روزنامه هیواد

د سوداګرۍ وزارت: د چین په نندارتونونو کې مو توکو ښه بازار درلود

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، د چین په نندارتونونو کې افغانی صنعتی توکو ښه پلور او بازار درلود.د دغه وزارت ویاند فواد احمدی د دغو ننداتونونو په اړه وایی: یو د لانژو نړیوال سوداګریز نندارتون و ،چې د دغه هېواد په ګانسو ولایت کې د جولای په اتمه جوړ شوی و او څلور ورځې یې دوام وکړ.د نوموړی په وینا بل نندارتون د ورېښمو لار سیاحتی نندارتون و چې په شانشی ولایت کې د جولای په ۱۶مه جوړ شوی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ.د ښاغلی احمدی پر وینا دغو نندارتونونو کې په شپږو غرفو کې افغانی غالۍ، زعفران، ګاڼې او لاسی صنایع نندارې ته اېښودل شوی وو.د نوموړی په خبره په یادو نندارتونونو کې ګډون کوونکو افغانی شرکتونو خپل ډېری محصولات وپلورل او چینایی پانګه والو او سوداګریزو شرکتونو سره یې بېلابېل سوداګریزو تړونونه هم لاسلیک کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید