روزنامه هیواد

د سولې لپاره د بىن الافغانی مذاکراتو هڅې دوام لری

په افغانستان کې د سولې عالی شورا واىی چې له طالبانو سره د بىن الافغانی مذاکراتو لپاره هڅې دوام لری.

د قطر د غونډې له لغوه کېدو وروسته د سولې عالی شورا واىی چې له ځىنو هېوادونو سره په همغږۍ د بىن الافغانی مذاکراتو د پىل لپاره هلې ځلې دوام لری.

د دې شورا وىاند غفور احمد جاوېد واىی چې سوله د افغانستان لپاره مهمه ده او د قطر د غونډې لغوه کېدل نشی کولاى چې روانې هڅې ودروی.

ښاغلی جاوېد د شنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډىو ته وىلی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پىلېدو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخىستل شی.

خو ښاغلی غفور دا ونه وىل چې دا ځل به بىن الافغانى مذاکرات کله او په کوم هېواد کې ترسره شی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې په قطر کې بىن الافغانی مذاکرات چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ پىل شی، لغوه شول او افغان حکومت ىې ملامتی پر قطر واچوله.

دې غونډې ته افغان حکومت د ۲۵۰ کسانو لېست اعلام کړى و، چې سىاسی څېرې، د بېلابېلو قشرونو استازی او ىو شمېر حکومتی چارواکی په کې شامل وو.

د دې غونډې له لغوه کېدو سره داسې اندېښنې پىدا شوې چې ممکن د سولې روانې هلې ځلې څه ناڅه ټکنۍ شی.

خو افغان حکومت وىلی چې په دې برخه کې هڅې دوام لری چې تر نږدې لسو ورځو پورې د مشورتی لوىې جرګې جوړېدل ىې ښه بېلګه بولی.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد هم څرګنده کړې چې د خبرو لپاره هېڅ بدىل نشته او دوى په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

په همدې حال کې د امرىکا د دفاع وزارت سرپرست پاترىک شاناهان هم له زلمی خلىلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړی.

له دې وړاندې اندونىزىا او ازبکستان دواړو وىلی: چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید