روزنامه هیواد

د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر خبریالانې وستایلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې  د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون  ورځې په مناسبت یوشمېر ښځینه خبریالانې وستایلې.  د مارچ اتمه پرون د سوداګرۍ خونو د مشرتابه غړو او د خبریالانو په ګډون  په کابل کې  په یوه غونډه کې ونمانځل شوه.  د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونو مرستیال  خانجان الکوزی د دغې ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل: له تاوتریخوالی په خلاصه او په خپلو پښو ولاړه ټولنه کې د ښځو حقوق په اقتصاد او سوداګرۍ پورې  مربوط دی او موږ په افغانستان کې دایمی سولې او له تاوتریخوالی خلاصې ټولنې ته هیله  من یوو.   هغه زیاته کړه:  ښځې  د ټولنې نیمایی برخه ده  چې له نارینه وو سره برابرحقوق لری.  د غونډې په پاى کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې دبېلابېلو رسنیو یوشمېر خبریالانې چې د باختراژانس یوه خبریاله هم پکې شامله ده وستایلې.

ممکن است شما دوست داشته باشید