روزنامه هیواد

د سویلی سالنګ ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پروان د سالنګونو ریاست، سویلی سالنګ او تونلونو د ۲۲۰ کیلو ولټه او ۲۰ کیلو ولټه وېشنې شبکې سب سټېشن د لېندۍ په ۲۸ مه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې سب سټېشن د پرانیستنې په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناو په چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی پروفیسور محمد همایون قیومی، دولتی چارواکو، د پروان والی، د ملی شورا  یو شمېر غړو، د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوی او د سیمې خلکو ګډون درلود.د یادو پروژو وړتیا ۸ مېګاواټه امپیر ده، چې د شاوخوا درېیو کلونو په موده کې، د ۲۰۱۷ م کال اپریل له میاشتې د ۲۰۲۰ م کال تر جنورۍ میاشتې بشپړه شی او په دې کې د ۸ مېګاواټه امپیر وړتیا په لرلو سره د یوه  سب سټېشن جوړول او د منځنی ولتاژ ۲۰ کیلو ولټه په لرلو شبکه، شامل دی. له دې څخه به د سالنګونو ریاست په روښانولو او تونلونو کې د هوا بدلېدو لپاره کار واخیستل شی.د مالیې وزارت سرپرست ښاغلی قیومی، د دې پروژې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: (( د افغان حکومت یوه پالیسی داده، چې له نړیوالو معیارونو سره برابره د برېښنا یوه ملی شبکه ولری، نه یوازې دا چې د انرژۍ له پلوه ځان بسیاینې ته ورسېږو، بلکه د انرژۍ د لېږد د دهلېز په توګه، د منځنۍ آسیا برېښنا سویلی آسیا ته ولېږدوو.))  نوموړی زیاته کړه: افغان حکومت په دې برخه کې ستر ګامونه پورته کړی او زه ډېر خوشحاله یم، چې د سویلی سالنګ سب سټېشن پرانیزم، دغه شبکه ۲۲۰ کیلو ولټه ده، چې د امریکا متحده ایالتونو پراختیایی ادارې له لوری د ۲۰ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت تمویلېږی.))د افغانستان برېښنا شرکت لوی رییس ښاغلی امان الله غالب، وویل: (( برېښنا د نننۍ ټولنې لازمی اړتیا ده او د افغانستان برېښنا شرکت مصصم دی، چې ترخپله حده او توانه پورې دغه اړتیا پوره کړی، د سالنګونو روښانه کول د مسافرینو لپاره چې له دواړو لوریو تګ راتګ لری ډېر اړین دی او د برېښنا انرژۍ پرمټ هغه ګازونه چې د موټرونو له کبله تولید شوی،پاک او تصفیه کېږی.)) د یادولو وړده، چې د سویلی سالنګ د سب سټېشن جوړولو چارې ۳ کاله وړاندې د ۲۰ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت پیل شوې وې. دغه پروژه د امریکا متحده ایالتونو پراختیایی ادراې (USAID) په مرسته تمویلېږی او د دې سب سټېشن د جوړولو چارې د USLUEL-OMRAN JV شرکت پر غاړه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید