روزنامه هیواد

د سولې خبرو د دوام لپاره باید ډاډمنه فضا رامنځته شی

 ملګری ملتونو په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالی او ملکی مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په خبرپاڼه کې ویلی، د سولې نړیواله ورځ په نړۍ کې نمانځل کېږی، خو په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او ملکی مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.سرچینه کاږی په وروستیو څو اوونیو کې جګړې خورا زیاتې شوی او د ښکېلو خواوو په نښتو کې ګڼو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوړی.یوناما د ملکی وګړو مرګ ژوبله جدی او د اندېښنې وړ مسئله بللې او له دواړو لورو یې غوښتی ،چې جګړې روانې جګړې نورې کمې کړی او د سولې لپاره ډاډمنه فضا رامنځته کړی، څو د سولې خبرې ادامه پیداکړی.په افغانستان کې د ورځې په تېرېدو سره د جګړې لړۍ اوږدېږی او هره ورځ د جګړې د ښکېلو خواوو سربېره ملکی وګړو ته هم د جګړې له امله سخت مالی او ځانی زیانونه اوړی.باید وویل شی، چې د تېرو یوولسو ورځو راپه دې خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوی او هڅه کېږی، څو لومړی په افغانستان کې اوربند وشی او بیا د سرتاسری سولې راوستو ته زمینه برابره کړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید