روزنامه هیواد

د سولې په تشو ببولالو باید ولسمشریزې ټاکنې نورې ونه ځنډول شی

افغانانو سوله د الله پاک( ج) ستر امر او ملی غوښتنه بللې ده، د دې لپاره چې طالبان به له افغان حکومت سره سوله وکړی او په هېواد کې به پردۍ تپل شوې جګړه پاى ته ورسوی، نو دوه ځله د ولسمشریزو ټاکنو وخت وځنډول شو، خو نه طالبانو سوله وکړه، نه یې د الله پاک دغه امر ته غاړه کېښوده او نه یې هم د ولس ملی غوښتنه ومنله!؟ په دغه راز حالت کې طالبانو ته امریکا لا امتیاز ورکړ او په قطر کې یې استازی ورسره پټې معاملې پیل کړې، چې دا د افغانانو لپاره د منلو نه دی او افغان حکومت یې په وړاندې سخت غبرګون وښود، په پایله کې د امریکا حکومت هم متوجه شو او د افغانانو برحقه ملی دریځ ته یې درناوى ښکاره کړ او اعلام یې وکړ ، چې د افغانانو ملی ګټو او اساسی قانون ته په درناوی به له طالبانو سره داسې سوله وکړی، چې وروستۍ لاسته راوړنې زیانمنې نشی، خو بیا هم په قطر کې د امریکا استازی له طالبانو سره همغه پټې خبرې دوامداره وساتلې، چې هېڅ پایله یې هم ورنه کړه، اوس چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکا ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد په قطر کې له طالب استازیو سره شپږم پړاو خبرې کړې، بیا یې هم په اړه مالومات افغان حکومت ته نه دی ورکړی او دا د افغانانو لپاره لویه اندېښنه ده! له طالب ډلې سره د سولې پر سر د خلیلزاد معاملو دښمن ته امتیاز ومانه او ماتې خوړلې طالب ډله یې لا پسې هیله منه کړې، چې ګنې امریکا له افغانستانه په بیړه وزی، نو په هغه صورت کې بیا میدان بېرته د طالبانو دى، نو باید سوله ونکړی!؟ همدا وجه ده ،چې جګړې او ترهګریزو بریدونو زور اخیستى او طالب ډلې پر پاکستان سربېره روسیه او ایران له ځان سره ملګری کړی دی. په ختیځ او سوېلی سیمو کې د طالب په نامه او یا د ترهګر په جامه کې پاکستانۍ ملېشې پر افغانستان یرغلونه کوی او په شمال کې د روسیې تر ملاتړ لاندې د ورانیو د دوام لپاره طالب او ترهګره ډله جګړه کوی، هغه جګړه ،چې لورى او موخه یې دا دښمن هېوادونه تعیـینوی! په داسې حالت کې د سولې هیلې مړاوې شوې او امریکا تر سختو نیوکو لاندې ده، چې غواړی په افغانستان کې په بیړه سوله راولی ، افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسی او خپله اتلس کلنه او د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړی، خو دا بې مسوولانه هڅه ده، چې نه د امریکا په خیر ده او نه هم د افغانستان! افغانان اوس دې پایلې ته رسېدلی، چې که طالب سوله کوی، نو را دې شی، په خپل کور کې دې سوله وکړی، که جګړه کوی، نو دا دى جګړې خو شدت اخیستى او په جګړه کې یې نشی ګټلى. طالب ډله په هېڅ توګه خپلواکه نه ده او نه هم د سولې تمه ترې کېداى شی، د افغان حکومت او ملت غوښتنه هم له امریکا دا ده، د سولې پر هغې تګلاره ،چې هغوى روانه ساتلې، د بطلان کرښه را وکاږی او بین الافغانی خبرو ته لومړیتوب ورکړی، په دغه راز حالت کې به افغانان د خپلې ولسواکۍ د تحقق لپاره ،چې هغه ولسمشریزې ټاکنې دی، تیارى ونیسی، په دې کې امریکا ،نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه اروپایی ټولنه ملاتړ کوی. له دې پرته د سولې په پلمه د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول لا نور په هېواد کې بحران ته لمن وهل دی، اوس هم ګوندونه او ډلې ټپلې د نظام پرضد را پورته شوی او د مؤجه دلیل پر بنسټ د ټاکنو له ځنډېدو سره سره د نظام د پرځولو لپاره هڅې کوی، نو که بیا هم د سولې په پلمه د تلې له شپږمې وروسته نورې هم دا ټاکنې ځنډول کېږی، نو بیا به ستونزې لا پسې پراخې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید