روزنامه هیواد

د سولې په مخ کې خنډونه او ستونزې څه دی؟

تمیم

سره له دې، چې د سولې لپاره ملی او نړیواله اجماع رامنځته شوې او افغان حکومت د سولې لپاره پوره تیاری نیولی، خو بیا هم له طالبانو سره د سولې خبرې نه دی پیل شوې او لا هم د هغوی او نورو ترهګریزو بریدونو دوام له امله د بېوزلی افغان ولس وینې بهېږی؟!

ډېر دا وایی، چې ګنې د مصالحې عالی شورا چې نوې د سولې راوستو لپاره د دولت په تشکیل کې ایجاد شوې، د سولې لپاره تر اوسه هېڅ ګام نه دی پورته کړی، نیوکې دا هم دی، چې ګنې د مصالحې عالی شورا د افغان حکومت د سیاسی جوړجاړی زېږنده ده او په اصل کې یې چارې د طالبانو ضد یوه ګوند مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارل شوې دی، نو د دوی په وینا دا خپله له طالبانو سره په جګړه کې یو لوری دی، چې دا هم د سولې هڅې له ځنډ سره مخ کولی شی!

خو په اصل کې د افغان سولې دښمنان ډېر دی، دا دښمنان په تېرو څلورنیمو لسیزو کې ښه مالوم شوی دی، ملت هغوی پېژنی او نړیواله ټولنه هم پرې خبره ده، که لږ نوره هم واضح شی، نو په افغانستان کې پردۍ استخباراتی جګړه روانه ده، چې په کې د نړۍ ستر قدرتونه لکه روسیه او امریکا ښکېل دی، له دوی سره نور لوری هم ملګری دی، ایران، چین، پاکستان اوروسیه له یوې خوا، امریکا، انګلېس،عرب شیخان او … له بلې خوا د یو او بل پرضد په افغانستان کې جګړه کوی! همدا ده، چې په افغانستان کې یې د سولې راوستو لارې ستونزمنې کړې او دا لړۍ یې له خنډونو سره مخ کړې ده!

د دې جګړې لګښت او ګټې هم مالومې دی، طالب ډله او نورې ترهګریزې ډلې هم تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې له وګړیو باج اخلی، خو هغوی یې د لګښت واک او اختیار هم نه لری، داسې شواهد شته، چې له ناامنو سیمو د عشر، زکات او نورو باج ګیریو پیسې د پاکستان خزانې ته لوېږی، همدا رنګه پاکستان له افغانستان سره نورې ستونزې هم لری، چې دا ټول د طالب او ترهګر په مرسته په جګړه کې پالی! تریاک یا مخدر مواد نور هغه څه دی، چې د دې جګړې د دوام لامل دی. د افغانستان له تریاکو هر کال په لسګونه میلیارډه ډالره تر لاسه کېږی او دا ډالر هر کال د افغانستان د تاریخی او قسم خوړلیو دښمنانو خزانو ته لوېږی!

هغه راپور چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټی په دې وروستیو کې امنیت شورا ته وړاندې کړ، په کې راغلی، چې که څه هم د طالبانو او واشنګټن تر منځ د سولې تړون لاسلیک شوی، خو بیا هم په افغانستان کې د روانی جګړې ډېرې پیسې د جرمی اقتصاد له لارې لاس ته راځی او د نېشه یی موادو کاروبار د جرمې اقتصاد لویه برخه ګڼل کېږی. د ملګرو ملتونو له نېشه یی موادو سره د مبارزې ادارې، امریکا دفاع وزارت او د امریکا له نېشه یی موادو سره د مبارزې او قانون د عملی کېدو ادارو څېړنې ښیی ،چې په افغانستان کې ډېر کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی او ډېر نېشه یی مواد هم په همدې سیمو جوړېږی، خو د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې په تړون کې د نېشه یی موادو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې. د افغان دولت په تازه راپور کې راغلی، داسی عوامل شته چې په تېر کال کې د کوکنارو په کښت کې د کموالی سبب شوی، خو د ملګرو ملتونو څېړنې ښیی ،چې که یوې خوا ته د کوکنارو کښت کم شوی، خو بلې خوا ته بیا د افغانستان په ځینو سیمو کې طالبانو د ښیښې او نېشه یی ګولیو په نوم کېمیاوی نېشه یی موادو په جوړولو لاس پورې کړی دی. طالبان له نورو کرنیزو محصولاتو د کوکنارو پر اندازه عواید نشی ترلاسه کولی، ځکه دوی د کوکنارو له بزګرو د کوکنارو د کښت په بدل کې عشر ترلاسه کوی. له همدی امله د نېشه یی موادو مافیا او طالبان په ګډه بزګران هڅوی چې کوکنار وکری، ځکه د دی دواړو طبقو خلکو په دی کې زیاته ګټه ده. د کورنیو چارو څېړنې ښیی چې، په ۲۰۱۹ میلادی کال کې په سلو کې ۸۵ کوکنار په هغو سیمو کې کرل شوی وو چې د طالبانو په واک کې دی.

همدا ده، چې په افغانستان کې سوله په اسانۍ سره نه شی راتلی، بلکې د دې ګټو او د دښمنو لوریو د سیالیو له امله جګړه نوره هم تېزه شوې او د سولې لپاره یې وروستۍ هیلې هم مړاوې کړې دی، د شمېرو له مخې تېره میاشت کې طالبانو ۴۲۰ ولسی خلک شهیدان او ټپیان کړی دی. وسله والو طالبانو بیا هم تېره میاشت ۱۴۵۶ تروریستی فعالیتونه کړی، چې له امله یې ۱۲۹ ولسی کسان شهیدان او ۲۹۱ نور ټپیان شوې. سره له دې، چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمېدو ژمنه کړې وه، خو تېره میاشت یې په ښارونو او لویو لارو کې تر ټولو زیات بریدونه او فعالیتونه درلودل، چې د هېواد د ۳۰ ولایتونو له ډلې یې زیات تلفات په سمنګان، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې اړولی دی.طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ترڅنګ هدفی وژنې او له مقناطیسی ماینونو استفاده کوی، چې اکثر قربانیان یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون بې ګناه افغانان وی.د ولسی خلکو خلاف تاوتریخوالی د جګړې د قوانینو خلاف عمل او جنګی جنایت دی، چی طالبان یې هره ورځ په افغانستان کی مرتکب کېږی.

افغان حکومت باید د دې پردې جګړې د بندولو لپاره په جدی توګه لاس په کار شی، ملګری ملتونه او د دغه سازمان امنیت شورا او دغه راز نړیواله ټولنه په دې کې مسوول دی او هغوی باید په افغانستان کې د دې جګړې مخینوی لپاره پوره کار وکړی، ځکه افغانستان ترهګری ګواښی او ناوړې سیالۍ د دې ترهګرۍ د لا پیاوړتیا سبب کېږی، چې د افغانانو تر څنګ به د سیمې او نړۍ هېوادونه هم له جدی خطرونو سره مخ کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید