روزنامه هیواد

د سولې د خبرو د بیا پىل کېدو لپاره د خلىلزاد منډې ترړې

سمېع الله سمېع

یوولسمه برخه

قطر ته دحقانی شبکې  د درېو تنو غړو لېږدول:

دلړم په ۲۸تمه دسې شنبې په ورځ دارګ ىو شمېر سرچینو تایید کړه چې دحقانی شبکې ۳تنه غړی  انس حقانی،قاری رشید اومالی  خان دلړم په ۲۷ تمه دنوامبر په ۱۸ مه د دوشنبې په ورځ قطر ته رسول شوی او نظر بندساتل کېږی، طالب سرچینو هم دافغانستان په جنوب کې دافغان – امریکایی پوهنتون داستادانو خوشې کول  تایید کړل. په کابل کې افغان- امریکایی پوهنتون هم تایید کړه چې دوه استادان یې راخوشى شوی دی . طالبانو دانس حقانی او دده له ملګرو سره دامریکایی پوهنتون داستادانو خوشې کول دمذاکراتو د بىا پیلولو لپاره شرط اىښى و.

له امریکایی چارواکو سره دولسمشر تیلفونی خبرې:

دلړ م په ۲۷ تمه  ولسمشر محمداشرف  غنی دامریکا دبهرنیو چارو له وزىر، ماىک پمپیو او ددغه هېواد دملی امنیت شورا له سلاکار اوبراین سره دطالبانو د درېیو زندانىانو دخوشې کولو پر راتلونکو پړاوونو دغور په اړه تىلفونى خبرې کړی دی. دارګ په اعلامیه کې راغلی : امریکایی چارواکو دولسمشر غنی له پرېکړې څخه دملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې دافغانستان له حکومت سره ىوځاى کارکوی، که چېرې طالبان له خپلې ژمنې څخه تېرشی،ځواب به ورکوی،دواړو لورو، له طالبانو سره سىاسی هوکړې ته د رسېدو او دبىن الافغانی خبرو د پىلولو لپاره د شرط په توګه پراوربند او دتاوترىخوالی په کمولو موافقه کړې ده.

په کابل کې  دهند دسفىر څرګندونې:

په کابل کې دهند سفىر وىنې کمار، د طالب زندانىانو دخوشی کولو په اړه له امریکا غږ رادیو سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل چې دولسمشر محمداشرف غنی اعلام ته مثبت ځواب وواىی او  دسولې ،امنىت او ثبات لپاره ګام واخلی.

دښځو دحقوقو دساتلو په اړه دولسمشر غنی ژمنتىا:

ولسمشر محمداشرف غنی د لړم په ۲۷ مه د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو له ځانګړى استازی تدامىچى ىاماموتو، سره په ارګ کې وکتل. په دغې کتنه کې ىاماموتو ووىل، چې  حکومت باىد دسولې په پروسه کې دښځو له حقونو پوره ساتنه وکړی.  دىاماموتو دڅرګندونو په اړه ولسمشر محمداشرف غنی ووىل، چې ښځو په تېرو پنځو کلونو کې دحکومت په ټولو برخوکې پوره برخه اخىستې ده.

ولسمشر ووىل، چې په لویه مشورتی جرګه کې ۳۰ سلنه ښځو ګډون کړى و. دنوموړې جرګې د زىاتره کمېټو رىاست د ښځو په غاړه و. همدارنګه په کابىنه ، پارلمان اوپه نورو دولتی اداروکې دسفارتخانو او ملګرو ملتونو په شمول ښځو ته پوره ونډه ورکړل شوى ده او حکومت ښځو ته دحقونو په ورکولو ژمن دى.

د بندیانو په تبادله کې دسولې نښې ښکاری:

دسپینې ماڼۍ په بیانیه کې د طالبانو له خوا دافغان – امریکایی پوهنتون ددوو استادانو دخوشی کېدو هرکلى شوى دى او ویلی یې دی چې طالبانو په دې کار سره سولې ته شین څراغ ښودلى او دغه کاریې دستاینې وړ دى.

سپینۍ ماڼۍ همدا راز ویلی چې امریکا دبېګناه وګړو د برمته ساتنې غندنه کوی، خو د طالبانو له خوا دلسو افغان زندانیانو دخوشی کېدو، هرکلى کوی، سپینه ماڼۍ دغو پرمختګونو ته د امید په سترګه ګوری، چې دافغانستان څلوېښت کلنه جګړه به ورسره ډېره ژر له سیاسی لارې حل شی. سپینې ماڼۍ له ولسمشر غنی څخه هم مننه کړې چې دسولې دهڅو په پرمختګونو بوخت دى اوله دې سره هم مهاله دافغان ځواکونوپرپیاوړتیا هم کارکوی. دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم هیله ښودلې چې دبندیانو تبادله به دافغان جګړې ختمېدوته لاره پرانیزی.

د افغانانو په مشرۍ دخبرو پیل دسولې اساسی اړتیا ده:

دافغانستان دملی امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په کابل کې دناټو له ملکی استازی نیکولاس کی سره وکتل دواړو لوریو په افغانستان کې  دروان وضعیت په تېره بیا دسولې په تړاو خبرې وکړی . دواړو لوریو وویل ، چې دسولې لپاره دافغانانو په مشرۍ د مذاکراتو پیل دسولې اساسی اړتیا ده او دې ته باید ترهر څه ډېر کار وشی… دناتو ملکی استازی ټینګار وکړ، چې دوى دسولې پروسې ترڅنګ دافغان امنیتی ځواکونو حمایې، روزنې او تجهیزته هم  دوام ورکوی…

د انس حقانی خوشی کول لویه پرېکړه وه :

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وایی: دانس حقانی اودده ددوو ملګرو خوشی کول ، یوه سخته او دولس  دارادې خلاف پرېکړه وه . ښاغلی صدیقی دلیندۍ په لومړۍ نېټه دنوامبر په ۲۲ تمه دجمعې په ورځ مازدیګر مهال په یوخبرى کنفرانس کې وویل: ولسمشر غنی یوه له زړورتیا ډکه پریکړه وکړه چې دسولې په پروسه کې یونوى پرمختګ رامنځته شی. هغه وایی ولسمشر، انس حقانی او ورسره دوه نور ملګری یې ځکه خوشی کړل ، چې په افغانستان کې سوله تامین اوتاو تریخوالى ختم شی. صدیقی د لړم په ۳۰ مه دپنجشنبې شپې دتېلفونی تماس په اړه وویل ، چې ولسمشر ټرمپ ویلی ، دسولې مذاکرات بیا یوازې داوربند په شرط  پیل کېداى شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید