روزنامه هیواد

د سولې په اړوند سیمې ته  د خلیلزاد پر له پسې سفرونه دامریکا د پوره جدیت ښکارندوى دى

دروسیى ، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، افغانستان، قطر او عربی اماراتو په ګډون دسیمې هېوادونو ته دافغانستان دسولې په اړه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا درېیم سفر په هېواد کې تلپاتې، رښتینې او سراسرى سولې ته دډونالډترمپ په مشرۍ دامریکا دحکومت دپوره جدیت، زیاتې بېړې، غوڅې، رښتینې او نه ماتېدونکې ارادې ښکارندوى دى او دکلونو کلونو جګړه ځپلی او دسولې ارمانجن افغانان او نور بشر دوست او سوله دوست خلک یې دې ته هیله من کړى، چې دافغان حکومت دسوله ییزو منډوترړواونه ستړى کېدونکو هلو ځلو په پایله کې به دهېواد دسولې په اړه دسیمې هېوادونو ته دزلمی خلیلزاد دا سفر مثبتې پایلې راونغاړی او په هېواد کې به دتلپاتې سولې ډیوه پرځلیدو راولی او له افغان حکومت سره به دطالبانو دسولې خبروته زمینه برابره کړی.همدارنګه دامریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه او نور سوله دوست، بشردوست  اوبې پرې سازمانو نه له طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو په کلکه دا غوښتنه کوی چې دیوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه په افغانستان کې دتلپاتې، رښتینې او سراسری سولې لپاره دافغان حکومت پربله پل کېږدی او دسولې خبروته دتیاری نیولو  لپاره دې داعلام شوی حکومتی ټیم په څېر خپل پلاوى اعلام کړی او له دې لارې دې. له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلی او پرمټ دې پر افغانستان دسیمې او نړۍ دمغرضو، مخربو او تیری کوونکو استخباراتی او پوځی شبکو او نورو زبېښاکګرو ، ښکیلاکګرو، نیواکګرو، استعمار ګرواو استثمارګرو ځواکونو له لوری دتپل شویو جګړو ناخوالو او نادودوته دپاى ټکى کېږدی او په دې توګه دې نور دخپل کنډو اله شوی او ویجاړشوى هېواد درغولو ، ښېرازه کولو او آبادولو لپاره له خپلو نورو ورونو سره اوږه په اوږه  خپل کار او فعالیت ته دوام ورکړى او دافغانستان دا ماته بېړى دې دزیاتو بدمرغیو په سمندرکې دډوبېدو له خطر ه خوندی کړی او دژغورنې ساحل ته دې ورسوی، نو بیا پردې پوره باوردى چې افغانستان به ډېر ژر پرغوړېدو راشی او خلک به یې له فقر، بیکارۍ، بې کورۍ، کډوالۍ، بې ځایه کېدو او نورو بدمرغیو ډېر ژر وژغورل شی او له هره پلوه به پرخپلو پښو ودرېږی، هیله ده چې دافغانستان حکومت او امریکا په خپلو کې دپوره همغږۍ او مرستې له مخې دکلونو کلونو د جګړه ځپلی افغانستان دسولې لپاره له جدی، غوڅې، رښتینې او نه ماتېدونکې ارادې او پوره جدیت څخه کار واخلی، نو هله به د اوړۍ شړۍ شی او دافغانستان او امریکا په ګډون به دسیمې او نړۍ هېوادونه دیوستر سرخوږی په توګه پرافغانستان دډېرې اوږدې تپل شوې جګړې له غمېزو خوندی شی او دافغانستان دسولې په اړه به له طالبانو سره دامریکا دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترسره شوې خبرې مثبتې پایلې راونغاړی او په افغانستان کې به د تلپاتې سولې دډېوې ځلېدوته لاره  او اره کړی. هیله ده چې د ټرمپ له قوله په دې برخه کې نور هم له زیاتې بیړې څخه کار واخیستل شی او زلمى خلیلزاد دى هم زیاته هڅه وکړی چې طالبان له افغان حکومت سره دسولې دخبرو پرټغر کښېنوی چې په پایله کې به دسولې په اړه دحکومت دطرحې له مخې له یوې خوا دطالبانو نومونه دامریکا له تورلېست څخه وویستل شی او هم به یې بندیان آزاد شی، له بلې خوا به دسولې په اړه دجمهوررییس محمداشرف غنی ددغې اعلام شوې هراړخیزې او جامع طرحې او انسانی کړنلارې له مخې دطالبانو تحریک دیو سیاسی ګوند په توګه مطرح شی او دولسمشر ۍ په راتلونکو ټاکنوکې به ددوى دفعالې ونډې اخیستلو لپاره هم لاره پرانیستله شی او له دې لارې به طالبان دافغانستان دراتلونکی برخلیک دټاکلو په برخه کې رغنده رول ولوبوی او په دې توګه به پرافغانستان دسیمې او نړۍ دمغرضو استخباراتی کړیو دتپل شویو اوږدو جګړو ناخوالو او نادودوته دپاى ټکى کېږدی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید