روزنامه هیواد

د سولې په خبروکې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې په پام کې نیول کېږی

د افغان ولسمشر مېرمن بی‌بی ګل غنی وایی: داسې سوله به ونه ‌شی ،چې د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې په‌کې په پام کې نه‌وی نیول شوی.مېرمن غنی وایی: افغان مېرمنې چې د سولې په مذاکراتو کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه اندېښنې لری، زه ورته اندېښنه نه‌لرم، ځکه ډاډمنه یم چې په‌ دغو مذاکراتو کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې او ارزښتونه په پام کې نیول کېږی.مېرمن غنی دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د دوهمې کلیزې په نمانځغونډه کې وکړې او ویې‌ویل: افغان مېرمنو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړی او هېڅ‌څوک نه ‌شی کولای چې سترګې پرې پټې کړی.نوموړې وویل:(( ټولې یو ډول خپه دی چې د سولې مذاکرات به څه نتیجه ولری؟ خو زه خپه نه ‌یم، ځکه زه پوهېږم چې اوسنی حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړی دی. هېڅ سوله به ونه ‌شی چې مېرمنې په مذاکراتو کې نه‌ وی او رایې ورنه وانه‌ خیستل شی.)) مېرمن غنی وویل: په تېرو شا او خوا ۱۸ کلونو کې د افغانستان مهمه لاسته راوړنه د بیان آزادی ده او باید وساتل شی. دې دا هم وویل، چې افغانستان له اوازو ډک دی، خو د رسنیو کارکوونکی باید دقت وکړی ،چې کومه اوازه سمه او کومه ناسمه ده.مېرمن غنی همدا شان د ښځینه خبریالانو د ظرفیتونو په لوړولو او د دوی د امنیتی ستونزو پر لرې کولو ټینګار وکړ.په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ، چې د سولې د مذاکره کوونکې ډلې غړې هم ده وویل: سوله د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده او د هېواد په نا امنیو کې د نارینه‌وو تر څنګ، ښځې هم قربانی شوې.مېرمن صافۍ هم د سولې پروسې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل:(( د مذاکراتو د ټیم له آدرسه ډاډ درکوم هره اندېښنه چې تاسې لرئ، په پام کې نیول کېږی او د مذاکراتو د مېز پر سر کېښودل کېږی. ډاډمنې اوسئ.))د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز رییسې فریده نېکزاد له یوه کال را وروسته، د دغه مرکز ګڼې لاسته راوړنې بیان او د دولت له بېلابېلو ارګانونو یې هیله وکړه ،چې د هېواد د ښځینه خبریالانو امنیتی او اقتصادی ستونزو ته پام وکړی.د یادونې وړ ده، چې په قطر کې د طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو په پیل سره یو شمېر افغان ښځو ته داسې اندېښنې پیدا شوې، چې ګوندې د دوی لاسته راوړنې په هېڅ حساب او یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ حالت ته ستنې نه ‌شی، خو افغان حکومت ژمن دی، چې دا لاسته راوړنې به خوندی پاتې کېږی.

دغه راز: په افغانستان کې پرون د ښځو نړیواله ورځ و نمانځل شوه، یو شمېر ښځې اندېښنه لری، چې د سولې په خبرو کې به د دوی پر حقونو معامله وشی، خو د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غنی وایی، چې اوس وخت بدل شوی او افغان ښځې اجازه نه ورکوی چې د دوی پر حقونو څوک معامله وکړی.نوموړې زیاته کړه:(( پرونی افغانستان نه‌دی، کلونه تېر شوی، په ۱۹۹۶ میلادی کې چې دوی (( طالبان))  واک ته ورسېدل په افغانستان کې یو ډول ګډوډی او ویرانی وه، حکومت ، ملی اردو ، هېڅ شی نه ‌وو، خو اوس د هغه مهال برعکس په تېرو ۱۷ – ۱۸ کلونو کې حکومت او سیستم رامنځته شو، اوس وضعیت ډېر بدل شوی ، هماغه وخت چې طالبان واکمن شول، ښځې ډېرې منزوی وې، خو اوس ښځې ډېر قوی حضور لری.))

د قطر په دوحه کې د طالبانو او زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو ترمنځ خبرې روانې دی. په ‌دې خبرو کې د افغانستان حکومت ګډون نه‌ لری.په همدې حال کې د بخښنې نړیواله موسسه وایی، د طالبانو د واکمنۍ په مهال ښځې په کور کښېنول شوې وې، بشری حقونه ترې اخیستل شوی وو، خو اوس افغان ښځې ځانګړی وزارت لری ،چې په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لری.دې موسسې په ۲۰۰۹ میلادی کال د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو د هلوځلو په نتیجه کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د تشدد د پای ته رسېدا د قانون د تصویب یادونه هم کړې ده.مېرمن غنی هم په افغانستان کې د ښځو د بریاوو یادونه کوی او وایی چې دا پرمختګونه په شا نه ‌شی تمبول کېدای:(( اوس ښځې په ټولنه کې ډېرې فعالې دی؛ په ټولو سطحو کې، که سیاست وی یا ټولنه یا اقتصاد، دوی موجودې دی اوس یې څوک حذف کولی نه شی.))د بخښنې د نړیوالې موسسې د جنوبی آسیا کمپاینره سمیرا حمیدی وایی: په تېرو ۱۷ کلونو کې هغه بریاوې چې افغان ښځو په سخته ترلاسه کړی باید په هېڅ قیمت له لاسه ونه وځی.د بخښنې نړیواله موسسه وایی چې لاهم افغان ښځې له تشدد سره مخامخ دی او د جګړې د قربانیانو یوه لویه برخه بې‌ګناه ښځې تشکیلوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید