روزنامه هیواد

د سولې بهیر پېچلتیا ته مه پرېږدئ

له بل هر وخته زىات د افغان سولې لپاره په سىمه ىىزه او نړىواله کچه هڅې زىاتې شوی ؛ خو له دې سره ـ سره دغه بهىر اوس هم له ځىنو ننګونو او ابهاماتو سره مخ دى. له محدودو هېوادونو پرته د سىمې زىاتره هېوادونه اوس قانع شوی؛ که په افغانستان کې د سولې بهىر بىن الافغانی نه وی، نه ىوازې نتىجه به ىې محسوسه نه وی، بلکې ستونزې به هم را ولاړې کړی.د سىمې ىو شمېر هېوادونه په دې پلمه چې موږ له طالبانو سره اړىکې پخې کړی، له هرې لارې استفاده کوی چې د سولې په بهىر کې خپل امتىازات تر لاسه کړی، طالبان یې خپلو هېوادونو ته ور بللی او د سولې د مذاکراتو په هدف ورسره په لوى لاس په دغه بهىر کې خنډ جوړوی، چې ښکاره بېلګه ىې اىران دى.طالبانو هم په وار وار وىلی، چې زموږ د خبرو اصلی ځاى د قطر دفتر دى، خو اوس لىدل کېږی چې د قطر دفتر په خپل ځاى پاتې دى او د سولې لپاره غونډې په نورو هېوادونو کې جوړېږی، چې د سولې بهىر ننګوی.دا چې افغان حکومت د سولې په برخه کې رښتىنى دى او د سولې د هڅو د منسجم کېدو هوډ لری، تازه ىې د ملی امنىت سلاکار حمدالله محب د سىمې ىو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړی او د سولې عالی شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزى هم پاکستان ته لاړ.حکومت په دې هڅه کې دى، چې له طالبانو سره د سولې بهىر د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړ شی. د افغان حکومت په نوښت دوه ځله د اوربند اعلام وښوده چې حکومت د هر کار له عُهدې وتلى شی او د سولې لپاره پوخ هوډ لری.اوس په سىمه ىىزه کچه د سولې بهىر د هغو هېوادونو لاس ته پرېوتى، چې د افغانستان په اړه یې هېڅکله نىت پاک نه و، لکه اىران، پاکستان او روسىه دوى پر طالبانو فوق العاده نفوذ لری او طالبان هم ورسره اړىکې پالې.د ملی امنىت سلاکار خپل اىرانى سىال کابل ته راوغوښت او دلته یې ورته څرګنده کړه، چې تاسو باىد له بىن الافغانی مذاکراتو ملاتړ وکړئ، نه له داسې خبرو چې له ګټې یې زىانونه ډېر وی.هند ته د ملی امنىت د سلاکار په سفر کې هم د هغه هېواد چارواکو غوښتنه کړې وه، چې د سولې په بهىر کې دې د سىمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان لاس وهنه نه کوی او پرې دېږدی چې دغه پروسه خپله افغانان مخ ته بوزی.له هند وروسته د ملی امنىت سلاکار چىن ته ولاړ او هلته یې د هغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ دې د سولې له بهىره ملاتړ وکړی، چې هغوى هم ټىنګه ژمنه ورکړې ده.چىن پر پاکستان نفوذ لری او سټراټېژیک ملګرى ىې دى، دغه هېواد اوس کولاى شی چې پاکستان دې ته راضی کړی ،چې په نورو هېوادونو کې د غونډو پر ځاى، طالبان وهڅوی چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنی.د روسىې او هند ملګرتىا پخوانۍ او سټراټېژیکه ده، له افغانستان سره د هند پخوانی نىت ته په کتو د غه هېواد کولاى شی له خپلو اړىکو په ګټې اخیستنې روسىه قانع کړی چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته وهڅوی.افغان حکومت هم له دې اندېښمن دى چې خداى مه کړه له طالبانو سره د سولې د خبرو بهىر د سىمې د هېوادونو د شخصی ګټو قربانی نه شی، هغه څه چې زىان به ىې ىوازې افغان حکومت او طالبانو ته ورسېږی.محب هم د همدې اندېښنې د پاى ته رسېدو لپاره له کړکېچه د سولې د روان بهىر د ژغورلو په هدف هند او چىن ته سفر وکړ، چې په دې برخه کې د ځواکمنو هېوادونو اجماع رامنځته او دغه بهىر له ناکامۍ وژغوری، هند او چىن ته د محب له سفرونو ښکاری چې د غه اجماع د جوړېدو خوا ته روانه ده، لکه څنګه چې د هند چارواکو هم وىلی چې د سولې بهىر دې افغانان پر مخ بوزی.هند له پاکستان سره پخوانۍ سىالی او دښمنی لری، روسىه ىې له امرىکا سره لری، سعودی عربستان ىې له قطر سره او قطر ىې له اماراتو سره.طالبان باىد پرې نږدی چې دغه بهىر د سىمې هېوادونه په خپله ګټه وکاروی.افغان ولس د دې مخالف نه دى، چې طالبان دې له نورو هېواودنو سره د سولې د بهىر په تړاو اړىکې ونىسی، افغانان دې ته اندېښمن دی چې دغه بهىر د نورو هېوادونو د ګټو قربانی نه شی افغانان ددې هم مخالف نه دی چې امرىکا دې د سولې په خبرو کې ښکېله وی، خو ددې پلوی هم نه دى چې خبرې دې طالبان مستقىم له امرىکاىانو سره وکړی.حکومت هم ددې کار پلوى دى چې د سولې په بهىر کې دې د سىمې هېوادونه ښکېل وی، ښکېلتىاىې باىد د نظارت او همکارۍ تر پولې وی، نه داسې چې هر څه د دوى په واک کې وی، ګټې یې چې خوندی شی، بىا دې په غم کې نه وی چې د افغان سولې بهىر څنګه شو او جګړه کوم ځاى ته ورسېده؟افغانان له امرىکا سره د طالبانو د خبرو مخالف نه دی، خو دلته باور دا دى چې خبرې دې بىن الافغانی وی، امرىکا دې ىوازې نظارت وکړی.د طالبانو لپاره اوس په کار ده چې د افغانستان روان جګړه ىىز وضعىت ته په کتو، د سولې بهىر د سىمې د هېوادونو پر ځاى افغانستان کې له ښکېلو خواوو سره مخ ته بوزی، ځکه څومره چې د افغان سولې په بهىر کې نور هېوادونه لاس اچوی او له افغانستانه لرې کېږی، هغومره دغه بهىر پېچلى کېږی او رسېدل به ورته ګران وی.امرىکا دې د سولې په بهىر کې وی، خو له روان وضعىته د وتلو لپاره ىوازنۍ لار همدا ده چې هر څه بىن الافغانی وی.

فضل الربی شىنوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید