روزنامه هیواد

د سولې لپاره پر پاکستان د نړیوال فشار غوښتنه!

په افغانستان کې جګړه پردۍ ده او دا جګړه که د هرې ډلې او هر چا له خوا پر مخ روانه ده، نو تر شا یې پاکستان دی، دا له افغانستان سره نااعلام شوې مخامخ جګړه ده، چې پرضد یې څو ځله ولسمشر غنی هم غږ پورته کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتی، چې د دې جګړې په مخنیوی کې مرسته وکړی، همدا راز ولسمشر غنی پر پاکستان غږ کړی، چې له دې جګړې لاس واخلی او په تفاهم کې ورسره د خپلو اقتصادی او بنسټیزو ګټو لپاره همکارۍ ته چمتو شی. په افغانستان کې د پاکستان د دې جګړې په اړه په امریکا کې هم غږ پورته شوی او له امریکایی حکومته غوښتنه شوې، چې پر پاکستان فشار راوړی، چې طالبان سولې ته پرېږدی!پاکستان یوازې د طالب ، القاعده، حقانی شبکې، داعش او نورو لسګونو ترهګریزو ډلو پر مټ دا جګړه پر مخ وړی، په دې جګړه کې نه یوازې افغانان وژل کېږی، بلکې د سولې د هڅو مخه هم ډب کوی او دغه راز هغه بنسټونه هم له منځه وړی، چې نړیوالې ټولنې یې د رغونې لپاره له افغانستان سره همکاری کړې ده، لکه د سرکونو او پلونو، ټولګټو پروژو په شمول د پرمختیایی چارو ورانول. پاکستان په دې کې خپله ګټه لټوی، خو د ترهګرۍ پر مټ د ګټې تر لاسه کول، نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات هم ګواښی!په دې اړه تازه امریکا هم اندېښنه ښکاره کړې ده، د امریکا د کانګرېس لپاره په تازه چمتو شوی راپور کې وېیل شوی چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او دا چاره یې دوامداره ساتلې ده.د کانګرېګېشنل ریسرچ سرویس لخوا د امریکا کانګرېس ته په تیار شوی راپور کې وېیل شوی چې یاد هېواد اوس هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو په خاصه توګه د حقانی شبکې کلک ملاتړ کوی. په راپور کې وېیل شوی، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. راپور کې دغه راز ټینګار شوی چې پاکستان د افغان کشالې په اواری کې مهم رول لری او باید ورباندې فشار راوړل شی چې په دې برخه کې خپل مثبت رول په سمه توګه ادا کړی.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ په دغه هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب شوی دی.پاکستان له دې څخه ځان منکروی، خو د شواهدو ځواب هم نه لری. امریکا په داسې حال کې دا اندېښنه ښکاره کوی، چې له پلان سره سم د اپرېل په ۱۶ مه په ترکیه کې د افغانستان سولې په اړه مهمه ګډه غونډه جوړېږی او د طالب استازیو سربېره به پاکستانی چارواکی هم په کې ګډون ولری. پاکستان هم تر وسه هڅې کوی، چې په افغانستان کې د اوسنی نظام نسکورولو لپاره نړیواله هوکړه تر لاسه او په دې غونډه کې یې پلې کړی، د پاکستان موخه داده، چې دا نظام له مخې لرې کړی، ځکه دا نظام د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره ټینګ هوډ کړی او د پاکستان ناوړې دسیسې یې له خنډ سره مخ کړې دی. پاکستان اوس ډېره هڅه کوی، چې د خپلو ملېشو پر مټ یې په افغانستان کې جګړه پراخه کړی او د ترکیې غونډې ته ښکاره کړی، چې دا نظام ناکاره او کاواکه دی؟! پر همدې بنسټ افغان ځواکونو د هغو جنګیالیو پرضد جګړه تېزه کړې، چې له پاکستانه را استول شوی. د ملی دفاع وزارت وایی، چې د یادو عملیاتو په پایله کې په سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ چې یو زیات شمېر پاکستانی جنګیالی هم په‌ کې شامل دی. په وژل شویو جنګیالیو کې ۳۴ تنه پاکستانی جنګیالی دی؛ چې مړی یې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته وړل شوی دی. پاکستان دا ځل ډېر فشار راوړی دی، خو افغان ځواکونو د هوایی قواوو په ملاتړ د هغوی پرضد عملیاتو ته زور ورکړی او په کندهار کې یې د ۵ ځانمرګو په ګډون، ۷۵ جنګیالی وژلی او ۱۲ نور یې ټپیان کړی. په شمال کې هم د بریدونو لپاره د تیاری چارې شنډې کړل شوې دی. په ټوله کې دا جګړه له بهره په ځانګړې توګه پاکستانه تمویلېږی، چې خپل ځواکونه یې هم په کې دی، له همدې امله د امریکا په شمول له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د دې جګړې مخنیوی وکړی او پر پاکستان فشار راوړی، چې له افغانستان سره سولې ته ورسېږی، ځکه ترهګری د ګردې نړۍ امنیت او ثبات ګواښی او همدا ده، چې په افغانستان کې یې د امریکا جګړه اوږده او ستونزمنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید