روزنامه هیواد

د سولې مشورتی لویه جرګه به ډېره اغېزمنه او گټوره وی

 افغانستان د جرگو وطن دى، د هېواد لویې ستونزې تل د جرګو جوړولو له لارې هوارې شوې دی.له څلورو لسیزو راهیسې زموږ په هېواد کې ناامنی پیل شوې ،هغه حکومتونه چې د تېرو څلوېښتو کلونوپه اوږدوکې منځ ته راغلی دی پردې نه دی توانېدلی، چې په هېواد کې بشپړ امنیت اوسوله خوندی کړی.دسولې راوستو مشورتی لویه جرګه ، چې د جمهور رییس محمد اشرف غنی په نوښت جوړېږی ، خلکوته یې ډېره هیله مندی پیدا شوې ، چې ګوندې ورو ورو به په افغانستان کې دسولې اوامنیت څرک ولګېږی او مخالفین به هم مدنی اوقانونی ژوند ته زړونه ښه کړی، ځکه دهرې جګړې پایله سوله ده د ټولنیزو چارو کارپوه ښاغلی خوشحال (( تسل)) د هېواد ورځپاڼې د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې سولې ته د رسېدو لپاره د سولې مشورتی لویه جرګه ، چې په راتلونکې کې جوړېږی څومره به اغېزمنه او گټوره وی؟ داسې وویل:

 د افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی پرېکړه کړې، چې د ستونزو او ناخوالو دلرې کولو لپاره دې لویه جرګه راوبلل شی، دغه جرګه به په کابل کې جوړه شی د افغانستان د ۳۴ ولایتونو مخور او مشران دغې جرګې ته رابلل کېږی، افغان ولسمشر به په دغې جرګې کې له عالمانو، لیکوالو، سیاسیونو او نورو کارپوهو کسانو څخه دسولې دمنځ ته راتلو په تړاو سلا مشورې وغواړی.

ولسمشر په دې برخه کې دسولې راوستو ټیم جوړ کړی او ښایی په دغه ټیم کې به نوى بدلون هم راوستل شی. په اوسنیو شرایطو کې دسولې راوستو لپاره په نړیواله او کورنۍ کچه پراخې هڅې روانې دی. دامریکا استازی زلمى خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې خبرې کړی دی او همدا اوس هم زیار باسی چې خبرې دوام ومومی. افغان دولت پتیلې ده چې سولې ته درسېدو لپاره دسولې مشورتی لویه جرګه راوغواړی، ترڅو ددې جرګې له غړوڅخه سولې ته درسېدو سلامشورې ترلاسه کړی، نو د راتلونکې لپاره د لویې مشورتی جرگې جوړېدل چې په هېواد کې سوله بسیا اوخوندی شی، یو اغېزمن او گټور ګام دى. دا چې ځینو سیاسی ګوندونو او د ولسمشر سیاسی رقیبانو پرولسمشر نیوکې کړې وې، چې ګواکې د سولې د خبرو اراده نه لری، دا نیوکې بېځایه ثابتې شوې.ولسمشر دسولې راوستو لپاره له هرچا زیاته اوغښتلې اراده لری. ده تل دا هڅه کړې چې سوله وشی ، ښه بېلګه یې د سولې دمشورتی لویې جرګې جوړېدل دی، په دې توګه به دسولې اوثبات د راوستو لپاره زمینه برابره شی، چې دټولو ګډون کوونکو ترمنځ یو واحد نظر منځ ته راشی. هغه ټیم ، چې له طالبانو سره دخبرو په تړاو جوړېږی هغه څه دې مطرح کړی ، چې ټول افغانان یې غواړی. دامریکا استازى ښاغلى خلیلزاد په دې هڅه کې دى، ترڅو طالبان پوه کړی، له افغان دولت سره  د سولې خبرې پیل کړی، چې ستونزه هواره شی.

ده زیاته کړه: د سولې مشورتی لویه جرګه دسولې راوستو لپاره یوه کیلی ګڼل کېږی ، ترڅو افغانستان وکولاى شی له دې لارې دلایل پېدا کړی ، چې له طالبانو سره په نېغ په نېغ افغانی خبرې وکړی، ترڅو په هېواد کې د راتلونکې لپاره سوله اوثبات واکمن شی. ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان پخوانیو شرایطو ته په کتو سره ، چې لویې سیاسی  او ټولنیزې ستونزې پیدا کېدې اودغه ستونزې دجرګو له لارې حل کېدې، تاسې پخوانۍ او اوسنۍ جرګې  څنګه سره پرتله کوئ ؟څرګنده کړه: افغانستان دجرګو دهېواد په توګه په نړیواله کچه مشهور دى. سیاسی او ټولنیزې ستونزې دجرګو جوړولو له لارې هوارې شوی دی. همدغه جرګې او دهغو فیصلې دی، چې دهېواد ستونزو ته دحل لاره پېدا کېږی. په پخوا وختونوکې په افغانستان کې دتعلیم او تحصیل کچه دومره لوړه نه وه، خو دجرګو په جوړولو ستونزې هوارېدی.

ده ډاګېزه کړه: د لنډ مهالې ادارې له جوړېدو تر اوسه پورې په هېواد کې دتعلیم اوتحصیل کچه ډېره لوړه شوې ده ، نو اوسنۍ جرګې له پخوانیو جرګو سره ډېر توپیر لری اوس چې د سولې دمشورتی لویې جرګې جوړولو ته چمتووالى نیول شوى دى، دپخوانیو فیصلو په پرتله به ډېرې گټورې وې. په پخوا وختونوکې سیاسی ګوندونو په لویو جرګو کې په خپله ګټه نظرونه او سلامشورې ورکولې، دچا به چې قدرت ډېر و دهغوى خبرې به اغېزمنې واقع کېدې.

 ولسمشر محمداشرف غنی څه موده وړاندې وینا وکړه اوپه خپله وینا کې یې وویل چې زه نه غواړم د ګندمک دمعاملې په څېرکومه پرېکړه وکړم، یا داچې د ډاکتر نجیب الله دواکمنۍ تېروتنې بیا تکرار شی.

په هېواد کې دلویې مشورتی جرګې د جوړولو لپاره خلکو خپل ملاتړ څرګند کړ. د طالبانو استازی څه موده وړاندې د افغان ځواکونو دمنحل کېدو وړاندیز وکړ. په دې اړه  د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارېدل ، په داسې حال کې چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال داسې نه و ،څوګوندونه فعال وو، دغو ګوندونوهڅه کوله ،چې په سیاسی نظام کې ونډه واخلی، خو په اوسنی وخت کې هرافغان وګړى غواړی چې له خپلو دفاعی او امنیتی ځواکونو ملاتړ وکړی. داځواکونه نورهم باید وده او پرمختګ وکړی، نه داچې دپخوا په څېرپر شاتګ وکړی، باید پرمخ لاړ شو، نو دسولې مشورتی لویه جرګه چې جوړېږی ډېره به اغېزمنه وی او په هېواد کې به دسولې راوستل تضمین کړاى شی.

 ښاغلی تسل ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې د مشورتی لویې جرګې دجوړولو لپاره ځینې ګوندونه اوکسان مخالفت لری ستاسو له آنده دغه ګوندونه اوکسان کومه ته لاره غواړی ؟ جوته کړه: دا هغه ډلې دی چې بین الافغانی سولې سره مخالفت لری او مخالفت ددې لپاره کوی ،چې ددوى گټې له خطر سره مخ دی. پخوا واک ددوى په لاس کې و دوى ډېرې ګټې ترلاسه کولې دوى د هېواد ملی گټې له خپلو شخصی او ګوندی گټو قربانولې. دولسمشر غنی دواکمنۍ پرمهال ددغو کسانو ګټې له خطرسره مخ شوې. دا ښکاره خبره ده ،چې دوى دسولې راوستو مخالف او دنورو ادارو دمنځته راتلو پلویان دی. د سولې مشورتی لویه جرګه داکثریت خلکو درایو په رڼا کې جوړېږی اوغواړی دهېواد کشالې ته د خبرو او مذاکرو له لارې دپاى ټکى کېښودل شی. د سولې دمشورتی لویې جرګې مخالفین په دې روږدی شوی ،چې خپلې شخصی ګټې یې باید خوندی وی اوس موږ ګورو چې د سولې د مشورتی لویې جرګې دجوړولو لپاره  ملی اراده شتون لری او له هرڅه ورته دهېواد اوخلکو ملی ګټې غوره دی ، نو هېڅوک ددغې لویې مشورتی جرګې دجوړېدو مخه نه شی نیولى .

                                                  محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید