د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وایی: د سولې د پروسې په اړهیې په کابل کې د مېشتو بهرنیو سفیرانو سره خبرې کړې دی.د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمی وړم مازدیګر د وېډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی رولاند کوبیا، د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړی استازی پیر البرټ الساس، د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا له ځانګړی استازی ګرېټ بېلی، د افغانستان لپاره د جرمنی له ځانګړی استازی مارکُس پوتزل او یو شمېر نورو اروپایی چارواکو سره خبرې کړی.ښاغلی رحیمی د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې اجماع او د اروپایی ټولنې رول ډېر مهم بللی دی.اخوا د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا په ټویټر باندې لیکلی، چې د روژې میاشت باید د سولې میاشت وی، نه دا چې جګړه زور واخلی.ده ویلی ،چې په یوه اوونۍ کې ۶۶ ملکیان مړه او ټپیان شوی او اروپایی ټولنه د دغو پېښو د غندلو ترڅنګ د یوه بشردوستانه اوربند د تأمین غوښتنه کوی.