روزنامه هیواد

د سلو ولسوالیو لپاره حکومت نوی امنیه قوماندانان معرفی کړی

  افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماښام د هېواد د ولسوالیو د ۱۰۰ نویو مقرر شویو امنیه قوماندانانو د معرفی په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول د جمهوررییس لومړی مرستیال، د ملی امنیت سلاکار او د امنیتی او دفاعی سکتور مسوولینو حضور درلود، په پیل کې د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل: د جمهوررییس پر لاښوونه د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو د ارزونې په موخه کمېټه مؤظف شوه.ده زیاته کړه: په لومړی پړاو کې د شفافې پروسې له لارې ۱۰۰ بریدملان او افسران انتخاب او تثبیت رتبه شول.د ملی امنیت سلاکار نویو مقرر شویو امنیه قوماندانانو ته په خطاب کې وویل: تاسې برحقه مبارزه مخته وړئ، ستاسې د کړنو تصویر د جمهوریت تصویر دی، موږ او تاسې د افغانستان اسلامی جمهوریت تر مشروع نظام لاندې هېواد او خلکو ته خدمت کوو.وروسته د ملی امنیت شورا دفتر امنیتی سکتور د رهبرۍ انکشاف او تزکیې رییس ضیا عاصی د یادو ګمارل شویو قوماندانانو د ټاکلو په موخه د تخنیکی کمېټې په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: د جمهوررییس د قاطع او صریحې لارښوونې پر بنسټ د ۲۵۸ ولسوالیو امنیه قوماندانیو د رهبرۍ د تغییر کار پیل شو او کمېټې له ۴۵ ورځې کار او د کابو ۶۰۰ بریدملانو او ارشد افسرانو له ارزونې وروسته، ۱۰۰ بریالی وارزول او په ۲۹ ولایتونو کې امنیه قوماندانان تعیین شول.ورپسې د نویو مقرر شویو قوماندانانو په استازیتوب سیدجلال سادات د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان له باور مننه وکړه او وې ویل: د خلکو سره به زموږ کړنې، اجراات او همغږی، په خپله له خلکو واورئ.ده زیاته کړه: د هېواد د رېښتینو بچیو په څېر مو خپلې دندې په هر ډول شرایطو کې ترسره کړی او د قانون د نافذولو، د خلکو د مال او ځان د دفاع او دوی ته د هوسا ژوند زمینې برابرولو په برخه کې به هېڅ راز هڅې درېغ نه کړو.وروسته د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح وویل: نن په واقعی ډول ویاړلې او کمیابه موقع برابره شوې. ده زیاته کړه: انګېزه، سوق او اداره او امکانات دری مهم عناصر دی ،چې ستاسې د بریالیتوب لامل ګرځی او باید دغه عناصر په جدی توګه په پام کې ونیسئ.امرالله صالح زیاته کړه: تاسې باید په خپلو کارونو کې تعادل په پام کې ولرئ، د ټولنې له هر پاړکی سره نېک چلند وکړئ، اراضی وپېژنئ او د دښمن په ماتولو او شاتمبولو کې له خلکو سره همغږی شئ.د جمهوررییس لومړی مرستیال دوی ته په خطاب کې وویل: د ولسوالۍ په حدودو کې مه پاتې کېږئ او پر کلیو او بانډو پانګونه وکړئ. تاسې د جمهوررییس او نظام استازی یاست، د خلکو قضاوت ستاسې د کړنو پر بنسټ دی.جمهوررییس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ولسوالیو نویو مقرر شویو قوماندانانو ته په خطاب کې وویل: ولسوالیو ته به ستاسې په ورتګ سره، هلته داسې انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشی چې د افغانستان په تاریخ کې به بېساری وی.جمهوررییس زیاته کړه: تاسې په دې خاطر انتخاب شوی یاست چې له زړه نه پر هېواد باورمند یاست او قربانۍ مو ورکړی دی. ملت تعهد او سرښندنه غواړی او تاسې متعهد او سرښندونکی بچیان یاست.جمهوررییس وویل: ستاسې هویت به یواځې ملی هویت وی او باید ولس ته مو غېږ پرانیستی وی، په خپل ورتګ سره مو چاپېریال ته مثبت بدلون ورکړئ. هغه د امنیتی او دفاعی سکتور مسوولینو ته لارښوونه وکړه ،چې یادو قوماندانانو ته پاملرنه او له دوی سره دوامدار تماس ولری.همدا راز جمهوررییس څرکنده کړه: د ۱۰۰ ولسوالیو امنیه قوماندانانو په ورتګ سره به د افغانستان ملی پانګه په کار راشی او په هر اړخیزه توګه د افغانستان اعمار ته زمینه برابریږی. جمهوررییس وویل: تاسې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان ملاتړ له ځان سره لرئ او ثابته کړئ چې هېوادوالو سره نرم او دښمنانو ته فولادی سوک یاست.

ممکن است شما دوست داشته باشید