روزنامه هیواد

د سیمه ییزو ملېشو پر ځاى دې د کورنیو ځواکونو پیاوړتیا او تمرکز ته پام وشی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل له ګنګوسو وروسته، تېره اوونۍ د امریکا وال سټریټ ژورنال د یوه راپور په خپرولو سره وویل ، چې په دوحه کې طالب او امریکایی چارواکو د سولې په اړه مخامخ خبرې کړې دی. په دې هکله که څه هم تر دې دمه طالبانو کومه رسمی اعلامیه نه ده خپره کړې؛ خو د یو شمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغه خبرې طالبانو ته د نږدې سرچینو له لوری تائید شوې دی.

په همدې حال کې د رویټرز خبری آژانس د راپور له مخې، طالب چارواکو ویلی چې دغه خبرې د دې ډلې د مشرتابه شورا په هوکړه ترسره شوې دی او دواړو لورو په هغو وړاندیزونو بحث کړى چې له مخې یې طالبانو ته اجازه ورکوی، چې د افغانستان په دوو ولایتونو کې پرته له دې چې پرې حملې وشی، په آزادانه توګه، تګ راتګ وکړی.

دغه پلان که څه هم له وړاندې افغان ولسمشر اشرف غنی رد کړى ؛ خو تازه د هغې طرحې په اړه هم راپورونه خپاره شوی چې افغان دولت او امریکا غواړی، د هېواد له کم مېشتو سیمو څخه د ملی اردو ځواکونه وباسی او پر ځاى یې په همغو سیمو کې ((د محلی اردو))په نوم، په هره سیمه کې د هغې سیمې خلک مسلح کړی او د امنیت ساتلو په برخه کې ترې کار واخلی.

د افغان طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ مخامخ خبرې، طالبانو ته د امتیازاتو د ورکړې ګنګوسې، په بل اړخ کې له کم مېشتو سیمو څخه د ملی اردو وتل او د محلی اردو په ، ځایی خلکو ته د خپلو سیمو د امنیت ساتلو په پلمه وسلې ورکول، هغه موضوعات دی چې دلته مو بحث پرې کړى دى.

د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې:

ډونالډ ټرمپ، له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې اختلاف نظر درلود؛ خو له ولسمشر کېدو سره یې له اته میاشتې ځنډ وروسته، د خپل هېواد د تېرو ولسمشرانو تګلاره خپله کړه او د افغان جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ؛له دې سره د یو کال په تېرېدو، ډونالډ ټرمپ دا هم درک کړل چې د جګړې تګلاره یې اغېزناکه نه ده او له طالبانو سره باید د خبرو لار غوره کړی.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په برخه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د پام وړ هلې ځلې وکړې؛ خو طالبانو له افغان حکومت سره نه، بلکې تل یې له امریکا سره نېغ په نېغه خبرې غوښتې. امریکا که څه هم، تر تېرې میاشتې د طالبانو دغې غوښتنې ته منفی ځواب درلود؛ خو تېره اوونۍ د امریکا وال سټریټ ژورنال په راپور کې ویلی وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز د  لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ د قطر په پلازمینې دوحه کې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې کړې دی.

د دې کتنې په اړه تر دې دمه څرګنده نه ده، چې د طالب استازو او امریکایی چارواکو ترمنځ پر کومو موضوعاتو خبرې شوی یا هم یو بل ته څه وعدې ورکړل شوی ؛ خو رویټرز خبری آژانس د یوه طالب چارواکی له خولې ویلی، غونډه په دوستانه فضا کې ترسره شوه، ډېر مثبت پیغامونه یې درلودل او دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې د خبرو له لارې د روانې کشالې د حل په موخه به راتلونکې میاشت په قطر، ترکیه او یا هم عربستان کې بیا مخامخ خبرې ولری.

په ټوله کې د سولې په اړه د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې د افغان جګړې دپاى ته رسولولپاره خورا هیله بښوونکې دی؛ خو په دغو خبرو کې د امریکا صداقت او پر خپلو ژمنو یې عمل مهم ټکی دی.

د سیمه‌ییز اردو طرحه:

له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې ویل کېږی، امریکا افغان حکومت ته ویلی ، چې خپل امنیتی ځواکونه د هېواد له کم مېشتو سیمو څخه را وباسی. د افغانستان دملی دفاع وزارت دا خبره منی؛ خو وایی چې دا د امریکا طرحه نه، بلکې زموږ خپله طرحه ده او یوازې د امریکا ولسمشر تائید کړه. د دفاع وزارت دغه راز وایی چې د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه چې ګڼ مېشتې نه دی، غواړی د ملی اردو ځواکونه وباسی او پر ځای یې د ((محلی اردو)) په نامه نوى سیمه ییز پوځی ځواک ځای پر ځای کړی.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، محلی اردو به د پخوانیو سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو په شان نه وی. دوی وایی چې په دغه ځواک کې به زیاتره د دفاع وزارت
(( پخوانی سرتېری او افسران )) جذبېږی او د ملی اردو تر قوماندې لاندې به خپل فعالیتونه کوی.

په افغانستان کې د محلی اردو مسئله که څه هم تازه د امریکا او طالبانو له خبرو سره راپورته شوې، خو د دې طرحې په اړه آن د تېر ۲۰۱۷م کال د سپټمبر په میاشت کې د رویټرز خبری آژانس د راپور پر بنسټ، د هند په پلازمېنه نوی ډهلی کې د امریکایی او افغان چارواکو بحثونه شوی وو، ځکه هند هم ورته پوځی ځواک لری چې له نورو ځواکونو څخه یې یوه اندازه مسوولیتونه را کم کړی او داسې انګېرل کېږی چې د ټرمپ د پوځی تګلارې یوه برخه ده. په افغانستان کې د محلی ملېشو تجربه، هغه که په هر نوم او بڼه وی، یوه ناکامه او بدنامه تجربه ګڼل کېږی. د امریکا او افغان حکومت له لوری په هېواد کې د امنیت دټینګښت په موخه د محلی اردو په نوم نوی سیمه ییز وسله وال ځواک رامنځته کول، د سیمه ییزو پولیسو د تجربې بیا ځلې تکرار دى. ښه داده چې د سیمه ییزو وسله والو ملېشو د رامنځته کولو په ځای د افغانستان امنیتی ځواکونه تقویه کړی، ویې روزی او په عصری وسلو یې سمبال کړی.

د افغان جګړې او سولې راتلوونکى: سوله؛ په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې تر بل هر وخت ګرمې وې، خو په دغو خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور او له امریکا سره پر مخامخ خبرو د طالبانو ټینګار، هغه څه وو، چې روانه پروسه یې له بن‌بست سره مخ کړې وه.

امریکا که څه هم ډېره هڅه وکړه چې طالبان له هرې ممکنې لارې مات کړی او له افغان حکومت سره یې خبرو ته کښېنوی، خو دې چارې بیا برعکس طالبانو ته زمینه برابر کړه چې په سیمه کې د امریکا له رقیبانو سره اړیکی جوړې کړې او د هغه یوازینی هېواد له انحصاره تر یوې اندازې ځانونه وباسی چې د امریکا د فشار له امله به یې تل پر طالبانو بېلابېل فشارونه واردول. د جګړې له اوږدوالی ورهاخوا په سیمه کې له روسیې، ایران او چین سره د طالبانو اړیکې جوړول، تر ډېره هغه اړخ و چې امریکا یې بالاخره له دغې ډلې سره د سولې په اړه مخامخ خبرو ته اماده کړه، خو له دې ټولو سره سره داسې انګېرل کېږی چې اوس مهال امریکا هڅه کوی ، چې طالبان په هرې ممکنې لارې د سولې خبرو ته حاضر کړی، غواړی د خپلو سرتېرو د ویستلو مهال وېش هم ورسره معلوم کړی؛ خو اصلی سناریو داده، چې امریکا غواړی په همدې موده کې د افغانستان سیاسی او امنیتی وضعیت دومره کړکېچن او ماتېدونکى کړی، چې خپله افغانان یې د پاتې کېدو غوښتونکی شی.

جګړه؛ په افغانستان کې له لرې پرتو سیمو څخه د افغان امنیتی ځواکونو را ویستل او یوازې پر ښارونو د تمرکز زیاتوالى، د افغان جګړې په تګلاره کې نوى بدلون دى. د دې تګلارې له مخې به د ملی اردو تر کنټرول لاندې سیمو کې ، د امنیت ساتلو په موخه د هماغې سیمې اوسېدونکی مسلح کړاى شی.

د همدې تګلارې په اړه لاندې څو ټکی د بحث وړ دی:

  • د افغانستان زیاتره ښارونه په جبه جګړو کې ښکېل نه دی چې د اړتیا له مخې دې ملی اردو هلته ځای پر ځای شی او شپه او ورځ دې له مخالفینو سره مخامخ جګړه وکړی؛ بلکې په ښارونو کې د استخباراتی کمزورتیا له کبله، ډېر مهال خونړی بریدونه او چاودنې کېږی. د دغو چاودنو د مخنیوی لپاره قوی استخباراتی پلان او عمل ته اړتیا ده چې ښایی تر یوې اندازې د دا ډول بریدونو مخه ونیول شی.
  • ښارونو ته د ملی اردو راوستل ښایی د جنایی پېښو او جرمونو په کمښت کې مثبت تمام شی؛ خو په بل اړخ کې دا احتمال هم ډېر دى چې وسله وال مخالفین به له دې وروسته په ښارونو خپله پاملرنه زیاته کړی او هڅه به یې دا وی چې پر ښارونو تهاجمی حملې وکړی. دغه راز وسله وال مخالفین به د هېواد په لرې پرتو سیمو کې له محلی اردو سره د جګړو پر مهال، د افغان او امریکایی ځواکونو له هوایی بمباریو سره مخ کېږی، چې د تېرو کلونو په شان به تر ډېره په دغو بمباریو کې ملکی افغانان قربانی کېږی.
  • د محلی اردو په نامه نوی ځواک، پرته له ملېشه جوړونې او د تېرو تجربو له تکراره بل څه نه شو ګڼلى. د ځایی ملېشو قوی کېدل به په خلکو کې د قومی او کورنیو شخړو او مخالفتونو د رامنځته کېدو لامل شی او دا هم لرې نه ده چې په راتلونکی کې به همدا ملېشې په مافیایی کړیو بدلې شی او افغان دولت ته به، یو بل ستر سرخوږی جوړکړی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

ممکن است شما دوست داشته باشید