روزنامه هیواد

د سولې عالی شورا: د سىمې د هېوادونو له همکارۍ پرته سوله ناشونې ده

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د سىمې د هېوادونو له همکارۍ پرته به په دغه هېواد کې سوله ټینګه نه‌شی.د سولې عالی شورا ټینګار کوی ،چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره قوی اجماع او د سىمې او نړۍ مرستې ته اړتىا ده.د دغې شورا مرستىال عزىزالله حاجی دىن محمد وایی: افغانستان باىد د نړۍ د لوىو قدرتونو په ځانګړی ډول امرىکا او روسىې د همکارۍ مرکز وی او د سىمې هېوادونه هم باىد د ىوې اجماع په چوکاټ کې د سولې له پروسې سره مثبت او رښتىنى رول ولری.ښاغلی دىن محمد په دې اړه ووىل: ((زه باوری ىم چې د سىمې هېوادونو له اجماع او همکارۍ پرته به په افغانستان کې تلپاتې سوله ناممکنه وی، تلپاتې سوله هغه مهال ټىنګېداى شی، چې د لوىو قدرتونو موضوع څخه افغانستان جلا شی او د سىمې د ىوه اړتىا په توګه ورسره همکاری وی، نو په‌دې صورت کې به افغانستان ىوې تلپاتې سولې ته ورسېږی.))دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې ىو شمېر امرىکایی رسنىو په‌دې وروستىو کې وىلی ،چې د افغانستان سوله ىوې سىمه‌ىىزې اجماع ته اړتىا لری.نشنل انټرسټ مجلې وىلی: د افغانستان جګړه پېچلی کورنی او بهرنی اړخونه لری او د دغې جګړې د ختمولو لپاره باىد ټولو اړخونو ته پاملرنه وشی.دغې مجلې وىلی: که څه هم طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو نه‌دی، خو هغوى له پوځی لارې د کابل د تصرف توان نه‌لری.نشنل انټرسټ وىلی: د افغانستان په قضىه کې د ښکېلو هېوادونو ګټې نغښتې دی او د ملګرو ملتونو د امنىت شورا باىد داسې تګ‌لاره غوره کړی چې د امرىکا، روسىې او چىن ګټې ورسره تړلې وی.په همدې حال کې د نړىوالو اړىکو کارپوهان وایی: د افغانستان قضىه بېلابېل اړخونه لری او په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره اړتىا ده، چې ټول اړخونه‌ىې په پام کې ونىول شی.له ډلې ىې عبدالطىف نظری وایی:(( افغان سوله د نړىوالې ټولنې په ځانګړې توګه د لوىو قدرتونو ملاتړ او هم د سىمې د هېوادونو مشارکت ته اړتىا لری.))دا په داسې حال کې ده چې امرىکا هم په افغانستان کې د سولې د ټىنګښت لپاره سىمې ته د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد په استولو سره د سولې هڅو ته زور ورکړى.روسی چارواکو هم وىلی: د روانې مىلادی مىاشتې تر وروستىو به د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه و شی او د افغانستان تر څنګ امرىکا او طالبان او د سىمې هېوادونو ته هم په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.افغان چارواکو په کراتو وىلی، چې د افغانستان د سولې لپاره ملی، سىمه‌ىىزه او نړىواله اجماع رامنځته شوې او ولسمشر غنی څه موده وړاندې وىلی، چې هېوادونه له وخته زىات سولې ته نږدې شوی دی.

د یو بل خبرله مخې:

د سولې ولسی حرکت غړی وایی، چې په نږدې راتلونکی کې به د سولې لپاره د ولسی وىښتابه په هدف د افغانستان ټولو ولسوالىو ته سفرونه وکړی.دغه حرکت ټىنګار کوی، چې د سولې د غږ اوچتولو په هدف به د هېواد ګوټ ګوټ ته منظم سفرونه وکړی او ولسونه به د سولې پر وړاندې خپل مسوولىتونو ته متوجې کړی.د دغه حرکت وىاند بسم‎الله وطندوست د پنجشنبې په ورځ  آزادۍ راډیو ته ووىل: (( تر اوسه مو ولاىت نهدى ټاکلى چې لومړى ىې له کوم ولاىته پیل کړو، خو د افغانستان ۳۴ ولاىتونه، ټولو ولسوالىو او د افغانستان ټولو سىمو ته ځو، هلته که افغان حکومت، طالبان او ىا داعش وی ورځو، زموږ کار له ولسونو سره دى له دوى سره غږېږو ،چې د جګړې حل پهدې کې دى ،چې نور له غفلت راپورته شو او د سولې غږ پورته کړو.))د سولې ولسی حرکت د تېرې روژې په مىاشت کې وروسته له هغه رامنځته شو، چې په هلمند کې په ىوه خونړی ځانمرګی برید کې ملکىانو ته مرګ ژوبله واوښته.د ىاد حرکت غړی له هلمنده پلی کابل ته راغلل، د ىو شمېر بهرنىو سفارتونو مخې ته‌ىې پرلت وواهه او له شااوخوا دوه مىاشتو وروسته پښې لوڅی بلخ ولاىت ته ولاړل.دوى هر ځاى ته په رسېدو خلکو، طالبانو او افغان چارواکو ته وىل ،چې په افغانستان کې جګړه د پریو د ګټو لپاره روانه ده او قربانی ىې افغانان دی.د سولې د ولسی حرکت غړی وایی ،چې اوس هم پټه خوله نه‎دی ناست او په کلىو، جوماتونو او ښوونځىو کې د سولې لپاره له خلکو، قومی سپین‎ږىرو او ښوونکو سره غونډې لری.په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، چې د سولې په اړه له دا شان ولسی حرکتونو هرکلى کوی او وایی، چې دا ډول حرکتونه د سولې له راوستو سره مرسته کوی.د دغې شورا مرستىال حاجی عزىزالله دىن محمد وایی:(( د سولې د ولسی حرکت دغه هڅې د سولې لپاره ګټورې تمامېږی، خلکو ته د سولې پىغام رسوی او پهدې برخه کې دوى خپلو مسوولىتونو ته متوجې کوی، دا ډول حرکتونه خلکو ته د سولې په اړه تمې او امىدونه پیدا کوی، د سولې د ولسی حرکت دغه اقدام ګټور دى.))ښاغلی دىن محمد له ولسونو غواړی ،چې د سولې له ولسی حرکت سره مرسته وکړی، د دوى غونډو ته راټول شی او د سولې په اړه د دوى پروګرامونه واوری.له دې وړاندې افغان حکومت په ځلونو وىلی ، چې د افغان سولې په اړه په نړىواله، سىمه‎ىىزه او ملی کچه اجماع رامنځته شوې او له وسله‎والو طالبانو ىې غوښتی ،چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدی.د سولې د ولسی حرکت غړی وایی، چې دوى به له ټولو افغانانو وغواړی ،چې له جګړې لاس واخلی او د خپل مسوولىت مطابق د سولې لپاره کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید