روزنامه هیواد

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو هڅې

افغان ولسمشر او نور چارواکی په ټول وس هڅې کوی، چې د سولې لپاره د مذاکراتو لړۍ پیل او په دې برخه کې خنډونه له مخې لرې کړی، موخه دا ده، چې د قطر مذاکرات ژر مثبته پایله ورکړی او دا پایله په افغانستان کې د اوربند ټېنګښت وی. د همدې لپاره افغان ولسمشر او د ملی پخلاینې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سیمې ته سفرونه پیل کړی دی. ولسمشر غنی وړمه ورځ قطر ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا تر څنګ د سولې لپاره په تر لاسه شوی فرصت بحثونه  وکړل، دا چې له دغه فرصته څرنګه غوره ګټه تر لاسه کړای شی. قطر ته ولسمشر غنی په داسې حال کې سفر کوی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې د سولې مذاکرات له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی، له ولسمشر سره په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا ځانګړی استازی او همدا رنګه د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال مېلر هم دوحې ته تللی دی، ولسمشر غنی د قطری چارواکیو تر څنګ له هغوی سره هم لیدلی دی. د غو سفرونو ته افغان چارواکی هیله من دی او تمه لری چې دا مذاکرات مثبته نتیجه ورکړی.

افغان ولسمشر غنی هم د سولې لپاره د مذاکراتو بریا غواړی او دا یې ستر لومړیتوب دی، هغه په دې برخه کې د لا زیات ملاتړ جلبولو په تمه له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو سره د دوشنبې په ورځ قطر ته لاړ. ښاغلی غنی د قطر له صدراعظم شېخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثانی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، جنرال مېلر او د قطر له امیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکیو سره ولیدل. د قطر لومړی وزیر او نورو چارواکیو ژمنه وکړه، چې هېواد یې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات، امنیت او پرمختګ غواړی.

له قطری چارواکیو سره د ولسمشر غنی دا لیدنې له شک پرته د سولې پر روانه لړۍ مثبتې اغېزې شیندی. افغان مرکچی پلاوی هم خوښ ښکارېږی، دوی وایی، چې ګنې له طالب پلاوی سره به ډېر ژر اختلافی موارد حل شی.

بل لور ته د طالبانو د پلاوی له مرستیال ملا عبدالغنی برادر سره زلمی خلیلزاد او د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان سکاټ مېلر لیدلی دی.

دا چې تر اوسه د سولې مذاکرات نه دی پیل شوی، اندېښنې شته، خو دا اندېښنې له دغه سفر او لیدنو سره سم کمې شوې دی، اوس تازه هیلې راټوکېدلې، چې مذاکرات پیل شی، پاتې لږ اختلافی نظرونه حل شی او افغان پلاوی له طالب پلاوی سره په افغانستان کې د اوربند لپاره یوه هوکړه وکړی. ځکه د افغان ولس او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په غوښتنه دولت تر ټولو مهمه غوښتنه دا لری، چې اوربند وشی ، د دې لپاره د قطر له چارواکیو امریکایی استازیو او نورو منځګړیو هېوادونو غوښتنه کېږی، چې طالبان دې ته اړ کړی چې اوربند وکړی او د سولې لپاره تصمیم ونیول شی.دا څه د سولې لپاره له سیمه‌ییزې اجماع پرته نه شی تر لاسه کېدای او افغان حکومت غواړی، چې له دې لارې د سولې ملاتړ جلب کړی. په همدې هدف د ملی مصالحې د عالی شورا رییس عبدالله عبدالله پرون هند ته لاړ او د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وینی. ښاغلی عبدالله په خپل څلور ورځنی سفر کې د هند له صدراعظم او یو شمېر نورو چارواکو سره د سولې د هڅو پر موضوع خبرې کوی. له دې مخکې د ملی مصالحې د عالی شورا رئیس تېره اوونۍ په دری ورځنی سفر پاکستان ته لاړ. ده د پاکستان له چارواکیو سره لیده کاته د سولې پروسې د ملاتړ په خاطر اغېزناک او رغنده وبلل. هیله ده چې دغه سفرونه مثبته پایله ورکړی او په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره زمینه برابره کړای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید