روزنامه هیواد

د سولې لپاره دری پرله پسې مهمې غونډې

د افغانستان حکومت سبا دوشبنې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د سولې راوستو په هیله د درېـیو مهو غونډو لړۍ پیل کړی، په دې غونډه کې به له ۱۸ ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره افغان حکومت د سولې پر سر خبرې وکړی او د حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله به هم ورسره ګړندۍ شی. یاده دې وی چې دا غونډې به د وېډیو کنفرانس له لارې جوړې شی.

لومړۍ غونډه به سبا د دوشنبې په ورځ جوړه شی، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی په خبرو به پیل شی. دوهمه غونډه چې د افغانستان، چین او پاکستان د ستراتېژیکو مسایلو په اړه پکې خبرې کېږی د سه شنبې په ورځ جوړېږی. په دې غونډه کې به د امنیتی، اقتصادی او د سولې مذاکراتو په اړه بحث وشی. درېـیمه غونډه به د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر غنی په خبرو پیل شی. ددې خبرو اصلی هدف به د نړیوالې اجماع رامنځته کېدل، بین الافغانی مذاکراتو او د افغانستان سولې بهیر وی.

ولسمشر محمد اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۲ مه ) له خپلو ترکمن او ازبک سیالانو سره په ګډه خبری غونډه کې ویلی وو، چې د بهرنیو چارو وزارت به د ۱۸ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د سولې لپاره د اجماع د رامنځته کېدا او د سولې پروسې په اړه غونډې جوړوی.

 دا غونډې به د افغانستان په کوربتوب جوړې شی، چې نړیوال حیثیت لری. د دې غونډو موخه داده، چې په افغانستان کې د سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع را منځته شی، سره له دې، چې د سولې لپاره تر دې وړاندې ملی او نړیواوله اجماع موجوده وه، خو سیمه ییزه اجماع ډېره مهمه او د سولې لپاره حیاتی ارزښت لری، د همدې سیمه ییزې اجماع د نه شتون له امله د سولې په مخ کې خنډونه پراته دی او طالبانو نه یوازې له ترهګریزو ډلو ځان نه دی ګوښی کړی، بلکې د تمې پر خلاف یې د افغانانو پرضد، بریدونو او جګړو ته زور ورکړی دی؟!

دې ته په کتو سره به افغان حکومت هڅه وکړی، چې په هېواد کې د دې پردې جګړې د مخینوی لپاره اجماع رامنځته کړی، ځکه د سولې لپاره پر ملی او نړیواله اجماع سربېره سیمه ییزه اجماع هم مهمه ده. په دغو درېـیو غونډو کې به د بین الافغانی خبرو څخه مخکې د اجماع د رامنځته کېدا په موخه په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې پروسه پرمختګ وکړی او له طالبانو سره به بین الافغانی غونډه جوړه شی،دا به لومړۍ غونډه وی او ددې پروسې لپاره ځانګړی اهمیت لری،خو تر اوسه د بین الافغانی خبرو لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی، خو تمه کېږی چې په روانه میاشت کې به په رسمی ډول پیل شی.

دا غونډې په داسې حال کې پیلېږی، چې په افغانستان کې د سیمه ییزې او ګاونډیو مداخلو او لاسوهنو له امله جګړه نوره هم پراخه شوې او که دا لاسوهنې دوامدارې شی، نو د سولې لپاره په لاس راغلی فرصت په هم له خاورو سره خاورې شی، چې له بده مرغه یو شمېر ګاونډیان او د سیمې مغرض  هېوادونه همدا غواړی. اوس په نړیواله کچه دا لاسوهنې بربنډې شوې او د دغو مغرضو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د جګړې او وژنو د دوام لپاره طالبان او ترهګری پر شا ټپول کېږی او آن د هغوی ملېشې هم پر افغانستان د مخامخ جګړې لپاره کارول کېږی! خو دې لاسوهنو او جګړو د سیمې او نړۍ امنیت، ثبات، پرمختګ، اقتصادی او سوداګریزې هڅې هم له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دی، افغانستان چې اوس د سیمې پر ستر سوداګریز بندر بدل شوی، دا جګړه د دې سوداګرۍ مخنیوی کوی، خو د سیمې او نړۍ هېوادونه له دې زیان ګالی. مهمه دا ده، چې تر تپل شوې جګړې او مداخلو، د افغانستان له لارې د سیمې سوداګری او اقتصادی همکارۍ ډېره ګټه لری او دا تل پاتې ګټې دی، نو د افغان حکومت غو‎ښتنه هم دا ده، چې مغرض هېوادونه او د هغوی استخباراتی ډلې نور له دې جګړې او ناوړو مداخلو تېر او پر ځای یې د ګډې همکارۍ او اقتصادی راکړې ورکړې پربنسټ تل پاتې او سترې مشترکې ګټې وپالی! افغانستان د دې لپاره مهم او خورا ستر ستراتیژیک او جیوپولیتیک اهمیت لری، دا د سیمې زړه دی او کله چې دا زړه ناارام وی، نو ټوله سیمه به ورسره ناارامه وی او زیان یې ټوله نړۍ ګالی. غوره ده،چې د دې لپاره سیمه ییزه اجماع هم رامنځته شی او له ملی او نړیواله اجماع سره مرسته وکړی، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره زمینه برابره او ټول د مشترکو او تل پاتې ګټو لپاره دوستانه اړیکې ټینګې کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید