روزنامه هیواد

د سولې مذاکراتو په درشل کې د ملکی خلکو پراخ تلفات

 سره له دې، چې سږ کال په افغانستان کې د سولې لپاره ملی او نړیوالو هڅو زور اخیستى او د فبرورۍ په ۲۹مه لومړى امریکا له طالبانو سره د سولې راوستو تړون لاسلیک کړ او په خپلو کې اوربند ته ژمن شول او همدا رنګه د روانې سپټمبر له ۱۲مې را هیسې د امریکا او نړیوالې ټولې په فشار له طالبانو سره د سولې لپاره د مخامخ مذاکراتو لړۍ پرانیستل شوې، خو بیا هم دا دى جګړه روانه ده، هغه تپل شوې جګړه چې د اسلام او دغه راز بشری حقونو له خوا ناروا بلل شوې ده، په دې جګړه کې درګرده افغان ملکی وګړی تلفات ورکوی ؟! دغه حالت د تېرو شپږو میاشتو په تېرېدو سره چې د سولې لپاره هیلې را وټوکېدې، په ټکر کې دى، دا روانه جګړه او ترهګرېزو بریدونو شدت نه یوازې بشری جنایتونه دی ، بلکې ورسره سم د سولې لپاره د ملت او نړیوالې ټولنې راټوکېدلې هیلې هم له خاورو سره خاورې کوی!له ډېره بده مرغه چې په تېرو شپږو میاشتو کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې لپاره تړون لاسلیک کړى، د ملکی وګړیو تلفات ډېر شوی دی. د افغانستان کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱۴۰ چاودنې کړې ،چې په دغو بریدونو کې کابو ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه سرچینه وایی،چې یواځې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې ۹۸ ملکی وګړی وژل شوی او ۲۳۰ نور ټپیان شوی دی.ملګری ملتونو هم پر دې جګړې او ملکی مرګژوبلې اندښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى دفتر یا یونما په خبرپاڼه کې وېـیلی، د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی خو په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او ملکی مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. سرچینه کاږی په وروستیو څو اوونیو کې جګړې خورا زیاتې شوې او د ښکېلو خواوو په نښتو کې ګڼو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوړی. یوناما له دواړو لورو یې غوښتی چې جګړې روانې جګړې نورې کمې کړی او د سولې لپاره ډاډمنه فضا رامنځته کړی، چې د سولې خبرې ادامه پیداکړی. په افغانستان کې د ورځې په تېرېدو سره د جګړې لړۍ اوږدېږی او هره ورځ د جګړې پر ښکېلو خواوو سربېره ملکی وګړیو ته هم سخت مالی او ځانی زیانونه اوړی. په دې جګړه کې ځواکمنه د حقانی شبکه ده چې د طالبانو پیاوړې څانګه او په تېره بیا [د پاکستان د پوځ ښی مټ] بلل کېږی چې امریکا هم تروریستی سازمان بللې. دغه سازمان او په تېره د طالبانو جنګیالی له پاکستانه د بریدونو او جګړې دستور اخلی. له همدې امله د دې جګړې مخنیوى سخت کار دى، ځکه په افغانستان کې سوله د پاکستان له پالیسۍ او تګلارې سره په ټکر ده، پاکستان په همدې جګړه کې خپلې ګټې لټوی، خو که دا جګړه بنده شی، نو ګټه یې له خولې وزی؟! د پاکستان ترڅنګ ایران او روسیه هم په دې جګړه کې خپلې خپلې ګټې لټوی،خو اوس هغه وختونه تېر شوی، چې پر یو او بل به له تېریو او تپل شوې جګړې ګټې پورته کېدې،اوس د دې ځاى متقابلو اړیکو نیولى، چې پر بنسټ یې د ګډو هېوادونو او ګډو ملتونو ترمنځ سوداګرۍ او پانګونې د تل پاتې او روا ګټو لپاره په عملی ډګر کې لارې پرانیستې دی!اوس چې په افغانستان کې د سولې لپاره پر ملی او سیمه ییزې اجماع سربېره نړیواله اجماع هم رامنځته شوې، نو هغوى باید د دې جګړې بهرنیو لاملونو مخینوى وکړی. دا مسئله هم باید د سولې په اجندا کې شامله کړاى شی. د دې لپاره د ملګرو ملتونو او نورو بشری سازمانونو او په تېره بیا د اسلامی همکاریو سازمان ښه بنسټونه دی، چې په کې کلک او پرېکنده تصامیم ونیول شی او په افغانستان کې دا جګړه بنده کړی. له دې پرته به دا جګړه نه یوازې له افغانانو قربانۍ اخلی، بلکې د سیمې او نړۍ پر زیان هم ده، ځکه د ترهګرۍ او اورپکۍ پر ملاتړ روانه ده او دا جګړه ډېره خطرناکه او زهرجنه جګړه ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید