روزنامه هیواد

د سولې په برخه کې د امریکا مسوولیتونه!

له تېرو دوو کالونو راهیسې امریکا په پټه او ښکاره توګه له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې راوستو په عنوان خبرې پیل کړې، دا خبرې معمولاً په قطر کې کېدې، په هغه ځای کې چې پخوا طالبانو ته د سیاسی دفتر په توګه ټاکل شوی او ځانګړی شوی و، یعنې یو داسې ادرس چې طالبان په کې د سولې لپاره خبرې وکړی، خو دا خبرې پټې وې، امریکا د خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په استازولۍ له طالبانو سره دا خبرې روانې وساتلې، پایله دا شوه، چې هغوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون وکړی، داسې تړون چې له مخې یې طالبان باید سولې ته حاضر شی او له دې وړاندې اوربند وکړی!

خو د قطر تړون یوازې او یوازې د امریکایی عسکرو او طالبانو پر ګټه تمام شو، ځکه له یو بل سره یې ډ‌ز بندی اعلام او په بشپړه توګه یې عملی هم کړه! پردغه حالت سختې نیوکې وشوې، آن د طالبانو جګړه ییز دریځ یې تر پوښتنې لاندې راووست، چې له امله یې د طالبانو لیکې هم دړې وړې او ډېرو جنګیالیو ورسره مخه ښه وکړه! خو امریکا نور هم ځان مسوول وباله، د قطر دفتر او دغه راز یې د طالبانو ملاتړیو لوریو ته د خپلو استازیو سفرونه پلان کړل، د امریکا ځانګړی استازی به کله دوحې ته ستون شو، کله به پاکستان ته لاړ، ایران او روسیه یې را وکتله او بیا به کابل ته راغی او د خپلو سفرونو پایله به یې له افغان حکومت سره شریکه کړه، خو پایله دا شوه، چې د تېرې سپټمبر په ۱۲مه امریکا او نړیواله ټولنه وتوانېدل، چې د سولې لپاره په دوحه کې افغان پلاوی او طالب استازی سره مخامخ کړی، خو دا دی له یوې میاشتې هم ډېره موده وشوه، چې طالب استازیو له افغان لوری سره خبرې نه دی پیل کړې، دا لړۍ کله ډېره سسته او کله هم بېرته را ټوله شی، خو بیا هم دا دی تر ننه د سولې لپاره مذاکرات نه دی پیل شوی. دغه حالت نور هم اندېښمن شو، چې طالبانو بریدونه پراخ کړل او له امریکا سره یې د قطر تړون پر خلاف کړنو ته لاس واچاوه، که څه هم د سولې لپاره په مذاکراتو کې امریکا طالبانو ته نړیوال شهرت او حیثیت ورکړ، خو اوس د هغوی جګړه ییز او ترهګریز دریځ دا حیثیت بېرته زیانمن کړی او امریکا یې ملامته کړې،چې په دې توګه یې د طالبانو بریدونو لپاره همکاری کړې!

په خپله په امریکا کې د شنونکیو له خوا د امریکا دغه دریځ سخت غندل کېږی، ځکه د قطر تړون ته یوازې او یوازې د امریکا ژمنتیا ښکاره کوی او له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو مسئله په داسې حال کې جدی نیسی، چې طالبانو په همدغه تړون کې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دی، د بېلګې په توګه د قطر په تړون کې طالبانو منلې وه، چې د مارچ په لسمه به بین افغانی مذاکرات پیلوی، له ترهګرۍ سره به اړیکې پرې کوی، اوربند به کوی، د هغوی د زندانیانو خوشی کولو لړۍ په بشپړېدا سره به سوله کوی، خو دا هېڅ عملی نه شول، برعکس په افغانستان کې د طالبانو د جګړې او بریدونو لړۍ پراخه شوه، اوس طالبان پر ولایتونو او لویو ښارونو په بریدونو کې له ځانه سره ترهګر او پردۍ ملېشې هم ملګرې کړې دی، خو د طالبانو د دغو بریدونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم غبرګون ښودلی دی.دغه وزارت د زلمی خلیلزاد د تازه ټوېټونو په تایید وېیلی، چې امریکا د دوحې د هوکړې پر عملی کېدو ټینګار کوی او له مخې یې باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم او دا خونړۍ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګارکړی چې د دوحې هوکړه مهمه ده او دواړو لورو ته په کار ده، چې په عملی کولو کې هڅه وکړی.دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی بوږنوونکی بللی دی.خلیلزاد وېـیلی، په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستلو لپاره د تاوتریخوالی ډېرول یوغلط فکر دی او د سولې پروسې ته زیان ورسوی. خو په دې سپارښتنو نه کېږی، امریکا باید تر هر څه اوس ډېر ځان مسوول وبولی، ځکه د طالبانو له خوا جګړه او بریدونه په هېڅ توګه د منلو او زغملو نه دی، په دې کې خپله د امریکا زیان دی او ترهګری هغه پدیده ده، چې طالبان یې د خپلو بریدونو لپاره ملګرتیا ته اړتیا لری او دا ملګرتیا د امریکا په شمول سیمه او نړۍ هم ګواښی!

ممکن است شما دوست داشته باشید