روزنامه هیواد

د سولې لپاره بین الافغانی خبروته به مرکچی پلاوى اعلام کړو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: له طالبانو سره یې د خبرو لپاره مذاکراتی ټیم ټاکلی ، چې په کې د ټولو سیاسی غاړو استازی شته.ښاغلی غنی د پنجشنبې په ماښام له طلوع نیوز سره په مرکې کې وویل (( د مذاکراتی ټیم د غړو نومونه دقیقاً هغه وخت اعلامېږی چې له طالبانو سره خبرې پیل شی. دا لېست ټول شمول دی، د ټولو سیاسی غاړو استازو نومونه په کې شته.))له ښاغلی غنی وپوښتل شول، که کومه سیاسی ډله یا سیاستوال د مذاکراتی ډلې پر څرنګوالی انتقاد وکړی، دی به یې په اړه څه وایی؟ ده وویل: (( پرېږده چې انتقاد وکړی، له انتقاد پرته د سیاسیونو بل کار نشته)) ښاغلی غنی مشخصاً د کومې سیاسی ډلې یا څېرې نوم وانخیست.ولسمشر غنی ټینګار وکړ، چې د مذاکراتی ډلې د غړو نومونه یې ،ځکه پټ ساتلی چې نه غواړی (( د متحدو اماراتو قضیه تکرار))  شی. هلته شاوخوا ۲۵۰ کسان ټاکل شوی وو ،چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړی. ښاغلی غنی وویل: دا ستونزمن دى، چې ۲۵۰ کسان دې پر یوې قضیې خبرې وکړې.ولسمشر غنی داسې مهال دا څرګندونې وکړې چې هلته په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نهم دور مذاکرات پیل شول او دواړه خواوې هیله لری چې هوکړې ته ورسېږی.ښاغلی غنی وویل: دا تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ دی او په دغو خبرو کې د افغان حکومت موجودیت اړتیا نه شته. په همدې حال کې داسې ویل کېږی، چې له طالبانو سره د تړون د یوې برخې په توګه په شاوخوا پنځو میاشتو کې ۴۵۰۰ امریکایی سرتېری له پنځو پوځی اډو څخه وځی او افغانستان به پرېږدی.ښاغلی غنی وویل: پر دغه پلان خبر دی او په خبره یې د دغو سرتېرو وتل به د افغانانو پر ژوند کوم منفی تاثیر نه لری. دی وایی: له هغو مرکزونو څخه چې امریکایی ځواکونه وځی، افغان ځواکونو ته به سپارل کېږی. دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایی ځواکونه په افغانستان کې دیره دی ، چې افغان امنیتی ځواکونو ته مشورې ورکوی، روزی یې او تجیهزات ورته برابروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید