روزنامه هیواد

د سولې لپاره هر ګام  په ملی مشوره اخیستل کېږی

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په جنیوا کنفرانس کې له وسله والو طالبانو سره د سولې د احتمالی خبرو لپاره د حکومت  مذاکراتی بورډ اعلام کړ. نړىوالې ټولنې هم له دې طرحې ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغان سولې د ټینګښت لپاره هڅو ته دوام ورکوی. ولسمشر محمد اشرف غنی وړاندې له دې ،چې د سولې لپاره دا بورډ جوړ کړی، په کور د ننه له سیاسی، حزبی، دینی او ملی مشرانو سره مشورتی غونډې او کتنې وکړې او د ټولو په مشوره یې د سولې لپاره دا ملی بورډ اعلام کړ. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم د افغان سولې لپاره په خپل ټول زرو او جدیت سره د سولې هڅې پیل کړې دی. د امرىکا د بهرنىو چارو  وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد د افغان سولې لپاره افغانستان او سیمې ته دوه ځله سفرونه کړی او توانېدلى، چې له طالب استازیو او د جګړې له ښکېلو لوریو سره خبرې وکړی. دغو سفرونو او کتنو هیله را ټوکولې، چې دا هڅې به ښې پایلې ولری، له همدې امله په ملی، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې د دغو هڅو او پلانونو ننګه او ملاتړ کېږی. امریکا هم هىله ښودلې چې له ولسمشرىزو انتخاباتو مخکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پىل شی. د سولې لپاره په اعلام شوی بورډ کې ۱۲ کسان شامل دی او مشری ىې د ولسمشرغنی د دفتر ریىس سلام رحىمی کوی. افغان حکومت غواړی طالبان د داسې دىموکراتىکې ټولنې برخه وګرځی چې د ټولو ونډه او برخه په کې مالومه وی او  له اساسی قانون سره سم د ټولو اتباعو حقونه او مکلفىتونه تامین وی له قانون سره سم د ملکی خدمتونو، امنىتی او دفاعی ځواکونو فعالىتونه سم پر مخ یووړل شی او ىوې وسله والې ډلې ته هم  چې له بهرنىو ترورىستی شبکو، بهرنىو تخرىبی سازمانونو، دولتی ىا غىر دولتی بنسټونو سره اړىکه ولری او په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وی، د فعالیت اجازه نه ورکول کېږی. همدا شان افغان حکومت پلان لری، چې د سولې خبرې په پنځو پړاوونو کې وشی. لومړى به په کور د ننه له افغانانو سره په دې برخه کې سلا مشوره کېږی، ورپسې به له پاکستان او امرىکا سره خبرې کېږی او په درېىم پړاو کې به دا خبرې د سىمې نورو هېوادونو ته هم غځېږی. په څلورم پړاو کې به له اسلامی او عربی هېوادونو سره خبرې وشی او په پنځم پړاو کې به د ناټو غړی او نور هېوادونه هم د دې پروسې برخه وګرځی. افغان حکومت په دې باور دى، چې د راتلونکی پسرلی ولسمشرىزې ټاکنې د سولې د خبرو لپاره ډېرې اړىنې دی، خو په کور د ننه یو شمېر ډلې او د ګوندونو استازی د سولې پر دغو نویو او خورا پراخو غښتلیو هلو ځلو نیوکې کوی، ښایی هغوى د ونډې په غم کې وی، خو د سولې لپاره د دغه بورډ جوړول او دغه راز د امریکا له خوا غښتلې هڅې د ولس په مشوره شوی او کېږی. د ولسمشر محمد اشرف غنی دا شعار دى، چې د سولې لپاره به هر ګام د ولس په مشوره د ملی ګټو په تحقق کې اخلی. موږ پر دغو ګوندونو او کسانو غږ کوو، چې د سولې لپاره د ولسمشر د مشورو په دوام را وړاندې شی او دوى دې ملی ګټو ته په پام سره طرحې او مشورې وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید