روزنامه هیواد

د سولې خبرې چا ټکنۍ کړې دی ؟

طالبانو او دپاکستان ، روسیې او ایران په څېر د دوى ملاتړ کوونکو ، روزونکو، تولیدوونکو او وسله وال کوونکو هېوادونو نه یوازې د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د افغانستان د حکومت د واکمنۍ په څلورنیم کلنه موده کې، بلکې دافغانستان د پخوانی جمهوررییس حامدکرزی دواکمنۍ په دیارلس کنله موده کې هم دافغانستان دسولې په اړه دلسګونو ملی، سیمه ییزو او نړیوالو غونډو ، کنفرانسونو او جرګو له صادرو شویو پرېکړو څخه تل سرغړونه کړې او دهغو دپلی کولو په اړه یې له خپلو ژمنو څخه یوې ته هم دعمل جامه نه ده وراغوستې ، هغه یې په ډېرې بې شرمۍ ، بې باکۍ او سپین سترګۍ سره تر پښو لاندې کړی او له دې لارې یې دافغانستان د وخت له حکومتونو سره دطالبانو او نورو وسله والو مخالفینو د سولې خبرې ټکنۍ کړی ، ځنډنۍ کړی او خنډنۍ کړی دی چې د ثبوت څرګندې بېلګې یې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د جولاى په میاشت کې دپاکستان دمری په سیمه کې دافغانستان دسولې په اړه د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان دڅلور اړخیزې مهمې او برخلیک ټاکونکې غونډې د ځنډېدو لپاره دیوې پلمې په توګه دپاکستانی استخباراتو په اشارې د رسنیو له لارې په پاکستان کې دطالبانو دپخوانی مشر ملامحمد عمر اخوند د مرموزې وژنې دخبر ناببره خپریدل او همدارنګه په هېواد کې د تلپاتې سولې لوړ هدف ته د سېدلو لپاره دپاکستان دګوډاګیو او روزل شویو طالبانو له لوری د قطر په دوحه کې دبین الافغانی خبرو ځنډېدل دی چې دافغانستان پر سولې مین خلک او په سرکې یې دافغانستان د سولې په اړه د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد او د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ دهېوادونو نور سوله دوست او بشر دوست خلک هم زیات خواشینی کړی. د اچې د امریکا د جمهوررییس ډونالډټرمپ او ددغه هېواد دنورو چارواکو او سیاسیونو له قوله په افغانستان کې داتلس کلنې اوږدې جګړې په بهیر کې چې دامریکا د جګړو په تاریخ کې سارى نه لری، دبشر د ډېر ستر او ګډدښمن په توګه دطالبانو او دحقانی شبکې ، القاعده او داعش په ګډون دپاکستان ، روسیې او ایران د روزل شویو وحشی صفتو تروریستی ډلو پرضد په اوږدو خونړیو جګړو کې د امریکا تردریو زرو پورې افسران او سرتېری وژل شوی، ټپیان شوی، معلول شوی او له دوو تریلیونو (دوه زره میلیاردو) څخه زیات بې ساری مالی زیانونه یی ګاللی دی چې پر افغانستان په دغې اوږدې تپل شوې جګړې کې بې ساریو ځانی او مالی زیانونو د امریکا د صبر کاسه نوره ډکه کړې او په کلکه یې دا پتیلې ، چې د افغانستان او امریکا په ګډون دسیمې او نړۍ دهېوادونو سوله دوستو او بشر دوستو خلکو ته دستر سرخوږی په توګه پر افغانستان د څه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو دغمیزو دپاى ته رسولو لپاره خپلو سوله ییزو هڅو او منډو ترړو ته زور ورکړی او پر طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو او دغه راز دهغوى پر ستر ملاتړ کوونکی،روزونکی، تولیدوونکی، صادروونکی او وسله وال کوونکی هېواد پاکستان باندې یې دزیاتو فشارونو د راوړلو، ګواښونو اود ړه کوله لارې په پاکستان کې میشت طالبان او نور وسله وال مخالفین دافغانستان د حکومت په مشرتابه او مالکیت بین الافغانی مذاکراتو ته اړ کړی او پرمټ یې دافغانستان او امریکا په ګډون دسیمې اونړۍ ثبات او امنیت ته د سترګواښ په توګه په افغانستان کې اوږدو تپل شویو جګړو ته باید د پاى ټکى کېږدی. دامریکا  حکومت یادو واقعیتونو ته په کتو سره په افغانستان کې د روانو جګړو دپاى ته رسولو او پر ځاى یې د یوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه په افغانستان کې دتلپاتې سولې لوړ هدف ته درسېدلو لپاره ډاکټر زلمى خلیلزاد  چې په خټه افغان دى،دافغان سولې  په اړه خپل ځانګړى استازى وټاکه چې ده دجمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ له افغان حکومت سره دپوره همغږۍ له مخې دخپلو زیاتو سوله ییزو منډو ترړو او هڅو په پایله کې وکړاى شول چې په اسلام آباد کې ددوه مخی، درواغجن او مکار پاکستان له پنجابی چارواکو سره له زیاتو سلامشورو، خبرو اترو، لیدنوکتنو او غونډو وروسته دپاکستان روزل شوی ،تالی څټی، لاس پوڅی او ګوډاګی طالبان دقطر هېواد په پلازمینې دوحه کې د افغان حکومت له دوه سوه پنځوس کسیز پلاوی سره دسولې خبرو ته اړ کړی، خو طالبانو له دوى سره دسولې دخبرو لپاره دغه ډول ستر پلاوی د ټاکلو په اړه دافغان حکومت پر دغه اقدام نېوکه کړې او ویلی یې دی چې دافغان حکومت دومره زیات استازی یوازې داشخاصو او افرادو په بڼه له طالبانو سره دسولې په دغو خبرو کې برخه اخیستلاى شی اوخپلې شخصی نظریی او ړاندیزونه څرګندولى شی چې په غبرګون کې یې دافغانستان جمهور رییس د قطر دسولې دخبرو په شپږم برخلیک ټاکونکی پړاو کې له برخې اخیستو څخه دمخه په ارګ کې له دغه ټاکل شوی دوه سوه پنځوس کسیز پلاوى سره په غونډه کې په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ، چې دغه پلاوى دى دافغانستان دملت ،دولت او حکومت په استازیتوب له طالبانو سره دسولې مخامخ خبرو ته دوام ورکړی او طالبان پر دې پوره قانع او راضی کړی چې سوله دلوى خداى ((ج)) د والصلح خیر د حکم له مخې د خبرو لاره اود افغانستان ،پاکستان او امریکا په ګډون دسیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو د سولې او ثبات په ګټه ده اوله دې وروسته طالبان او دهغوى ملاتړی هېوادونه او نورې مغرضې او مافیایی کورنۍ او بهرنۍ کړۍ دنړۍ داسلامی هېوادونو د سازمان له قوله په افغانستان کې له ناروا جګړو،بې رحمانه او وحشیانه بریدونو لاس واخلی، په افغانستان کې دې د سولې دخبرو لاره خپله کړی اوپه دې توګه دې خپل هېواد له تباهۍ اوبر بادۍ اود بې ګناه، بې دفاع او مظلومو خلکو له بې رحمانه وژلو ډډه وکړی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید