روزنامه هیواد

د سولې لپاره هڅې نوی پړاو ته داخلېږی!

له طالبانو سره په قطر کې د بین الافغانی غونډې تر لغوه کېدو وروسته، له دې ډلې سره د سولې هڅې نوی پړاو ته داخلې شوې دی، هم افغان حکومت، هم د سولې عالی شورا او هم په دې هڅو کې را ښکېله امریکا په ټول وس د سولې لړۍ ته زور ورکوی. افغان حکومت سوله خپل ستر لومړیتوب بللې او په لومړی ګام کې به د سولې لپاره ملی مشورتی لویه جرګه را بولی، دا لویه جرګه به د روانې غویی میاشتې په نهمه په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه او ښایی د څو ورځو لپاره دوام وکړی، د دې جرګې لپاره دوه نیم زره کسان په پام کې نیول شوی او په ولایتونو کې یې غړی د ازادې سیالۍ له خوا د ملت په خوښه ټاکل کېږی. یعنې د افغان حکومت له خوا اوس د سولې پر ملی مشورتی لویه جرګه پام ورټول شوى او د دې لپاره پوره تیارى نیول شوى دى. بل لورى له طالبانو سره د بین الافغانی خبرو هڅې هم نوی پړاو ته داخلې شوې دی، د امریکا متحدو ایالتونو افغان حکومت ته ډاډ ورکړى، چې هغوى به د افغان سولې لپاره د بین الافغانی خبرو هڅې لا پسې زیاتې کړی چې بالاخره افغانان تل پاتې سولې ته ورسېږی. په دې تړاو د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غنی سره په تلېفونی خبرو کې د دوحې د غونډې د ځنډیو په اړه خپگان ښودلى او د طالبانو «پسرلنی عملیات» یې غندلی دی. ښاغلی پمپیو ویلی چې دواړه اړخونه یې هڅولی چې د قطر په غونډه کې پر گډونوالو توافق وکړی او ټینگار یې کړى چې دغه خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو ښه چانس دى. د قطر غونډه چې په پلان کې وه د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د پلاوی او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ جوړه شی، خو د دښمنو لوریو له خوا د ناوړې مداخلې له امله افغان حکومت وځنډوله، ځکه دښمنو کړیو له پیاوړی ملی دریځه د افغان پلاوی د سولې له سترې هڅې وېره لرله، نو یې مداخله وکړه او دا پلاوى یې ونه مانه، د بل پلاوی لېست یې جوړ او په ډېره سپین سترګۍ یې پر افغان حکومت یې د دغه لېست د منلو هڅه وکړه ، خو ولسمشر دې ته پام وکړ او د دې سترې دسیسې مخنیوى یې وکړ، ځکه سوله د افغانانو دینی او ملی غوښتنه ده او په هېواد کې د طالب او بلې هرې ترهګرې ډلې له خوا تپل شوې جګړه هېڅ اسلامی روایت نلری، خو دښمن په هر راز ناوړو کړنو او بې شرمانه مداخلو سره د سولې هڅې نه شی ټکنۍ کولى، بلکې د سولې لپاره ملی هوډ لا پسې غښتلى شوى او په هېواد کې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره کار کېږی. له امریکا متحدو ایالتونو هم د زړه له تله، چې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره یې د افغان حکومت او ولس ملاتړ ته زور ورکړى دى. خو له امریکا متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې مو لویه غوښتنه دا ده، چې پر دښمنو کړیو، چې د جګړې دوام ته لمن وهی او د سولې مخالفت کوی، پوره فشارونه واچوی، له دې پرته تل پاتې سولې ته رسېدل، به ډېر ستونزمن وی. د قطر سپین سترګې مداخلې ته په پام سره، باید د سولې لپاره بین الافغانی غونډه په قطر کې ونشی، بل ځاى دې ورته وټاکل شی، په داسې هېواد کې ،چې افغان سوله یې د خپلې سولې په مانا وی او په افغانستان کې ناوړې مداخله نکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید