د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د سولې عالی شورا تمه وښوده چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د بل پړاو مذاکرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو مذاکرو ته زمینه برابره کړی.د سولې عالی شورا ویاند غفور احمد جاوېد پرون په ویډیویی پیغام کې وویل: “کومه غونډه ، چې د طالبانو د تحریک او ډاکټر صاحب خلیلزاد ترمنځ کېږی، زموږ هیله او توقع دا ده، چې دا به وکولاى شی، د افغان دولت او د طالبانو د تحریک ترمنځ د مستقیمو او رسمی خبرو ا د لړۍ پیل شی او د دې تر څنګ افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږی.))زلمی خلیلزاد پرون په ټویټر کې لیکلی چې افغانستان او قطر ته یې سفرونو ته په پام سره ټول اړخونه د سولې په مسئله کې د چټګ پرمختګ غوښتنه لری. زلمی خلیلزاد تر اوسه د طالبانو استازو سره شپږ وارې د سولې خبرې کړې دی.