روزنامه هیواد

د سولې لپاره باید فرصتونه ضایع نه شی!

په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړی دی، دا سفرونه وروسته له هغې پیلېږی، چې د امریکا نوی حکومت د همدغه خپل استازی په مشرۍ له طالبانو سره د پخوانی ولسمشر ټرمپ د حکومت له خوا پر تړون له سره ارزونه کوی. دا تړون ځکه تر پوښتنې لاندې دی، چې طالبانو یې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دی، افغان حکومت هم له دغه تړونه ښه پایله تر لاسه نه شوای کړای او پوره یو کال اوړی، چې جګړې شدت پیدا کړی او په کې افغانانو ته درانه زیانونه اوښتی دی.

اوس چې د سولې په برخه کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته بل سفر پیل کړی، ښایی د امریکا د نوی حکومت پیغام هم له ځانه سره ولری، دا پیغام به واضح وی او پر سوله متمرکز دی، ځکه ناټو او امریکا دې پایلې ته رسېدلی، چې له طالبانو سره ترهګری د لوی خطر په توګه لا هم پاتې ده او که یې پرضد اقدامات ودرول شی، نو د افغانستان په شمول به سیمه او نړۍ سخته وګواښی. د زلمی خلیلزاد دا پیغام ښایی د ترهګرۍ ملاتړیوو هېوادونو ته هم واستول شی.

اوس د افغانستان او نړۍ سیاستوال دې پایلې ته رسېدلی، چې طالبان سولې ته زړه نه ښه کوی او د ځواکونو ایستلو وخت ته په تمه دی، هغوی فکر نه کوی، چې د ځواکونو تر وتلو وروسته بریا د هغوی ده او قدرت به تر لاسه کړای شی،ځکه حالات بدل شوی دی، طالبان دې ښه په فکر او سوچ سره دا مسئله درک کړی، چې اوس د جبر، زور او استبداد وخت پای ته رسېدلی دی، نور هغه وخت نه شته، چې د یوه ملا په غیر رسمی لاسلیک به د ملت له خزانې میلیونونه پیسې ایستل کېدې، خو کونډه او یتیم به ترې محروم وو، اوس هغه وخت نه دی، چې پر ملت به هره پرېکړه او هر امر په جبر او زور سره عملی کېده، بلکې نن همدا ملت خپل برخلیک په خپله ټاکی او د دې لپاره سیاست، ښه مفکوره، د ملت ملاتړ تر لاسه کول، د هېواد او ولس لپاره کار او د افغانستان ځلولو مسئله د پام وړ ده او په دې برخه کې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره ملګرې ده.

دا منو چې طالبانو ته به د افغانستان یو شمېر دښمنان غوړې ژمنې ورکوی، چې ګنې مبارزه وکړی، د سولې په نامه لړۍ سره یوځای نه شی، چې قدرت او شهرت له لاسه ورکړی، خو طالبان دې پر دې مسئله ښه پوی وی، چې همدا لوری وو، چې د دوی پخوانی امارت یې په رسمیت نه پېژانده او که بیا هم قدرت تر لاسه کړی، نو پر رسمیت به یې هېڅکله ونه پېژنی! نړیواله ټولنه هم یوازې او یوازې د افغانستان اسلامی جمهوریت ننګه او ملاتړ کوی او واک باید په قانونی توګه هغه چا ته وسپارل شی، چې په خپل وخت یې ولس وټاکی او ولس ته د منلو وی!

طالبان دې پر دې هم ښه پوه شی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه خپل روزګار او ثبات د افغانستان په ثبات او امنیت کې وینی، که طالبان وغواړی که ونه غواړی، نو له را روانو دوو لسیزو وروسته به د سیمې وصل او پرمختګ د افغانستان په سوله او ثبات کې وی، خو د دې لپاره تعقل، تدبیر او د سیمې پېژندل ستره اړتیا ده، چې طالبان په زور او تپل شوې جګړه ورته رسېدای نه شی، بلکې یوازنۍ لاره داده، چې طالبان اول خپل ملت وپېژنی، درک یې کړی او د ملت ملاتړ تر لاسه کړی او بیا له قانونی لارې د قدرت او نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره هڅې وکړی.

د دې لپاره سوله مهمه ده او دا د طالبانو لپاره ستر فرصت دی، که دا ډله پر سیاست باور لری، نو د قدرت تر لاسه کولو لپاره باید ولس خپل کړی او د سیاست له لارې مبارزه وکړی، نه د پردۍ جګړې په زور، چې ملت په کې قربانی ورکوی او د افغانستان حیثیت وګواښل شی.

په افغانستان کې د ولسواکۍ او د خلکو حقونو خوندیتوب لپاره نړیوال ملاتړ ضروری ګڼل کېږی او آن د امریکا او ناټو له مشرانو هم نړیوالې غوښتنې دا دی،چې په افغانستان کې د ثبات، سولې او امنیت لپاره خپل پوځی حضور ته دوام ورکړی او د وروستیو لاسته راوړنو ساتلو لپاره باید د افغانستان تر څنګ ودرېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید