روزنامه هیواد

د سمنګان په کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخمونه وېشل کېږی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، د سمنګان ولایت په کروندګرو ۲۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخمونه وېشل کېږی. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی پرون ازادۍ راډیو ته ویلی چې دغه اصلاح شوی تخمونه او ۴۰۰ ټنه کېمیاوی سره د یاد ولایت په څلورو زرو کروندګرو وېشل کېږی. ښاغلی رستمی وایی، په شپږو ولسوالیو کې هر کروندګر ته ۵۰ کیلو ګرامه تخم او ۱۰۰ کېلو ګرامه کېمیاوی سره ورکول کېږی چې په دوه جرېبه مځکه کې به وکرل شی. د ده په خبره، دغه مرستې د ۴۰ سلنه سبسایډی په نظر کې نیولو سره کروندګرو ته د نږدې ۲۰۰۰ افغانیو په بدل کې ورکول کېږی. نوموړی وایی، له دې لارې به د کروندګرو په حاصلاحاتو کې زیاتوالی راشی چې د دوی په اقتصاد به مثبت اغېز پرې‌باسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید