روزنامه هیواد

د سولې شورا: د مسکو غونډه ښایی د ځانګړې اجندا د نه‌ تنظىمېدو له امله ځنډېدلې وی

د مسکو په غونډه کې تر دویم ځل ځنډ وروسته اوس د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، چې ممکن د مسکو غونډه افغان چارواکو سره د روسىې لهخوا د ىوې مشخصې اجندا د نه‌تنظىمېدو له امله ځنډېدلې وی.د ىادې شورا د اجرائیه پلاوی غړى محمد اسماعىل قاسمىار وایی: په ىاده غونډه کې د افغان چارواکو ګډون ډېر مهم دى او زیاتوی، چې ښایی په‎دغه غونډه کې د سولې عالی شورا استازى هم ګډون وکړی.​ښاغلی قاسمىار زىاته کړه: (( دا چې تر اوسه د غونډې اجندا له افغان چارواکو سره په ګډه نهده تنظىم شوې، خو زما په آند د ځنډ لامل به همدا وی، تر کومه چې ىوه ګډه اجندا جوړه شی، افغان حکومت ورسره موافقه وکړی او بالاخره خپل ګډون اعلام کړی.))مخکې تر دې ىو شمېر روسی رسنىو راپور ورکړى و چې ښایی د مسکو غونډه د روان مىلادی کال د نومبر په لومړۍ نېټه جوړه شی او د سولې عالی شورا هم وىلی وو، چې د مسکو غونډه د اکټوبر مىاشتې په وروستىو کې جوړېږی.ټاکل شوې وه، چې د مسکو غونډه په لومړیو کې د روسىې په کوربه‎توب د افغان حکومت د استازو په ګډون د روان مىلادی کال د سپټمبر په مىاشت کې جوړه شی، خو د افغان چارواکو تر مخالفتونو وروسته دغه غونډه جوړه نه‎شوه او وروسته له هغې بىا کابل او مسکو شااوخوا مىاشت مخکې هوکړه وکړه، چې ىاده غونډه به په ګډه جوړه کړی.روسی چارواکو وىلی ،چې د مسکو په غونډه کې چې هدف‎ ىې د افغانستان سوله ده، د افغانستان په ګډون، امرىکا، طالبانو او د سىمې ىو شمېر مهمو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.طالبانو تر اوسه په‎دغه غونډه کې د خپل ګډون په اړه څه نه‎دی وىلی، خو د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت وایی ، چې د ىادې غونډې د جوړېدو د څرنګوالی او وخت پر سر د کابل او مسکو ترمنځ خبرې روانې دی.د ىاد وزارت وىاند صبغت‌الله احمدی وایی:(( تاسې پوهېږئ چې مذاکره ىو لوى بحث دى او موږ په دې اړه خبرې کوو او البته دا مذاکره هم د مذاکرې لپاره ده، ځکه باىد د دغه غونډې د څرنګوالی په اړه بحث وشی، ټول موارد په دقت سره وارزول شی او مورادو ته تر لاسرسی وروسته موږ ځو، تر هغې وروسته مواردو ته او جزئىات له تاسې سره شرىکوو.)) په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ هم آزادۍ راډىو سره په خبرو کې دغه غونډه ډېره مهمه وګڼله او وىې‌ وىل، چې حکومت باىد له رامنځته شوی فرصته ښه استفاده وکړی او د دا شان غونډو نتىجې د سولې رسمی خبرو ته زمىنه برابره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید