روزنامه هیواد

د سولې د خبرو مشری د افغان حکومت په غاړه ده او نړیوال یې ملاتړ کوی

په قطر کې د طالبانو او امریکایی چارواکو د کتنو په اړه د راپورونو له تائید وروسته افغان حکومت وایی: نړیوال همکاران یې ملاتړ کوی او د سولې په پروسه کې یوازې د آسانتیاوو لپاره زمینه برابروی. افغان حکومت په قطر کې د طالبانو او امریکایی چارواکو له وروستیو لیدنو کتنو اندېښمن نه دی او ټینګار کوی چې دغه لیدنې کتنې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف تر سره کېږی.د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی دتېرې شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل: د سولې د بهیر مشری او مالکیت افغان حکومت کوی او نړیوال همکاران یې په دې برخه کې یوازې د ملاتړو رول لری.دی وایی: (( د سولې د خبرو طرحه، مالکیت او مشری د افغان حکومت ده، ولسمشر غنی په بادغیس ولایت کې په څرګند ډول د سولې موضوع ته بیا اشاره وکړه او ویې ویل اشاره درلوده، چې د سیمې شرایط سولې ته برابر شوی او دا وخت د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه نه شته، زموږ نړیوال ملګری په دې برخه کې د آسانتیاوو د برابرولو او ملاتړ رول لری، نو دې ته په کتو، د سولې د خبرو اترو اصلی مالکیت له افغان حکومت سره دی.))د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې وال سټریسټ ژورنال ورځپاڼې راپور خپور ورکړ چې د منځنۍ او جنوبی آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس وېلز په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له استازو سره خبرې اترې کړې دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپور نه رد او نه هم تائید کړی، خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یی ویلی چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره ټولې لارې څېړی.له دې سره یوه طالب چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ آشنا راډیو ته په خبرو کې دا منلې چې استازو یې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په هدف له امریکایی چارواکو سره په قطر کې لیدلی دی.د طالبانو دغه چارواکی دا هم ویلی چې فضا ډېره ښه وه او ګټورې خبرې شوې دی.خو دا چې طالبانو تل د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره په خبرو ټینګار کړی، اوس دا پوښتنه مطرح کېږی چې ایا په قطر کې د طالبانو او امریکایانو غونډه د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له پامه غورځول نه دی؟د نړیوالو چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم په دې اړه داسې وایی: دا لیده کاته په دې هدف تر سره شوې چې د سولې په ټپه ولاړ بهیر بیا روان شی.نوموړی وویل: (( دا امکان لری چې په لومړیو کې هر څوک ښکېل شی، خو وروسته باید افغان حکومت بهیر ته داخل شی چې د خبرو اترو یو مهم لوری جوړوی، یعنې هغه وخت چې تفاهم رامنځته کېږی، پلی کوونکی یې افغان حکومت دی، نو ځکه اړتیا ده چې افغان حکومت باید په رسمی خبرو اترو کې دخیل وی.))په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو په خاطر، هڅې تېزې شوی چې ورسره د عامو خلکو او د چارو د څېړونکو هیلې هم ډېرې شوې دی.ولسمشر محمد اشرف غنی د تېرې پنجشنبې په ورځ د بادغیس ولایت ته د خپل سفر په مهال هم دغې موضوع ته اشاره کړې او ویلی یې دی چې په هېواد کې له بل هر وخته زیات، د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید