روزنامه هیواد

د سولې په بهیر کې د افغان مېرمنو پر ونډې د انجلینا جولی ټینګار

د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیری او د امریکا د هالیوود وتلې فلمی ستورې انجلینا جولی، د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه.د رویټرز خبری اژانس د راپور له‌مخې ، آغلې جولی، وړمه ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغان سولې په بهیر کې د مېرمنو د ونډې پر نشتوالی نیوکې وکړې.هغې وویل: (( په دې وروستیو کې زرګونو افغان مېرمنو په بېلابېلو عامه غونډو کې ګډون وکړ، خپل ځانونه یې په خطر کې واچول ،چې د سولې په خبرو کې د خپلو او د خپلو بچیانو له حقوقو څخه دفاع وکړی،خو تر دامهاله د سولې په خبرو کې افغان مېرمنې شتون نه لری.))مېرمن جولی، ټینګار وکړ که چیری د سولې په خبرو کې د افغان ښځو حقوق په نظر کې ونه نیول شی د نوموړی په وینا (( په افغانستان کې به هېڅ سوله او ثبات)) رامنځته نه شی.انجلینا جولی همدارنګه ویلی، چې نړیوالې ټولنې هم د افغان سولې په بهیر کې د مېرمنو د ګډون په اړه لازمې هڅې نه دی کړی او زیاتوی، چې په دې اړه د نړیوالې ټولنې (( چوپتیا )) د خطر خبره ده.هغې ویلی (( په افغانستان او د نړۍ په هېڅ ځای کې د مېرمنو د حقونو په سودا امن او ثبات نه شی راتلی.))انجلینا جولی د امریکا د فلمی صنعت لوی نوم دی، چې یو شمېر فلمی جایزې یې هم ګټلی او په نړیواله کچه د کډوالو د حقونو لپاره هلې ځلې هم کوی.د هالیووډ دغه وتلې فلمی ستورې پر داسې مهال د سولې په خبرو کې د مېرمنو پر کمرنګې ونډې اندېښنه ښیی، چې له  بل هر وخته د افغان سولې په تړاو د افغان حکومت او امریکا هڅې زیاتی شوی دی.امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره پنځه ځله په قطر کې له طالبانو سره مخامخ مذاکرات کړی دی. پر همدې مهال د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۵مه د افغان سولې لپاره د امریکا دمتحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو  افغانستان سیمې او اروپا ته شپږم سفر پیل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی ،چې ښاغلی خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې له اوو هېوادونو څخه لیدنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید