روزنامه هیواد

د سولې په برخه کې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ کوو

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د لیدنې پر مهال ویلی، چې د سولې په روانو بحثونو او هڅو کې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ کوی.د هغه په خبره ایران هم په افغانستان کې د جمهوریت او لاس ته راوړنو له ساتلو ملاتړ کوی او د داسې سولې غوښتونکی دی، چې په افغانستان کې د لا پرمختګ او ثبات سبب شی.امینیان ویلی، چې ایران به د سولې له راتګ وروسته په افغانستان کې په روغتیایی، تعلیمی او فرهنګی برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړی.ایران داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لړۍ پیل شوې،چې ډېرو هېوادونو ترې خپل ملاتړ اعلام کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید