روزنامه هیواد

(( د سولې مذاکراتو پر مهال دې د شرخوښوونکو عناصرو مخه ونیول شی ))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د افغانستان د سولې له بهیر د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلی قریشی د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوی.قریشی ویلی پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر به د دواړو هېوادونو د اړېکو او د افغانستان سولې د بهیر په اړه د ګډ تفاهم د رامنځته کولو په برخه کې نوی باب پرانېزی.ده پرته له دې چې جزییات ورکړی دا هم ویلی، چې د افغانستان د سولې د خبرو پر مهال باید په سیمه کې په ځینو شرخوښو عناصرو هم پام وساتل شی چې د سولې او ثبات مخالفه دی.

د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا رییس عبدالله عبدالله په دری ورځنی سفر پاکستان ته تللی او تمه ده نن سه شنبه له صدراعظم عمران خان سره وګوری.عبدالله هیله ښودلې چې دا سفر یې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې غښتلی کړی او پر مټ یې د سولې په برخه کې د همکاریو نوی باب پرانیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید