روزنامه هیواد

د سولې هڅې باید د مهم تړون لپاره زمینه برابره کړی !

د افغان سولې لپاره د امریکایی او طالب پلاوی پنځم پړاو خبرې تر بل هر وخت اوږدې شوې دی، سره له دې، چې د دې خبرو دقیق جزئیات نه دی روښانه، خو په کور د ننه او نړیواله کچه غوښتنې دا دی، چې دا ځل دې دا خبرې هرو مرو د تلپاتې سولې د مهم او تاریخی تړون لپاره زمینه برابره کړی! افغان ملت، افغان حکومت، ملګری ملتونه او د امریکا په شمول ناټو، ټول غوښتنه کوی، چې باید دا ځل دا خبرې پایلې ولری او وړاندیز کوی، چې باید طالبان له هر ډول قید او شرط پرته له افغان حکومت سره د سولې دا تړون لاسلیک کړی! افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د دغه تړون د څرنګوالی لپاره له خپل ولس او نړیوالو سره خبرو ته زور ورکړی دی. بل خوا امریکا هم د ولسمشر غنی هڅې ستایلې او د امریکا د مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د خپل هېواد کانګرېس ته ویلی، چې د قطر خبرې د ولسمشر محمد اشرف  غنی په ملاتړ پر مخ روانې دی او هیله یې ښکاره کړې، چې ښایی دا ځل دا خبرې مثبتې پایلې ولری. بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلی، چې له طالبانو سره به د سولې داسې تړون لاسلیک کېږی، چې په هغه کې د ټولو قشرونو حقونه خوندی وی، خو پر دغو خبرو د سیمې د سیالو هېوادونو هڅو او یا رقابتونو سیوری غوړولی دی! موږ د مایک پمپیو خبرې تائیدوو، ځکه د نا سالمو رقابتونو له امله د سولې هڅې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دی رسېدلې، د افغانستان دښمن هېوادونه، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې هڅې او شتون نه شی زغملی، نو تر لاس لاندې دوه مخی رول لوبوی، هم یې طالبان د سولې لپاره حاضر کړی، هم یې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو منع کوی او همدا راز یې پر طالبانو فشار راوستی،چې د امریکا په مشرۍ د بهرنی ځواکونو د وتو دریځ ټینګ ونیسی، خو دا بیا نه یوازې د امریکا ماتې،بلکې په سیمه کې د امریکا او په تېره بیا د افغانستان د دښمنانو بریا ده! داسې څه بېرته افغانستان شاته غورځوی او وروستۍ لاسته راوړنې او پرمختګونه پر اوبو لاهو کوی، چې دا هېڅوک هم نه منی او افغان ولس په تېره بیا سیاسیون او د ښځو فعالین له دې اندېښنه لری. امریکا هم په داسې حالت خوښه نه ده او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګری ملتونه د هغسې افغانستان، چې له ګاونډه اداره کېږی او په کې رقابتونه دوام مومی، نه غواړی. دې ته په کتو سره لویه غوښتنه هم دا ده، چې طالبان په ازادانه توګه هوډ وکړی، چې له افغان حکومت سره د نېغ په نېغه خبرو په پایله کې د تلپاتې سولې تړون ته حاضر شی. له دې پرته د سولې کېدونکې خبرې به تر هغه پایلې ورنه کړی، چې پر طالب ډلې او د هغوی تر شا ولاړو هېوادونو فشارونه زیات نه شی! که حالات په ژوره توګه وڅېړو ، نو نه طالبان د جګړې د دوام وس او مورال لری او نه هم د خپل حکومت د بیا ایجادولو وس، بلکې هغوی په دې خوښ دی، چې په نظام کې دې واک ورکړل شی، خو دا نور دی لکه پاکستان، چې طالبانو ته غوړې، غوړې وعدې ورکوی، تېر باسی یې، چې ګنې امریکایی ځواکونه وزی، بری د هغوی دی، نو دا بری دې یقینی کړی او مقاومت دې وکړی!؟ له همدې امله هغوی د سولې په خبرو کې نرمښت نه ښیی، دا حالت هم دښمنو لوریو ته فرصت ورکوی،چې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله له نړیواله او سیمه ییز فشاره ځان ګوښه کړی او په افغانستان کې یې ګټې دوام پیدا کړی. دغه حالت په ریښتیا چې زړه ماتوونکی دی او باید مات شی او طالبان له افغان حکومت سره د سولې تاریخی او مهم تړون ته حاضر کړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید