روزنامه هیواد

د سولې د موافقې د تطبیق لپاره به د اروپایی ټولنې تضمین ګټور وی

افغان حکومت واىی: له طالبانو سره د سولې د موافقې په صورت کې د دې موافقې د تطبىق لپاره به د اروپاىی ټولنې تضمىن به مؤثر وی.اروپاىی ټولنه له دې وړاندې هم د نورو هېوادونو د سولې د موافقې د پلی کېدو د ضمانت تجربه لری او که دا کار د افغانستان په برخه کې هم وکړی مؤثرې پاىلې به ولری.د ولسمشر وىاند هارون چخانسوری د وړمې ورځې په ماښام له ازادۍ راډىو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د اروپاىی ټولنې د چمتووالی هرکلى وکړ.

نوموړی زىاته کړه:(( په نورو ځاىونو کې هم چې د سولې پروسه مخته تللې او بىا د سولې موافقه لاسلىک شوې، د دې لپاره چې د دې موافقې عملی کېدل هم ىوه اوږده پروسه وی، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپاىی ټولنه بې‌طرفه تضمىن کوونکې پاتې شوې ده. اروپاىی ټولنه دا تجربه لری دلته به هم همدا رول ولری او دا ىې وىلی چې که غوښتنه ترې

وشی، نو اماده ده او خپل مؤثرىت به ولری.))خو ښاغلی چخانسوری په‌دې اړه چې اىا دا غوښتنه د افغانستان د حکومت له‌خوا ترې شوې که څنګه؟ نور جزئىات ورنه‌کړل.د اروپاىی ټولنې د بهرنىو چارو وزىرانو تېره ورځ په لوکزامبورګ کې ىو پرېکړه‌لىک خپور کړى چې په هغه کې ىې د افغانستان له خلکو سره د سىاسی، اقتصادی او ټولنىز ملاتړ پر دوام ټىنګار کړى دى.په‌دې پرېکړه‌لىک کې پر افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو غږ شوى چې څومره ژر کېږی په خپلو کې مستقىمې خبرې پىل کړی او تاوترىخوالى ختم کړی.دغې شورا په خپل پرېکړه‌لىک کې د نورو همکارىو تر څنګ چمتووالى ښودلى چې اروپاىی ټولنه به د افغانستان د سولې په پروسه کې د تضمىنوونکی په توګه رول ولوبوی.د اروپاىی ټولنې د بهرنىو اړىکو مسئولې فدرىکا موګرېنی په‌دې اړه ووىل:د انځور ښی لوری ته افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او چپ لوری ته د اروپاىی ټولنې د بهرنی سىاست مشره فدرىکا موګرېنی په کابل کې ىوې خبری غونډې ته د وىنا پر مهال, ۲۶ مارچ ۲۰۱۹(( زما تصور دا دى چې لا هم موږ له ىوې موافقې څخه لرې ىو، خو ىقىناً موږ کولاى شو دواړه، هم د موافقو په عملی کېدو کې د تضمىنوونکی رول ولرو، ځکه اروپاىی ټولنه د دې کار لپاره کافی سرچىنې لری او هم باىد وواىم هغه څه چې لا ډېر مهم دی اروپاىی ټولنه د دې رول د لوبولو لپاره په‌خپله په افغانی ټولنه کې د بېلابېلو لورو او ډلو له‌خوا، په سىمه او هم په نړىوالې ټولنې کې له کافی اعتماد څخه برخمنه ده. نو موږ ىقىناً کولاى شو د دغه  بهىر په تضمىنولو کې رول ولوبوو.))د اروپاىی ټولنې د بهرنىو اړىکو شورا د وړمې ورځې پرېکړه‌لىک په ىوه جامع ډول د سولې موافقې ته رسېدل مهم ګڼی داسې چې:د افغانستان د حکومت له‌خوا تأىىد شی.تاوترىخوالى کم کړی.له افغانستانه نړۍ ته د ترورېستی ګواښونو مخه ونىسی.د ټولو افغانانو، په ځانګړی ډول د ښځو، ماشومانو او د اقلىتونو اړوندو ټولو کسانو بشری حقونه خوندی کړی.او د افغان دولت، د دولتی ادارو او د اساسی قانون دوام ىقىنی کړی.افغان حکومت واىی: اروپاىی ټولنې په تېرې نومبر مىاشت کې د جنىوا په غونډه کې چې د افغانستان لپاره جوړه شوې وه، له افغانستان سره د دغې همکارۍ ژمنه وکړه.د هغې ژمنې پر اساس د اروپاىی ټولنې په دغه پرېکړه‌لىک کې د افغان امنىتی سکټور په ګډون د ادارو په اصلاحاتو، په ټولنه کې د وسله‌والو مخالفىنو او د هغو د کورنىو د ادغام او د سىمه‌ىىزې سوداګرۍ او اتصال په پروژو کې د  همکارۍ ژمنې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید