روزنامه هیواد

  د سولې په اړه د پاکستان او مسکو نمایشى او بې ګټې غونډې

د طالبانو او نورو ترهګرو دملاتړکوونکو ، روزونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو په توګه پاکستان او روسیې په خپلوکې دهمغمزۍ له مخې اودغه راز دافغانستان له منتخب، قانونی او وګړنې حکومت سره دسلامشورو پرته دافغان سولې په اړه په پاکستان او مسکو کې نمایشې او بې ګټو غونډو جوړولوته سازمان ورکړی او غواړی چې له دې لارې له یوې خوا له طالبانو او نورو ترهګرو څخه د یادو هېوادونو له ملاتړه دامریکا، ناتو او اروپا په ګډون دنړیوالې ټولنې پاملرنه بلې لورې ته واړوی او له بلې خوا دافغانستان په کورنیو چارو کې خپلو بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو ته لاره اواره کړى اوهم له دې لارې دامریکا، اروپا او ناټو په ګډون نړیواله ټولنه نوره هم دافغاسنتان په جګړو کې ښکیله کړى او دزیاتو ځانی اومالی زیانونو له ګاللو سره یې لاس او ګریوان کړى اوپه دې توګه روسیه وکړاى شی چې په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې په افغانستان کې دخپلې له شرمه ډکې ماتې غچ له امریکا څخه واخلى او د روسیی ددغه ډول ماتې له برخلیک سره یی مخ کړى او ترڅنګ یې د روسیې نژدې دوست هېواد او دوخت دانګلیسی استعمار جوړ شوی مصنوعی او ګوډاکی هېواد پاکستان هم ناوړه هڅې پیل کړى دى چې دافغانستان دسولې په اړه په خپل هېواد کې نمایشې او بې ګټو غونډو جوړولو ته سازمان ورکړى اوله دې لارې دافغاسنتان او امریکا په ګډون دسیمې اونړۍ هېوادونه دخپلو شومو موخوښکار کړی.

دافغانستان د سولې په اړه په پاکستان کې دلاهور دسولې دڅېړنیز او دجنوبی آسیا دستراتیژیک ثبات د بنسټ په بلنه په دې درې ورځنۍ غونډه کې دحامدکرزى، گلبدین حکمتیار، عطامحمدنور،محمدحنیف اتمر ، صلاح الدین ربانی ، محمدمحقق ،احمد ضیامسعود کریم خلیلی، عبدالرشید دوستم او سیدحامدګیلانی په ګډون دهېواد  دیرشو سیاسی اوجهادی شخصیتونو برخه اخیستې ده . دغونډې په پیل کې دپاکستان دبهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشی دتېر په څېر بیا په افغانستان کې پرسولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دافغانستان سوله دپاکستان په ګټه ده او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړى، خوسیاسی شنونکى او نورو کارپوهان دافغانستان دسولې په اړه دپاکستان دغه ډول شویو ژمنو ته بیاهم دشک په سترګه ګورى او وایی چې پاکستان به یې دتېر په څېر بیا ترپښو لاندې کړی او په افغانستان کې به دسولې پرځاى د افغانستان په کورنیو چارو کې خپلو لاسوهنوته لا زور ورکړى اوپه دې توګه به په افغانستان کې دجګړو اور لاتازه کړی.

اړینه برېښی چې دسیاسی مشرانو، جهادی شخصیتونو، روڼ اندو، اوسپین ږیرو په ګډون دهېواد خلک له دې وروسته د افغانستان دسولې په اړه دپاکستان اومسکو ددغه ډول نمایشې او بې ګټو غونډو او دافغانستان د سولې په اړه دپاکستان او مسکو ددغه ډول نمایشې او بې ګټو غونډو او دافغانستان دسولې په اړه دهغوی دتشو نارو سورو ښکارنه شى او دامریکا، ناتو او اروپا په ګډون دې نړیواله ټولنه دې ته اړه کړى چې د افغانستان دسولې په اړه دى دمسکو او پاکستان ددغه ډول بې ګټو اونمایشې غونډو پرځاى پرپاکستان او دهغه په ګوډاګیو طالبانو باندى دفشارونو راوړلو ته زور ورکړى له دې لارې دې  دبین الافغانی خبروته لاره پرانیزى

ممکن است شما دوست داشته باشید