روزنامه هیواد

د سولې په بهیر کې د ملګرو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کوو

د اتم مخ یوستونه خبر د افغانستان حکومت وایی، له ټولو هغو هېوادونو سره خبرې کوی ،چې د افغانستان د سولې په مسئله کې دخېل دی.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ویلی، د افغانستان د سولې په مسئله کې د امریکا او سیمه ییزو هېوادونو همکاری خورا مهمه ده او افغان حکومت له ټولو اړخونو سره پر لا ډېرو همکاریو خبرې کوی.د هغه پر وینا د افغانستان د سولې په مسئله کې امریکا، روسیه، چین، ایران، پاکستان او قطر هر یو خپل رول لری او باید ترې استفاده وشی.حنیف اتمر دغه راز وایی افغان حکومت هڅه کوی په پوره توان د سولې روانه پروسه بریا ته ورسوی او ټول هغه خنډونه د ملګرو هېوادونو په مرسته ختم کړی چې د سولې د ځنډېدو سبب ګرځی.حنیف اتمر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغانی مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید