روزنامه هیواد

د سولې مشورتی لویې جرګې نېټه اعلام شوه

د سولې د مشورتی لویې جرګې په باب دافغانستان داسلامی جمهوریت دجمهور رییس محمد اشرف  غنی فرمان :

 دټولنې له ټولو قشرونو او اصنافو څخه دخلکو داستازو دمشورو ، نظریو او تحلیل داورېدو ، اغېزمنې ګټې اخیستنې اوپراخ درناوی ، دحل لارې دلټولو او د خبرو دبهیر دګړندی کولو په منظور  د سولې مشورتی لویه جرګه جوړېږی .

 دسولې مشورتی لویه جرګه به ستر او ملی فرصت وی چې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دخلکو استازی وکولاى شی په ازاده او صمیمی  فضا کې .

  ١_  دطالبانو له تحریک سره دخبرو دحدودو او چوکاټ .

 ٢_ سولې ته دلاسرسی  دڅرنګوالی او تعریف په ګډون اساسی پوښتنې تر بحث لاندې ونیسی دخلکو داستازو ، دافغانستان داسلامی جمهوریت دمشرتابه دنظریوپه رڼا کې ، دسولې او خبرو تګلاره تدوین اوبشپړوی  او هڅه به وکړی چې ټول ملی او دولتی امکانات اوسرچینې دهغې دتطبیق  په لاره کې وکاروی .ددغه اسلامی او ملی کار داجرا کولو په خاطر دسولې دعالی شورا ددارالانشا رییس محمد عمر داودزى دسولې  دمشورتی لویې جرګې دجوړولو دکمېسیون درییس په توګه وګومارل شو او ده ته دنده سپارل کېږی چې دهمکارى او همغږى په جلبولو  سره له ټولو دولتی بنسټونو سره په دې لاره کې اقدام وکړی .

 ١_  کمېسیون دې د ١٣٩٨  کال دثور دمیاشتې په نهمه نېټه  دسولې مشورتی لویه جرګه  جوړه کړی

  ٢_ دمالیې وزارت مکلف دى دسولې دمشورتی  لویې جرګې مالی لګښتونه دکمېسیون درییس له وړاندیز  سره سم له  ٩١ کوډ څخه تامین کړی .  

  ٣_ دپوهنې ، لوړو زده کړو  ، سرحدونو ، قومونو اوقبایلو دچارو ، ارشاد حج اواوقافو  ، دښځو  دچارو ، او دمهاجرینو دراستنولو دچارو وزارتونه ، دسیمه ئیزو ارګانونو اداره ، کابل ښاروالۍ او نورې ادارې موظفې  دی چې په سپارل شویو چارو کې دې له کمېسیون سره لازمه همکاری وکړی

 دلوى خداى ( ج)   له دربار څخه ددوى دلازیاتو بریالیتوبونو هیله کوم .

 

ممکن است شما دوست داشته باشید