمېرو له مخې، د سینې سرطان ٨٢ سلنه په هغو ښځو کې تشخیص کېږی ،چې عمر یې له ۵٠ کلونو اوچت وی او د عمر په زیاتېدو سره دغه شمېره هم لوړیږی.

په وخت او سمدستی تشخیص او د سینو منظم معاینه کول په ځانگړې توگه مموگرام او التراساوند، ددغې وژونکې ناروغۍ څخه د ښځو د ژغورنې اساسی رکن گڼل شوی دی. ډاکتران سپارښتنه کوی ،چې له ۵٠ کلونو د زیات عمر لرونکې ټولې ښځې باید په هرو دوو کلونو کې یو ځل د مموگرام یا د تیو ایکسری وکړی. له ۵٠ کلونو ځوانې مېرمنې په ځانگړې توگه هغه کسان چې د روغتیایی سابقې، کورنۍ تاریخچې او نورو عواملو له مخې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دی، باید له ۴٠ کلنۍ څخه هر کال یا لږ تر لږه په هرو دوو کلونو کې ځان معاینه کړی.

جنس: مېرمنې په پراخه توگه د سینې د سرطان قربانیانې دی. د امریکا د سرطان ټولنې د شمېرو له مخې له  هرو اتو ښځو څخه یوه ښځه د سینې په سرطان اخته کېږی، په داسې حال کې ،چې له هرو ۸۸۳ نارینه وو څخه یو یې په دې ناروغۍ اخته کېږی. په دې خاطر ښځو ته په ځانگړې توگه ټینگار کېږی ،چې د امیدوارۍ له عمر وروسته د سینې د سرطان معاینې وکړی.

نژاد: د سپین پوستو ښځو په پرتله تورپوستې ښځې زیاتې د سینې د سرطان قربانی کېږی. د امریکا په متحدو ایالتونو کې رسمی شمېرې ښیی ،چې له ٢٠١٣ تر ٢٠١٧ کلونو د سینې د سرطان له امله د تور پوستو ښځو مړینې د سپین پوستو ښځو په پرتله ۴٠ سلنه زیاتې وې.

وراثت: څېړنو ښودلې ،چې د سینې د سرطان له ۵ تر ١٠ پورې پېښې په کورنۍ تاریخچې پورې اړلرې. په دې خاطر هغو ته چې په کورنۍ کې یې د سینې په سرطان اخته کسان وو سپارښتنه کېږی ،چې له نورو څخه زیاته پاملرنه وکړی او حتی په ځوانۍ کې هم د سینې د سرطان د څارنې لپاره معاینات وکړی.

سربېره پر دې د ژوند په بڼه کې یو لړ بدلونونه هم په دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر راټېټوی. سالمه تغذیه، سپورت او فزیکی فعالیت، د الکولو او سگرېټو له استعمال نه پرهیز او د چاغېدو مخنیوى او په سالمه کچه د بدن د وزن کنترول، ماشومانو ته له تیو شیدې ورکول د سینې په سرطان د اخته کېدو د مخنیوی عمده لارې چارې گڼل شوې دی. څېړنو ښودلې ، چې د سالمې غذا خوړل نه یواځې د سینې پر سرطان د اخته کېدو مخنیوی کوی ،بلکې د یو شمېر نورو سرطانونو، د شکرې په ناروغۍ، قلبی ناروغیو او مغزی سکتې د اخته کېدو خطر هم راکموی.

ممکن است شما دوست داشته باشید