روزنامه هیواد

د سولې لپاره د غونډو پرځاى دې پر طالبانو او پاکستان له زیاتو فشارونو کار واخیستل شی !

په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان دسولې په اړه په ملی، سیمه ییزه او نړیواله کچه دلسګونو غونډو په لړکې دپاکستان دسولې دانستیتوت اوبنسټ په بلنه اوکوربتوب پرون په پاکستان کې یوه غونډه جوړه شوه چې دافغانستان دحزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار، دافغانستان دپخوانی ولسمشر حامدکرزی ، دافغانستان د جمهوری ریاست د نوماند محمدحنیف اتمر او د بلخ دپخوانی والی عطامحمدنور، دسولې دعالی شورا درییس کریم خلیلی او دهېواد دنورو ملی اوسیاسی شخصیتونو په ګډون سیاسیونو په کې برخه اخیستی وه او دغه راز ټاکل شوې ده چې ورپسې به دافغانستان جمهوررییس محمد اشرف غنی هم دپاکستان دصدراعظم عمران خان په بلنه د روانې چنګاښ میاشتې پرشپږمه نېټه پاکستان ته سفر وکړی اوپه دغه هېواد کې به دافغان سولې په اړه په جوړې شوې غونډه کې برخه واخلی او وروسته به بیا د افغان سولې اوله افغانستان سره داقتصادی او پراختیایی مرستو په اړه د سام په نامه دترکیې په انقره کې یوه غونډه جوړه شی او هم به دجولاى د راتلونکې میاشتې پر اوومه او اتمه نېټه دقطر په دوحه کې دافغانستان په جګړو کې دټولو ښکېلو ډلو داستازو په گډون دیوې سترې غونډې جوړولو ته سازمان ورکړی اوپه هغې کې به دبین الافغانی خبرو دلارو چارو دموندلو په اړه بحثونه وشی او دسیمې اونړۍ د هېوادونو دیوستر سرخوږی په توګه به پر افغانستان دڅه دپاسه څلویښت کلنو تپل شویو جګړو دپاى ته رسولو په اړه رغنده او ټاکونکې پریکړې وشی او دطالبانو اوپاکستان په څېر به دافغانستان په جګړو کې ټولې ښکېلې ډلې دهغو پر پلی کولو مکلفې کړای شی او دعمل جامه به ورواغوندی او که چېرې طالبان اوپاکستان دتېر په څېر دغه پرېکړې تر پښو لاندې کړی ، نو دجرمنی ، امریکا ، اروپا او ناټو په ګډون به نړیواله ټولنه دافغانستان دسولې په اړه دطالبانو اوپاکستان پرضد له نورو بدیلو لارو او سختو چلندونو ګټه واخلی چې پرمټ به یې له یوې خوا طالبان له افغان حکومت سره دسولې دخبرو پر ټغر کښېنی اوله بلې خوا به د هغوى ملاتړکوونکى، روزونکى، تولیدوونکى او وسله وال کوونکى هېواد پاکستان دې ته اړ شی چې دافغانستان په کورنیو چارو کې دبې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو او همدارنګه دطالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه په کلکه ډډه وکړی اوپه دې توګه دسولې په اړه له افغانستان سره پوره همغږۍ او مرستې ته ودانګی اوله دې لارې دافغانستان دسولې په اړه خپل اخلاص او صداقت په اثبات ورسوی. دسیاسی شنونکو اونورو کارپوهانو له قوله که څه هم دکلونو کلونو دجګړه ځپلو افغانانو دیوې ډېرې سترې غوښتنې په توګه په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هلو ځلو زور اخیستى دى او دبین الافغانی خبرو دپیل کېدو هیلې یې راټوکولې دی ، خو دځینو امریکایی سرچینو له خولې پاکستان له افغان حکومت سره دطالبانو د روغې جوړې د خبرو دموضوع له تودېدو سره جوخت د طالبانو پرځاى اوس داعشیان خپلې ناولې غېږی ته ورنږدی کړی چې په افغانستان کې به دسولې په اړه له افغان حکومت سره دطالبانو له روغې جوړې سره جوخت دطالبانو پر ځاى په هېواد کې دسولې دله منځه وړلو لپاره له داعشیانو څخه دیوې سترې وسیلې په توګه کارواخلی اوله دې لارې به دوه مخى، درواغجن، مکار اوتېری کوونکى پاکستان دافغانستان دسولې په اړه دافغان حکومت او طالبانو دروغې جوړې هڅې اولاس ته راوړنې پراوبو لاهو اوله خاورو سره به یې خاورې کړی، نو پردې بنسټ یادو واقعیتونو ته په کتو سره ډېره اړینه برېښی چې دامریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه باید له دې وروسته په افغانستان کې دتلپاتې سولې لپاره دغونډو، جرګو او کنفرانسو پرځاى ترټولو مخکې پر پاکستان خپلو فشارونو او دړکو ته زور ورکړی اوله دې لارې دې پاکستان دې ته اړکړی چې له یوې خوا دداعشیانو په څېر دخپلو روزل شویو ترهګرو له ملاتړه لاس واخلی اودهغوى ځالې ړنګې کړی اوله بلې خوا دې دافغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنو په کلکه ډډه وکړی، نو هله به دافغانستان دسولې په اړه دنړیوالې ټولنې منډې ترړې مثبتې پایلې راونغاړی او په پایله کې به یې دبشر دډېر ستر او ګډدښمن په توګه دترهګرو تور ټغر دتل لپاره له افغانستانه ټول شی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید