روزنامه هیواد

د سولې لپاره د نړیوال فشار سخته اړتیا ده !

داسې ښکاری، چې طالبان د سولې لپاره تمایل نه لری او درګرده یې جګړې او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی، د امریکا له خوا هم منل شوې، چې طالبان د قطر له تړونه سرغړونه کړې او د افغانانو پرضد یې د جګړې تر څنګ پر ائتلافی ځواکونو هم بریدونو ته مخه کړې ده. دا هغه څه دی، چې طالبان پرې د قطر له تړونه پر سرغړونې ملامت شوی دی. د قطر تړون په ټولیزه توګه له همغه سره مات شوی دی، ځکه له افغان حکومت سره سوله د هغه تړون مهم ټکی دی، چې نه ده شوې.

د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته د سولې لپاره د قطر له پیل شوې پروسې هم له دوو ډېرې میاشتې واوښتې، خو طالبانو اوس هم د سولې مذاکرات نه دی پیل کړی. د تېرې سپټمبر په ۱۲مه د امریکا او نړیوالې ټولنې په همکارۍ طالبان له افغان حکومت سره کېنول شول، چې د سولې لپاره مذاکرات پیل کړی، خو طالبان ډېر هسک الوت کوی او داسې انګېری، چې ګنې امریکا د قطر تړون له مخې د افغانستان نظام ورسپارلی؟؟؟ خو دا نه د امریکا واک دی او نه هم د کوم بل چا ! تمه وه، چې طالبان باید د سولې له بهیر سره یوځای او په اوسنی حکومت کې جذب کړای شی، خو طالبان دا نه منی او جګړې ته یې زور ورکړی دی. حالات له دې هم بل ډول دی، یعنې طالبان د سولې هېڅ اراده نه شی ښکاره کولی، ځکه طالب د پاکستان د جګړې د دوام لپاره یوازې او یوازې ملېشې دی.

دغه راز حالت د سختې اندېښنې وړ دی، افغان حکومت د دغه حالت کابو کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې غږ پورته کړ. د امنیت شورا دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې امنیت شورا په افغانستان کې د سولې له پروسې د ملاتړ لپاره څه کولی شی؟

د افغانستان جمهور رییس اشرف غنی د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو نورو ګډونوالو په څېر د وېډیویی کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه او په وینا کې یې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او د قربانیو یادونه وکړه. ولسمشر غنی طالبان ملامت کړل چې له سږ فبرورۍ راهیسې یې د نرمښت پرځای له تشدده کار اخیستی او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ولسمشر غنی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څو غوښتنې وکړې چې یوه او مهمه یې د سولې خبرو د بریا لپاره پر طالبانو د بندیزونو پلی کول وو. دی وایی: ((زه له شورا غوښتنه کوم چې له طالبانو سره د خبرو د بریا لپاره د کلیدی وسیلې په توګه د بندیزونو په پوره او اغېزمن پلی کولو ټینګار وکړی. طالبانو شرایط نه دی پوره کړی. بندیزونه یوازې هغه وخت اغېزمن وی چې د ټولو له خوا پلی شی او په اوسنی مېکانېزم کې په هر ډول بدلون غور باید یوازې د سولې په پروسې او د هغې په پایلو کې د پام وړ پرمختګ په صورت کې وشی چې موږ لا تر اوسه نه دی لیدلی او همدا راز داسې افغانستان ته د طالبانو تعهد چې په هغه کې د ښځو اساسی حقونه خوندی وی او بیا له تبعیض سره مخ نه شی.))

افغان حکومت دا غوښتنه په داسې حالت کې کوی، چې د سولې د هڅو په پیل سره د طالبانو پر ځینو مشرانو د ملګرو ملتونو بندیزونه نرم شوی او د دغه نرمښت یوه پایله او بېلګه بېلابېلو هېوادونو ته د طالب مشرانو ازادانه تګ راتګ دی.

دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبورا لاینز بیا هم هیله څرګنده کړې چې ګنې امکان لری دواړه ډلې پر طرزالعمل موافقې ته نږدې وی،خو دا لا مالومه نه ده، چې طالبان به خبرې پیل کړی، اوربند به وکړی او که څنګه؟ خو په اصل کې کله چې هوا سړېږی، نو همداسې حرکتونه هم څرګند شوی، چې ګنې د سولې لپاره ګامونه پورته کېږی،په دې ډنډورې سره هغوی د ټولو سترګو ته خاورې ور شیندلې او د هوا په ګرمېدو سره یې بېرته جګړې ته مخه کړې ده. د افغان حکومت غوښتنه هم دا ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو فشار راوړی، چې سوله وکړی او د هغوی تر شا ولاړو هېوادونو بندیزونه سخت او یا هم له سره ولګوی. له دې پرته طالبان د سولې لپاره کوم تمایل نه ښکاره کوی، کابل ته د عمران خان له راتګ سره سم د قطر په خبرو کې د پرمختګ اوازه هم هسې یوه ډنډوره ده، چې ګنې د دغه سفر اغېزې وښیی، خو د سولې د عملی ګامونو لپاره نړیوال فشار اړین دی !


ممکن است شما دوست داشته باشید