روزنامه هیواد

د سولې عالی شورا : له طالبانو سره د خبرو لورى به افغان حکومت وی

د افغانستان د سولې عالی شورا د طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ د لیدو کتو د راپورونو خپرېدو ته په اشارې سره وایی، چې دا مذاکرات نه، بلکې د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرول دید  طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان د سولې عالی شورا وایی: کوم هېوادونه چې د افغانستان د سولې د خبرو له پیلېدو سره همکاری وکړی، دوی یې هرکلی کوی.د دغې شورا ویاند سید احسان طاهری د چنګاښ په ۳۱ مه وویل:  په دې برخه کې د هېوادونو همکاری اړینه ده، خو وایی چې د سولې د خبرو رهبری او مشری به یوازې له افغانانو سره وی.نوموړی وویل: (( له شک پرته د سولې په پروسه کې د امریکا رول ډېر مهم دی، ویل کېږی چې په دې برخه کې عملی همکاری کوی، د نړیوالو همکارانو له لوری هر هغه اقدام چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې د پیل هڅې چټکې کړی، یو نیک ګام او د دوی او افغانستان په ګټه به وی.))(این. بی. سی) امریکایی خبری شبکې تازه د طالبانو د یوې سرچینې په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، راپور ورکړی چې طالبانو او امریکایی چارواکو څو ځلې سره کتلی دی.دې خبری شبکې ویلی، چې د طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ دغه غیر رسمی لیدنې کتنې په افغانستان، قطر او متحده عربی اماراتو کې شوې دی.(این. بی. سی) ویلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ملاقاتونه نه دی تائید کړی، خو ویلی یې دی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له دې وړاندې د افغانستان د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه مشتاق رحیم د طالبانو او امریکایی چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په اړه د راپورونو خپرېدو ته په اشارې سره وایی، چې دا ډول ملاقاتونه به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې رسمی خبرو ته زمینه برابره کړی.دی وایی: (( هغه ملاقاتونه او لیده کاته چې موږ او تاسې یې شاهدان یو، په اصل کې د خبرو د پیل لپاره آسانتیاوې برابرول دی، چې دا یوه ښه پروسه او په ښه وخت کې پیل شوې، که په دې برخه کې مثبت پرمختګونه وشول، د دواړو خواوو ترمنځ به اصلی مذاکرات پیل شی او بالاخره په افغانستان کې به په یوې واقعی سولې بدل شی.))دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالی شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک وړمه ورځ ویلی، چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې د افغانستان، امریکا، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو ترمنځ، څلور اړخیزه غونډه وشی.د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې د سولې د خبرو پیلېدو ته هیلې ډېرې کړی او خلک له وسله والو طالبانو هم غواړی چې د سولې په اړه د حکومت غوښتنو ته نېک ځواب ووایی                                                .  رحمت الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید